د الميادين تلويزيون سره د حکمتيار مرکه‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58992

دخبریدو نیټه : 2014-03-16

 

 

السلام عليكم ورحمة الله

1- نود من شخصكم توضيح موقفكم من مشروع المصالحة الجاري مع حركة طالبان فى باكستان ، وهل تعتقدون انه من الممكن الوصول إلى اتفاق بين طالبان والحكومة الافغانية يشبه الاتفاق المتوقع ان يعقد بين طالبان والحكومة الباكستانية؟

ځواب: تاسو ته معلومه ده چي د افغانستان او پاكستان وضعيت له ډېرو اړخونو ژور توپيرونه لري، دلته جنگ د اشغال او اشغالگرانو په ضد دئ، مجاهدين غواړي بهرني ځواكونه زموږ له هېواد ووځي او افغانان پرېږدي چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له وصايت او قيموميت پرته وټاكي او د خپلي خوښي اسلامي نظام ولري، په پاكستان كي كورنۍ لانجه رامنځته شوې، زموږ له نظره د پاكستاني طالبانو او پاكستاني حكومت تر منځ د مذاكراتو له لاري د لانجې حل يو مثبت كار دئ او موږ ئې ملا تړ كوو. 

د پوښتني بلي برخي په اړه بايد ووايم: افغاني طالبان هم له موږ سره په ډېرو امورو كي اختلافات لري او هم له پاكستاني طالبانو سره په خپلو ځينو سياستونو كي، هغوى د عربي هېوادو په وساطت له امريكا سره په پټو او څرگندو مذاكراتو بوخت دي، موږ دا ډول مذاكرات مضر او غير اصولي گڼو.

حزب اسلامي په يوې مخكنۍ اعلاميې كي اعلان وكړ: كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نشي، ټول اشغالگر ځواكونه تر 2014 پوري زموږ له هېواد ووځي، نو حزب اسلامى حاضر دئ جگړه متوقف كړي، په هېواد كي د ډاډمن او بشپړ امنيت په تأمين كي رغنده ونډه ولري، په انتخاباتو كي شركت وكړي، د آزادو انتخاباتو نتيجه چي هر څه وي وئې ومني، هغه څوك د هېواد د مشر په توگه ومني چي زموږ مؤمن ملت ئې په خپله او د خپلواكۍ په فضاء كي غوره كوي،... دې ته ترجيح وركوو چي د جمهورى رياست انتخابات تر هغه وځنډېږي چي بهرني ځواكونه ووځي، او له خپلواكۍ وروسته له پارلماني انتخاباتو سره يو ځاى ترسره شي، دا ځكه چي د اشغالگرو ځواكونو په شتون كي د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره كېدا ناشونې ده. ... كه دا وړانديز منل شوى وى نو حزب اسلامي به په انتخاباتو كي برخه اخيسته او له اوربند سره به ئې توافق كړى وو، خو امريكايي مغرورو چارواكو او په امريكا پوري تړلو ډلو د اشغال او جنگ پر دوام ټينگار وكړ، حامد كرزى ئې وگواښو چي امنيتي تړون تر انتخاباتو وړاندي لاسليك كړي، حزب مجبور شو ووايي: اوس به د حزب هغه غړي چي وسله لري مقاومت ته تر هغه دوام وركوي چي بهرني ځواكونه ووځي، خپل بريدونه به تر مخكي لازيات تشديدوي او هغه چي له وسله والي مبارزې معذور دي په نورو سنگرونو كي د دښمن مقابله كوي. ټولو افغانانو ته وايو: په لاس، ژبه، او خپلي رأيي سره د دښمن مقابله وكړئ، په سنگرونو كي ناست مجاهدين دي په خپلو وسلو سره، خطيبان دي په خپلو ويناگانو سره، ليكوالان دي په خپلو ليكنو سره، شعراء دي په خپلو حماسي اشعارو سره، او رأى وركوونكي دي په خپلو رأيو سره د دښمن مقابله وكړي، د هر يوه مبارزه په خپل خپل ځاى كي ارزښت لري. كه څوك په دې توانېږي چي په راتلونكو انتخاباتو كي د امريكا منصوبه شنډه كړي او ارگ ته د يوه سرسپارلي امريكايي مزدور د رسېدو مخه ونيسي، او د هغه پر ځاى داسي څوك بريالى كړي چي امريكايانو ته ووايي: خپلي كډي بار كړئ، افغانان په خپل هېواد كي بهرني ځواكونه نه مني!! داسي نوماند ته رأيه وركول به يقيناً داسي وي لكه د امريكايانو پر مخ كلكه څپېړه، ارزښت به ئې دومره وي لكه پر امريكايي قطارونو په سنگر كي د ناستو مجاهدينو ډزي او د هغوى ټانكونه په ماينونو الوزول.

