دقبايلووزارت نوم پاړسوته واړول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5898
خادم کوچی
دخبریدو نیټه : 2006-02-25

خادم کوچى ١٣٨٤دلړم مياشت  

دجنګي کلاپه منځکوړکابل کې دپښتوژبې اوخلکوپه برخوياحقوقوباندې ديوه بل تېري زيرى درکوم،داهغه وزارت دى چې په درباري افغانستان کې يې دپښتو،پښتونپالنې،پښتونخواجوړونې اودپښتنودبرخواوحقوق اخيستنې ډنډوره اوډوول درګاوو،دهغه وزارت نوم درباري پاړسوته واړول شوچې کلونه کلونه ددغه وزارت له لارې پښتانه په يوځانګري چلول اومهارت سره غولول کېدل چې ګواکي موږپښتنوته خپلواکي اويووالى غواړو،دهغه پښتون وزارت نوم اولوحه پاړسوته واړول شوه چې دپښتونستان دورځې شاربتيزې(شعاريزې)،ګلورينې اورنګينې غونډې به يې جوړولې اوورسره داچې دغلا،پټپټوني اوناوړه ګټې اخيستنې له پاره ددغه وزارت په وړاندې کال دولس مياشتې په دغه پلمه اوبانه دېګونه باراوباندې وي چې ګواکي دلته  دقومونواوهغوقبايلونمايدګان راځي چې قباله ياشرعي اوعروفي سنديې له درباري اوخراساني افغانستان اودرباري مشرانوسره په بغل اوکوت کوتړه کې پروت دى،داسې غوړه،نرمه،ګرمه، څربه اوخوږه ويناچې هغوى ته ډوډۍورکول کېږي اومېلمه پالنه يې کږي.دمورشودې يې شه.

کله مې چې دلومړي ځل له پاره ددغه وزارت ماته ګوډه،بېرنګه،بېموډه،خيرنه اوبدرنګه وداني وليدله،دناوړه ګټې اخيستنې له پاره مې هلته توردېګونه باندې کړي وليدل چې دوخت له پختن اوپخلنځي سره يې هم چندانې ښه سمون نه درلوده ،دوزات ددندې اولګښت په اړوندپوښتنې راته پيداشوې،دهلوځلواوڅېړنې په ترڅ کې راته څرګنده شوه چې خانيه،خان زويه!!!دوزارت ماتې ګوډې، بېرنګه،بېخونده،بېشوخونده،وړوکې  ودانۍته مه ګوره ددغه لنګربارښندونکي اوښنندوى وزارت پانګه اولګښت چې دوى بودجه ورته وايي له نورو وزارتونوڅخه لوړه اوپورته راته وښودل شوه اوکارونه يې له پولې څخه دباندې اوپه افغانستان کې دننه دقبايلوچارې اوپالنه،دځينې کارونوسرته رسونه وبلل شوه،يوه دخوند خبره دغه هم پکې ګډه وه چې دځينې لېسوپالنه اوچارې هم په دغه دېګان وزارت پورې اړوندې وبلل شوې،همدارنګه دکوچيانوخدمتونه اوورسره راشه درشه ددغه وزارت په روح اوژوندپورې تړلې خبرې وګڼل شوې،همدغه ډول وزارت ځينې پېچلې دندې اوسمبوليکې چارې ترسره کوي چې سرله پايه يا سل په سلوکې ددواړولوريوپښتنوله پاره په سترزيان اړول کېږي.الوبل.