2- الانتخابات الرئاسية وترشيح أعضاء من ألحزب الاسلامي، هل هو أمر حقيقي ،، وهل تقبلون بالحكم على النحو الذي تجري فيه الامور فى أفغاستان؟

ځواب: موږ دا نظام نه منو، نه ئې تركيب منو، نه ئې اساسي قانون منو، او نه د بهرنيو ځواكونو په شتون كي وسله پر زمكه ږدو، په مكرره توگه او په ډېر قاطعيت او صراحت سره وايو: تر څو چي ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه او له قيد او شرط پرته زموږ د هېواد له لوېشت لوېشت خاوري نه وي وتلي او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت نه وي قائم شوى؛ زموږ جهاد او وسله وال مقاومت به ادامه لري، له امريكا او د كابل له امريكايي حكومت سره هيڅ معاهده نه لرو، حزب اسلامي په انتخاباتو كي داسي گډون نه دئ كړى چي له خپل لوري كوم نوماند وړاندي كړي، دا ژمنه ئې هم نه ده كړې چي د انتخاباتو نتائج به مني، يوازي دا اعلان ئې كړى چي د حزب غړي او ټول افغانان دي د هغه نوماند ملا تړ وكړي چي شعار ئې د بهرنيو ځوانو بلاقيد و شرط وتل، له امريكا سره د امنيتي تړون مخالفت، او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت وي، له قطب الدين هلال پرته نورو نوماندانو د دې اساسي غوښتنو خلاف تگلاره او شعارونه غوره كړل، نو ځكه موږ له افغانانو وغوښتل چي د هلال ملاتړ وكړي. 

3- ما هو موقفكم من طالبان ، التى ترى أنه لا يمكن اجراء انتخابات أو اي عمل سياسى قبل خروج القوات الأمريكية من أفغانستان ، هل تقبلون بهذا الأمر؟  ‏أم أنكم تخالفونه؟

ځواب: طالبان ضد او نقيض دريځونه او اظهارات لري، په مختلفو ډلو وېشل شوي، يوه ډله ئې په بين الافغاني تفاهم باور لري، بله او قطر مېشت ډله ئې له امريكايانو سره په پټو خبرو بوخت دي او له هغوى غواړي چي طالبانو ته په حكومت كي برخه وركړي، دې ډلي د امريكا په وينا او مشوره په قطر كي دفتر پرانيست، زموږ له نظره غوره تگلاره دا ده چي د صادقانه او بلاواسطه بين الافغاني مذاكراتو له لاري د بحران د حل لار ولټول شي، له افغاني لوريو سره جنگ او له اشغالگرانو سره مذاكرات ناسمه او غلطه تگلاره گڼو، متأسفانه طالبانو همدا تگلاره غوره كړې، له حزب اسلامي سره هم جنگېږي!!

4- الأمريكان لا يزالون يقدمون فدية لمن يصل لكم ، ما هو تعليقكم على استمرار استهدافكم من قبل القوات الأمريكية و وضعكم على قائمة اهدافهم؟

ځواب: امريكا د افغانستان دائمي اشغال او په دې هېواد كي داسي دائمي نظامي اډې غواړي چي ځواكونه به ئې د افغانانو په ضد د عملياتو او د هغوى د وژلو، نيولو او تړلو حق لري او افغان حكومت به د دوى د محاكمې او مجازات واك او اختيار نه لري، هر هغه افغان چي د امريكا د دغو استعماري عزائمو په وړاندي ودرېږي؛ د هغه په ضد هر غير انساني او وحشيانه اقدام د ځان حق گڼي، پر كورونو ئې راكټي ورول، خپلوان ئې وژل، بندي كول او له هېواد شړل جائز گڼي، له هيڅ غيرانساني او وحشيانه اقدام ډډه نه كوي. زه به د ژوند تر وروستۍ سلگۍ د اشغالگرانو په ضد جنگېږم، كه دوى زما نوم په تور ليست كي نيولى موږ د هغوى نومونه په سره ليست كي ليكلي. 

5- الوضع الذي تمر فيه أفغانستان، اقتصاديا وأمنيا شديد الخطورة والصعوبة، ما هى استيراتيجية التى تريدون أن تتبعوها لمستقبل أفغاستان ، وهل ستقبلون بالأنظمة التقليديه الغير اسلامية في المجال الاقتصادي والسياسي بشكل خاص؟

ځواب: هو؛ يقيناً چي د افغانستان وضعيت له اقتصادي او امنيتي پلوه ډېر ويرجن دئ، د امريكايانو له ظالمانه تجاوزاتو نه د افغانانو سر خوندي دئ، نه مال او نه عزت، د تېري له لومړۍ ورځي تر نن پوري ئې نږدې يو لك اويا زره افغانان ووژل شول، په ښارونو، كليو، كورونو، جوماتونو او مدرسو ئې بمونه وورول، چاودني ئې وكړې، مظلوم او بې گناه افغانان ئې په خپلو وينو كي ورغړول، د باعزته افغانانو كورونه ئې ولټول، په زرگونو بي گناه افغانان ئې له مجاهدينو سره د ملگرتيا په تور ونيول، گوانتانامو او په بگرام، كندهار، پنجشير او په خپلو اډو كي ئې زندانونو ته انتقال او په بې رحمانه او وحشيانه توگه تعذيب كړل، ځيني د تحقيقاتو په دوران كي په شهادت ورسېدل او ځيني دومره وربړول شول چي يا ئې اعصاب له لاسه وركړل يا په روغو پښو زندان ته بېول شوي ول خو په فلج پښو ترې ووتل، او د ډېرو نورو لاتراوسه برخليك معلوم نه دئ. دا هغه سوغاتونه وو چي د صليبي ځواكونو خونړۍ نظامي ديموكراسۍ زموږ مظلوم او بې وزلي ولس ته ډالۍ كړل!! په تېرو دولسو كلونو كي ئې د مظلومو افغانانو په ضد له هيڅ جنايت ډډه ونه كړه، د رذالت هغه پرېوتي كاوبايي كارونه ئې وكړل چي په انساني تاريخ كي ئې نظير او بېلگه نشو موندلى، په جوماتونو كي او هغه هم د لمانځه په وخت كي چاودنې، د خلكو د غم او ښادۍ پر محافلو بمونه ورول، پر كورونو د شپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي، د بې پيلوټه طيارو له لاري راكټي ورول او ښځي، ماشومان او بوډاگان په وينو كي رغړول، دا او دې ته ورته ډېر نور جنايات هغه څه دي چي نه مغلو كړي او نه كمونيستانو!!

تاسو پوهېږئ چي دا د هر استعماري ځواك خصلت دئ چي د خپلو مستعمراتو ټولي مادي او معنوي شتمنۍ غارت كړي، او همدې غارت ته د استعمار (ودانولو او رغولو) نوم وركړي، امريكايي يرغلگر راغلي چي د افغانستان او د دې سيمي پر ټولو شتمنيو خېټه واچوي، د افغانستان او د سيمي گاز، نفت، يورانيم، ليتيم، تر زمكي لاندي نور معادن او قيمتي ډبري په خپل واك كي ونيسي، دا سيمه له هره پلوه د دوى خوندي اډه، ماركيټ او مستعمره وي، استوگن ئې د دوى د توليداتو مستهلكين وي، د سرتېرو پر اوږو ئې د دوى ټوپك پروت وي او پر هغه چا ډزي وكړي چي د خپل هېواد آزادي او خپلواكي غواړي، تېرو ديارلسو كلونو وښوده چي امريكايان د غارت لپاره راغلي نه د كومي انساني موخي لپاره او نه د القاعدې د ځپلو لپاره، تر يو لك اويا زره زيات افغانان ئې ووژل، په لكونو ئې هجرت ته اړ كړل، دا اوس اوس پنځه مليونه افغانان له خپل هېواد بهر اوسېږي.