په لومړي سرکې ددغه وزارت له دېوان اودفترڅخه خلکوداسې هيله درلودله چې ګواکي ددغه وزارت سروکارله پښتنوسره ده اوداچې ددېوان اودفتر ژبه به يې هم پښتووي اوپه وزارت کې به داسې خلک ګومارل کېږي چې له خپلوخلکوسره به اړيکه ولري اوداچې،دخپلوخلکودبرخوياحقوقوداخيستلواوخوندي ساتلووړتيابه ولري،ولې له بده مرغه چې ددغه پښتونپال دنګلچي وزارت ددېوان اودفترژبه پاړسوشوه اوداچې ددروازې په وړاندې يې دوه ټکي په ګډوله ډول پښتوژبې لوحه هم ونه زغملشوه ښه شوه چې دچنګېزخان،الاکو،مغلو،ګور،ګينخان لښکرودغه لوحه دباندېني اوکورني اېتلافي،دمشارکتي ملي،ډېموکراسي اوهغه قانوني حکومت په وخت کې راوغورځوله چې خلکوته يې دهغوى دبرخودخونديتوب اوملي حکومت دجوړولوژمنه ورکړې وه،څه ډول ملي حکومت اوڅه ډول ډېموکراسي؟؟؟؟؟

دپښتونستان دجوړولواوغوښتلوورځ دغه وزارت کلونه کلونه ژوندۍ،توده اوڅپانده ساتلې ده وخت په وخت سمبوليکې غونډې جوړوي اوله پښتنوڅخه داسې پروړې لاندې کوي چې ګواکي پښتونستان ستاسوله پاره غواړواودستاسوله پاره يې جوړو؟؟؟؟.دجنګي کلاپه منځکوړکوبل کې دکامونواوقبايلودوزارت دڅوټکودپښتوژبې لوحې غورځول اوپرځاى يې پاړسولوحه لګول دخراساني پښتونستان دپراخه کولوماناورکوي لکه په خراساني افغانستان کې چې پښتانه شته خوددغه هيوادپه دېوان اودفترکې پښتوژبه نشته بدبخته پښتون په پښتوژبه خپل غوښتنليک نه شي ليکلى داځکه چې دخراساني افغانستان په اداروکې ستونزې ورته پيداکېږي که نوره هيڅ بانه اوپلمه پيدا نه شوه نودابانه خوشته چې دخراساني افغانستان مشرياکشرچارواکى ورته ووايي چې زه په پښتوژبه نه پوهېږم اوداسې نوره پوچه بېځايه اوسپکه وينا... ددرباري افغانستان هرڅه په پاړسو،له پاړسي پدل اواغېزڅخه لاندې دي،يونيم پښتون چې دښاري ژوندپه رنګ اوخوندپوهه شي اوداچې په خېټه موړشي هغه هم په پاړسوويلوخوله پورې کړي.الوبل.

دپښتونستان دجوړولو،غوښتلو،دپښتنودبرخوياحقوقودخوندي ساتلوببولاله،ناره اوشعاردداسې يووزارت له خواکېږي چې په پوچه،کرغېړنه،ناڅرګنده،ناپېژندل شوې دروازه اووره کې يې يوټکى پښتوژبه نه پرېښودل کېږي،دغه پښتون غولونکې،پښتون وژونکې اوبدبخته کوونکې دنګله ديوداسې خراساني،درباري افغانستان له خواکېږي چې په ټول دېوان اودفترکې يوټکى پښتوژبه نه لرې،پښتوژبې ته په دغه درباري افغانستان کې دپښتولوحې دلګولوبرخه اوحق نه ورکول کېږي،دراډيو،ټلويژن،ټېليپون،نومونه اوپورې اړوندې ويناوې،ليکنې،دپروګرامونوچلنداوتګلوري داېراني ادبياتواوليکنوپربنسټ کېښودل کېږي، خراساني کمزوري ادبيات چې کلونه کلونه يې دمذهبي،نژادي،ژبې اودڅېرې دتوپيرونو،درباراوبادشاه ستاينې په اړوندليکنې کړې دي دافغانستان هرڅه ته دخراساني ادبياتودخيالي اورنګينوکيسو رنګ،مايه،بڼه،لماىاوبوى ورکول کېږي.