افغانان بايد پر خپلو شتمنيو د اكتفاء لار غوره كړي، خپل هېواد په خپله ودان كړو او خپلي ستونزي په خپله حل كړو، هر عقلمن انسان پوهېږي چي هيڅوك له موږ سره د خداى لپاره بې غرضه مرسته نه كوي، امريكا خپلي مرستي له دې شرط سره تړلې دي چي ځواكونه به ئې په افغانستان كي مېشت وي، نظامي اډې به لري، د دولت امنيتي ځواكونه به د دوى تر امر او حكم لاندي وي، امريكايي چارواكي په ډېر وقاحت سره وايي: كه اوسنى جمهور رئيس د امنيتي تړون سند لاسليك نه كړي نو راتلونكى جمهور رئيس به ئې لاسليك كړي!! د دې معنى يوازي او يوازي دا ده چي امريكا د افغانستان د دائمي اشغال پرېكړه كړې، غواړي د انتخاباتو د لوبي له لاري داسي څوك د اقتدار پر گدۍ كښېنوي چي تر نورو زيات سرسپارلى او مطيع غلام وي او هغه امنيتي تړون په پټو سترگو لاسليك كړي چي د افغانستان د دائمي اشغال وثيقه ده، يوازي يو ذليل فرد او ذليل ملت به د خپلي آزادۍ په بيع بل ته د سؤال لاس اوږدوي؟! هغه چي وايي: امريكايانو شپږ سوه مليارډه ډالر په افغانستان كي لگولي؛ دروغ وايي، دا دروغجن مبلغين د امريكا مزدوران دي او مأموريت ئې دا دئ چي افغانان د پرديو غلامۍ ته تيار كړي، حقيقت دا دئ چي امريكايانو يو ډالر هم له خپل جيب د افغانانو د خير او ښېگڼي لپاره نه دئ لگولى، ټول مصارف ئې يا د افغانانو له جيبونو ترلاسه كړي، يا د جاپان، عربي او اروپايي هېوادو په څېر له هغو چي سپيني ماڼۍ د افغانستان په اشغال كي له ځان سره ملگري كړي، امريكا 95% پنځه نوي سلنه مصارف يا پر خپل فوځ، يا د افغانانو په ضد جنگ، يا د اشغال د دوام په موخه پر اسخباراتي او تبليغاتي چارو لگولي، پاته پنځه سلنه ئې پر څو غيرمعياري سړكونو او دې ته ورته پروژو لگولي، هغه هم د خپلو قطارونو او انتقالاتو لپاره، دا دئ عملاً گورو چي هغه سړكونه نن او د دوى د وتلو پر مهال بېرته په بشپړه يا نسبي توگه تخريب شوي او يو دوه كاله وروسته به له اساسي ترميم پرته د استفادې وړ نه وي، د دې پروژو چاري هم د امريكايانو په لاس ترسره شوې او په هري يوې كي د مليونونو ډالرو اختلاس شاهد يو، امريكا په تېرو دولسو كلونو كي نه يو وړوكى بند جوړ كړ، نه ئې كوم نهر وايست، نه ئې كومه بيديا خړوبه كړه، نه ئې زموږ مهاجرين په خپلو كورونو كي بسيا كړل، دولس كاله وړاندي او د امريكا د بريد پر مهال مو پنځه مليونه مهاجرين درلودل، نن د كابل حكومت د مهاجرينو وزارت او د ملگرو ملتونو اړوند ادارې وايي چي په پاكستان او ايران كي پنځه مليونه افغان مهاجرين مېشت دي!! دا په داسي حال كي چي مزدورو رسنيو د اشغال په لومړيو كلونو كي په ډېر زور شور سره ويل چي مهاجرين په ډېر لوى شمېر كي هېواد ته راستنېږي!!

حقيقت دا دئ چي افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي دا ذليل پرديپال ئې وايي او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، څوك نه پوهېږي چي كه صلح تأمين شي نو نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي د دولت ډېري مالي ستونزي حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لوېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كلونو كي نږدې شپږ اتيا مليارده او څلور سوه مليونه (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! دا نن د گمركاتو د عوائدو لويه برخه د اداري فساد له كبله د غلو چارواكو په جيب كي پرېوځي، د لويو لارو امنيتي پوستې له ډرېورانو كميشنونه اخلي، كه د دې فساد مخنيوى وشي نو همدا عوائد د دولت د عادي بودجې لپاره كفايت كوي، دا نن په زرگونو جريبه دولتي زمكه په وړيا بيع د واكمنو د خپلوانو په لاس كي پرېوتې او په سلگونو ښارگوټي جوړ شوي چي عوائد ئې سلگونو مليونو ډالرو ته رسېږي، كه دا كار د دولت له لوري ترسره شوى وى نو له يوې خوا به د ډېرو بې وزلو او بې كوره افغانانو ستونزي حل شوې وې او له بلي خوا به هغه مبالغ د دولت خزانې ته انتقال شوي وو چي نن د زورواكانو په لاس كي پرېوځي، كه دولت وتوانېږي چي اوبه مهار كړي، پرې نږدې چي زموږ اوبه گاونډيو هېوادو ته وړيا په لاس ورشي، بندونه جوړ كړو، شاړي بيدياوي خړوبه او سمسور كړو، د برېښنا د توليد په اړه ترې استفاده وكړو، نو يوازي د برېښنا عوائد به ئې دومره وي چي د دولت د عادي بودجې څو برابره به وي، دا نن پاكستان دې ته اړ او چمتو دئ چي د كنر پر سند د بند جوړولو په اړه پانگونه وكړي، له دې سيند د ابتدايي څېړنو له مخي او په لومړي پراو كي يو زر شپږ سوه ميگا واټه برېښنا ترلاسه كېدى شي، شپږ سوه ئې د كنر، ننگرهار، لغمان او كابل لپاره كفايت كوي، زر ميگا واټه ئې پر پاكستان پلورلى شو، قيمت به ئې هم د اوزبكستان او تاجكستان تر هغي برېښنا زيات وي چي پاكستان ئې له دې هېوادو د پېرلو اراده لري، ځكه كنر ورته نږدې دئ او د انتقال مصارف ئې د هغو هېوادو د برېښنا په نسبت ډېر لږ دئ، زموږ زمكه او اوبه د نفوس په پرتله دومره زياتي دي چي د اوسني شمېر څو برابره نفوس ته غله او مېوه وركولى شي، يوازي د كنر د سيند د اوبو په مهارولو سره كولى شو شپېته زره جريبه زمكه د گمبيري په دشتي كي او لسگونو زره جريبه زمكه د كنر سيند په ژيو كي سمسوره كړو، دې ته ورته كارونه په شمال او غرب كي كولى شو، نن زموږ اوبه په وړيا توگه گاونډيو هېوادو ته درومي، پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر... داسي دي چي د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي او پانگوني   ته راوړاندي كېږي. ډېر بين المللي مؤسسات شته چي د امنيت په صورت كي په دغو اقتصادي برخو كي پانگونه وكړي، موږ دې ته ترجيح وركوو چي دغو مؤسساتو ته د پانگوني مناسب شرائط برابر كړو، دا هم بايد ديوه مسلمان په توگه په پام كي ولرو چي د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.