موږددرباري افغانستان،دقبايلودوزارت دپښتونستان يادپښتنودبرخوداراخيستلو،خوندي ساتلو،دپښتوژبې دودې، غوړېدنې،ديوې ټولنې،يوې سياسي ادارې پلويان يوله نېکه مرغه له هره پلوه دغه وګړي سره يوه ټولنه ده،ددوى زړونه سره يودي ددوى ارمانونه اوبرياليتوبونه سره يودي خودخراساني پښتونستان په جوړولوکې دبېلابېلودريځونوخوشاله کول اوخوشاله ساتل دپښتنوله پاره داسې راته ښکاره کېږي لکه په درباري افغانستان اودقبايلودوزارت په دروازه کې چې دپښتوژبې څوټکي اوتوري چې راغورځول کېږي اوپرځاى يې دبلې ژبې لوحه لګول کېږي.

دابه سمه اوپرځاى خبره وګڼوچې دقبايلو دېګان وزارت په سرلا رۍ،ناره اوشعاردرباري افغانستان پښتونستان اودپښتنوبرخې غواړي.

 ولې زموږددغه خراساني افغانستان دچم ګاونډهيوادونه،ډلې اوخلک پشې اوپشنګوري زموږپه لره اوبره پښتونخواکې دڅه له پاره موږکان نيسي شورويان اوپه هغوى پورې اړوندسياسي ځواک دڅه له پاره موږته پښتونستان غواړي؟؟؟اېران،تاجکستان،ورسره پاړسي اوتورکي نژاده مغلي،دالپګين ستانونه اوهيوادونه زموږله پاره اټک پاټک اوسيندددې له پاره غواړي چې په سيمه باندې يوځل بيامغلي اوچنګېزي لښکرې ورخپرې کړي اوترهندپورې دهغه پاړسيستان لمنه پراخه اوخپره کړي چې پرون يې په دغه سيمه کې ورانې،ويجاړې دلشکرکشيوغوېمې اوخيال رامنځته کړى وو،چې وګړيزه نړۍيې ترنن ورځې پورې سره وېشلې اوتوپيرونه يې رامنځته کړي دي.

دافغانستان ترپولودکراچۍاوګوادرترسمندرونوپورې تاوتريخوالى اوپه دغه سيمه کې کړکېچ داېرانيانوله پاره ځکه په زړه پورې ده،کله چې په دغه سيمه کې ارامي،سمکى اوکراري رامنځته شي دغه خلک به په دغه سيمه کې يوګډګودر،سړک اودګډوګټويوګډبازارولري بيابه هيڅکله هم دخراساني افغانستان دهرات له لارې اېراني اوباندېني مالونه افغانستان ته رانه وړل شي.

دهنددحکومت اومشرانوخودې بېخي کورودان وي چې هروخت يې زموږدپښتنوله پاره دپښتونستان دجوړولوملاتړاومرسته کړې ده،دپښتونستان دجوړولواودپاکستان دنيمولوهڅه يې ځکه ډېره کړې ده چې له دغه هيوادڅخه دځينې پېښوغچ اوبدل واخلي دغه سوداګري اودنګله يې بده نه ده چې پاکستان کشميرترې غواړي نودهندتوران بايدچې پښتونستان ترې وغواړي خپل سيال ته بايدچې ستونزې پيداکړي.

هندوستان دقبايلودوزارت په پښتونستان غوښتونکوغونډو،لنګراودېګ بارولواوداسې نورچاروکې لاس نيوى اومرسته کړې ده خوزموږله خلکواوخاورې څخه يې تل دخپل سيال په وړاندې دناوړه ګټې اخيستنې هڅه کړې ده.

همدارنګه يووخت انګرېزانوهم دقبايلودوزارت دپښتونستان دجوړونې ددنګلې مرسته کوله هغوى په وېره کې وواوخيال يې درلوده چې که شورويان په افغانستان نيونه کې بريالي شول بيابه دپاکستان له لارې اودهغوى په مرسته يوه ټوټه افغانستان دپښتونستان په نوم له روسانو څخه رابېلوي.الوبل.

همدارنګه هندوستان که له يوې خوازموږله پاره دپښتونستان دجوړولوسړيتوب کوي له بلې خوادهنددسينګهه يالومړي  وزيراوسنۍوينابيابل رنګ،بوى اوخوندلري چې دمشارکت له مشرانوڅخه يې غوښتنه وکړه چې دافغانستان توکمونه بايد چې ونازوئ دهندومشرله پانيزې اولونګينې ويناڅخه دهغه هڅې ښکاره کېږي چې هغوى اوس دتوکمونوله لارې يادهغوى په ملاتړاومرسته زموږله پاره پښتونستان غواړي دغوښاغلوتل هڅه کړې ده چې له شورويانواواېرانيانوسره دافغانستان په مرسته پاکستان وځوروي.الوبل.

دافغانستان توکمونه دقبايلودوزارت دغونډو،ناروسورواوپوچوشعارونوله لارې دداسې پښتونستان جوړولوته په زړه کې ګوړې ماتوي چې دافغانستان پښتانه خويې هسې هم ددرباري اودري ادارې تراغېزلاندې راوستلي دي،همدارنګه دخپرونوله لارې يې اداري،ذهني مسخه اوغلامان کړيدي دهمدغه څه له برکته به له اټکه اوکراچۍپورې پاړسيستان جوړکړي چې دخراساني افغانستان په څېربه يې هرڅه پاړسواوپه پاړسو وي.

هغه پښتانه په څوبرخووېشلى شوچې دقبايلودوزارت دپښتونستان دجوړونې نيال ته اوبه ورکوي،داسې خيال اوچورتونه وهي دغه ونه به غټه شي اودوى به يې سيوري ته ناسته پاسته کوي،داهغه ښاغلي دي چې په درباري،دري اوخراساني افغانستان باندې نازېږي هغوى روايت پالونکي خلک دي چې په خراساني افغانستان اودهغه په پراختياکې دپښتنوپه ژبه،برخه اوحقوقوباندې چورت نه وهي،يوازې له دغې زړې ببولالې سره خپل غږهمغاړى کوي چې ګواکي موږپښتونستان غواړو!!!بل هغه ښاغلي دي چې دهمدغوناروسوروله لارې يوڅه په لاس ورځي ياڅ ترګوتوکوي،بل هغه ډله ښاغلي دي چې په يوه ناپوهۍاوناخبرۍ سره په دغه ببولاله کې خپل ځانونه ورګډوي ياورګډبولي هغوى هم په زړه کې ګوړې ماتوي چې ددغې ونې سيورى به موږته هرڅه راکړي ګواکي سيوري ته به يې ناست يومېوه دانه به راته راغورځوي په خونداوشوخوندبه يې خورو.

همدغه ډول ستونزې دي چې کلونه کلونه زموږخلک دهغه وزارت دپوچ اوتش شعارله امله ځورول کېږي،وژل کېږي اوداچې په دغه سيمه کې کړکېچ رامنځته کېږي چې په خپله بېرنګه،بېخونده،بېپنده،ناڅرګنده اوخراساني پيکه دروازه کې دګډولې پښتوژبې يوه لوحه نه پرېږدي.

دټوکو،لشکرکشيو،غټوغټوتشواوپوچوخبرو،ناروسورواوشعارونووخت تېرشوى دى دکارندژوند،کارکولواوټيکنالوژي وخت ده،زموږخلک ژبنۍخپلواکي اوددغې ژبې دودې،غوړېدنې اوخونديتوب له پاره وسايل اوکارغواړي،راډيو،ټلوېژن،رسنۍدزده کړواوتربيې هلوځلواووسايلوته اړتيالري،زموږخلک سړک،ښونځى،روغتون اويودکرارۍانساني ژوندغواړي،دپښتنودغه ډول اړتياوې چې هرچاپوره کړې دنړۍپه دغه پراخه برخه کې له هغوى سره په چم اوګاونډکې اوسېدل غواړي،چې هرچاددوى برخې اوحقوق نه ورکول يايې ورته ستونزې پيداکولې له هغوى سره به داسې دوښمني وکړي لکه له هغه نوروسره يې چې وکړله.......

بريالي اوسئ.