6- هناك دور كبير الجميع يتوقعه من شخصكم، لما لديه من تاريخ طويل فى العمل المقاوم في افغانستان ‏فما الذي تقولونه للشعب الافغالى؟

ځواب: افغانانو ته مي پيغام دا دئ چي د پرديپالو جگړمارو مرسته ونه كړي، هغه چا ته رأيه ورنه كړي چي د پرديو په چوپړ كي دي، پرون ئې د شوروي ځواكونو غلامي ته ملاتړلې وه او نن د امريكايي اشغالگرانو اجير جنگيالي دي، او د روان دردوونكي حالت دوام غواړي، د هغه چا ملگرتيا وكړئ چي د خپل هېواد آزادي غواړي. موږ د بحران عادلانه او تلپاته حل غواړو، كه جهاد ته دوام وركوو او په سنگرونو كي وسله په لاس ناست يو او كه د صلحي طرحي وړاندي كوو، هر څه چي كوو او هر گام چي مخكي ږدو د خپل ملت سعادت او د خپل هېواد آزادي مو اصلي او لومړنى هدف دئ، په دې لار كي هري قربانۍ ته چمتو يو. 

7- في رأيكم، هل الشعب الأفغاني الآن مؤهل للمرحلة المقبلة؟ ‏وهل أنتم وحزبكم لديكم تصور حول احتياجات الشعب وعلى مستوياته المختلفة؟

ځواب: په دې بشپړ او نامتزلزل باور لرو چي افغانان كولى شي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، پياوړې مټي لري او لوړ همت، څه ته چي زموږ مؤمن ولس ضرورت لري هغه د بهرنيو ځواكونو وتل او د بهرنيو لاسوهنو توقف دئ، په مخكني ځواب كي مي د دې تفصيل وړاندي كړ.  

8- متى تتوقعو أن تعيشو بصورة آمنة فى افغاستان، وما هو السبيل إلى عودة الأمن لهذه البلد؟

ځواب: كه څه هم باور لرم چي دا حالت د اوږدې مودې  لپاره دوام نشي كولى، امريكايان او ملگري ئې له وتلو پرته بله چاره نه لري، إن شاء الله د دوى له وتلو وروسته به ډېر ژر زموږ په هېواد كي ډاډمن امنيت تأمين شي، خو زه د ژوند تر پايه د اوسني حالت زغملو او د آزادۍ لپاره د هر راز ستونزو گاللو ته چمتو يم، هيڅكله به له خپلي مبارزې لاس وانه خلم، او هيڅكله به د بهرنيو ځواكونو شتون په خپل هېواد كي ونه منم.

د امنيت د تأمين يوازينۍ لار دا ده چي بهرني ځواكونه ووځي، افغانان پرېږدي خپل برخليك په خپله وټاكي او خپلي ستونزي په خپله حل كړي او د خپلي خوښي اسلامي نظام جوړ او د اعتماد وړ اهل مشران غوره كړي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته