ګرانو لوستونکو افغانانو اسلام علیکم ! نن درته د یوی داسی مهمی مسًلی په باره کښی داسی واقعیتونه لیکم۰ او له تاسو محترمو سره یی شریکوم۰ چی تر اوسه زمونږ په وطن ددوی طبقی خلکوسره هیچا غمرازی ښودلی نه ده۰ او ما دداسی بی وزلو انسانانو د ژوند حالت په خپل سترګو ولید لو۰ د نوموړو کومی کومی ارزوګانی او هیلی چی دوی یی په خپلو زړونو کښی لری۰ مګر دوی بی چاره ګان چی په دی ټولنه کښی څو مره په مشقت سره ژوند کوی۰ ددوی په حال یو الله(ج) پوهیږی۰ او له تاسو څخه زما دا هیله او ارزو ده۰ چی ددی خلکو د مسلم حقوقو لپاره تر خپله وسه کوشش وکړۍ۰ دا یو داسی بی چاره خلک دی۰ چی نه په نارینه او کښی راځی ۰ او نه په کاملو ښځوکښی! نارینه یی په خپلو صفونو کښی نه پریږدی۰ او ښځی یی په خپلو صفونو کښی نه پریږدی۰ دا ډله خلک به څوک وی۰ ۰ ماهم پخوا ددی خلکو څخه دومره معلومات نه لرلو- خو څه موده مخکی می یو صمیمی ملګری او دوست زما خواته راغللو۰ او ماته یی وویلو۰ چی دوسته تاته خو معلومه ده۰ چی شپږ کاله مخکی می ښځه د زړه د مریضۍ په اساس ددی فانی دنیا څخه تللي ده۰ یو ځوی او یوه لور راته تری پاتی شوی دی۰ چی زوی می زلمی شو۰ او واده می ورته وکړو۰ نو دی نازولی زوی می ځان راته لیونی کړو۰ په سر کښی می د خارج هوا پیدا شوه۰ او د خپلی ښځی سره کاناډا ته مهاجر شو۰ زه یوازی د یوی لور سره په خپل کور کښی پاتی شوم۰ لورمی هم پیغله شوه۰ او د ځان سره می وویل۰ چی د خپلی لور ځواني مه خرابوه۰ نوپه خپلواو خپلوانو کښی می یو ښه تحصیل یافته ځوان ورته خوښ کړو۰ او زما د لور رضا پکښی هم موجوده وه۰ خپله لور هغی ته په شرغی نکاح واده کړه۰ زوم اولوردواړو یو دوه کاله زما د مشکلانو په اساس زما سره په یو کور کښی اوسیدل۰ خو تیره ورځ می زوم راته وویل۰ چی ورونه اوخپل خپلوان می راته پیغورونه راکوی۰ چی ته د خسر کره اوسیږی۰ زه نور غواړم ۰ چی خپله ښځه د ځان سره د خپل پلار کورته یوسم۰ ما ورته وویل۰ چی ستا خپله خوښه ده – چی دلته اوسیږی۰ او د پلار سره دی او سیږی۰ نو هغوی دی هم راڅخه د خپل پلار کور ته لاړل۰ زه اوس تنها پاتی یم۰ تراوسه پوری خو می زړه نه غوښتل ۰ چی واده وکړم۰ اوس خو والله ډیر مجبور یم ۰ ځکه د وظیفی ستومانی د کالیو مینځل ډوډی تیارول او مسافری او تنهایی راته نور ډیر سخت مشکل دی۰ نو ګرانه وروره هیڅوک خپل سر پخپله نه خروی۰ ختماً د یو چا څخه کومک او همکاری غواړی۰ زه هم ستا خواته راغلی یم۰ یوه داسی اصیله جلۍ چی زما د سن سره مناسبه وی۰ او تنها زما د کور دروازه پری خلاصه شی۰ راته کوشش وکړه ۰ نو ما ورته وویل ۰ چی ستا سن خو زیات دی۰ او څو کلنه جلۍ خوښوی۰ نو دی راته وویل ۰ چی زما عمر پنځه پنځوس کاله دی۰ او داسی جلۍ چی ددی څلویښتو کلونو په عمر کښی وی۰او یا که ددی څخه لږه ککم اوزیاته وی۰ خیر دی۰ که د بچیو راوړلو هم نه وی۰ ز ما قبوله ده۰ د نوموړی دوست خبره می د ملګرو او دوستانو سره شریکه کړه۰ اخر یو انډیوال می راته وویل۰ چی ګرانه پلانکي خان خو ستا دوست دی۰ دهغی یوه ډیره ښکلی خور په کور کښی پیغله ناسته ده۰ اوعمریی هم ددی څلوویښتو کلونو په شاوخوا کښی وی۰هغی ته ورشه ۰ او خبری او مرکه پری د خپل انډیوال لپاره وکړه۰ شاید چی خو ښه به یی راشی۰ نو دی خپل کونډ دوست ته می خبر ورکړو۰ او ورته می وویل۰ چی لور اوزوم دی هم د ځانه سره راوړه۰ چییوه جلۍ می درته درکی کړی ده۰ چی ستا لور دا جلۍ وګوری۰ او که چیرته دالله جل جلاله رضا وه ۰نو دستمال به یی د رته واخلم۰ نو دوست می د خپلی لوراو زوم سره یو ځای راغی۰ او د نوموړی جلۍ د کور په طرف ور روان شو۰ دجلۍ کورته چی ورسیدو۰ نود جلۍ دکور دروازه مو ور ټک ټک کړه۰ د جلۍ ورور را ووتلو ۰ او زمونږ سره ښه روغبړاو ستړی مشی وکړو۰ نوزما ددوست لور یی کورته داخله شوه ۰ او مونږ ه یی په خپله حجره کښی کښینولو ۰نو د پښتنو د دوستور مطابیق یی اول راته چای راوړلو۰ او بیا د چای خوړلو په جریان کښی مو ورته د خپلوۍ یاده هم وکړه۰ هغی راته وویل۰ چی دا خو نیک کاردی ۰ خدای(ج) دی وکړی ۰ چی زما خور راضی شی۰ خو زه هم نه پوهیږم۰ د کومی ورځی څخه چی زما مور او پلار مړه شوی دی۰ ډیری مرکی می پر لور ځی اوراځی۰ خو زما خور بس همدا یوه خبره کوی۰ چی ورونو ما مه خفه ګوۍ۰ زه په خپله خو ښه او پخپله رضا سره میړه نه کوم۰ که اوس چیرته خدای تعالی می خور راضی کړی۰ او زما د خور په زړه الله تعالی د خپل رحم اوبه توي کړي۰ زه به د خوشحالۍ نه نذرونه او خیراتونه ورکړم۰ نو د جلۍ سره زما د دوست لور او ددی جلۍ وراندارګانو او بعضو میلمانو ښځود واده او میړه کولوخبری وکړی۰ خو جلۍ همدا یوه خبره کوی۰ چی زه په خپله خوښه میړه نه کوم۰ اخردا جلۍ ددی ټولو د سوالونو او زارۍ کولو څخه تنګه شوله۰ نودی جلۍ دی ټولو کوربنو او میلمنو ته وویل ۰چی تاسو په نیمه نه پوهیږۍ۰ چی زه واده ولی نه کوم۰ نو تاسو دا میلمه مرکچین حاجی صاحب ماته راوړلۍ۰ چی زه هغه پوه کړم ۰ چی زه ولی میړه نه کوم۰ تاسوخو زما په خبرو په رمزباندی پوه نشوۍ۰ چی زه هغه پوه کړم۰ چی زه ولی واده نکوم۰ نو خپل ورور یی زما پسی ر اولیږلو ۰ نوکله چی زه د جلۍ کورته ورتلم۰ نو په زړه یو عالم سوالونه او تشویشونه را پیدا شول۰ خو الله(ج) می یاد کړو او ورغلم۰ نو جلۍ د ستړی مشو څخه ورسته راته وویل۰ چی حاجی زه تا اوس په نیمه پوه کوم۰ خو احتیاط وکړه ۰ چی څوک راباندی چی ختی! زما سکني ورورنه ورندارګانی او کلیوال هم راباندی خبر نشی۰ چی بیا به می ورونه او وراندارګانی د خپل کوره څخه وشړی۰ او زه بیا چیرته لاړه شم۰ نو د کور د خلکو څخه لږ شانی رامخکی شوه۰ اوخپله شایی د هغوی طرف ته کړه۰ او مخ یی زما په طرف کړو۰ او خپل پلو یی د مخي څخه اوچته کړلو۰ ماته وویل ۰ چی ته اوس وګوره او پوه شه ۰ چی زه ولی میړه نه کوم – ما چی دا بی چاره ولیدله ۰ نو پوه شوم ۰ چی والله نرښځی دی۰ ځکه سینی یی نه معلومید لی۰نومادا راز تردی وخته پوری د خپلو خپلوانو او ختی! ددی دورونو او وراندا ګانو څخه پټ ساتلی دی۰ او ددی خبرو سره د جلۍ دستر ګو څخه د غمناکو او ښکو باران راروان اوجاری شو۰ زه خدای(ج) شته دی ۰چی ډیر زیات خفه شوم۰ او ځانه سره می وویل ۰ چی خدایه تا دی جلۍ ته څومره ښکلی اندام او ښکلی سیرت او صورته او پوهه ورکړی ده۰ خو دا بیچاره اوس پداسی حالت کښی ده۰چی نه د نرو او نه د ښځو په ډله کښی ناسته او پاسته کولی شی۰ نو دی جلۍمی ته وویل ۰ چی لوری ژاړه مه کوه۰ مونږه خو ستا خوشبختی غوښتله ۰ او ته چی میړه نکوي ۰مونږ خو یی په زوره درباندی نه کوو۰او نوره دی نه په تکلیف کوو۰ او هیڅوک می پری پوه نکړل۰ او څلور واړه بیرته تری خپل کورته را راوان شو۰ او کورته راغلو۰ ګورم چی زما یو بل ملګری پس له ډیری مودی زما لیدلو ته د یو لری ولایت څخه میلمه راغلي دی۰ نو خدای شته ۰ ډیر خوشحاله شوم۰ د روغبړ نه وروسته یی را پوښتنه وکړه۰ چی دوسته !کرۍ ورځ می ستا په مهمانخانه کښی تیره کړه۰ خیریت خو وه۰ چیرته تللي وۍ۰ او دا ملګری چی د رسره دی۰ راته یی معرفی کړه۰ چی څوک دی۰ اوڅه دی کیږی۰ نو ما ورته وویل۰ دا می ستا پشانی انډیوالان دی۰ او شپږ کاله کیږی۰ چی د ددی ښځه مړه او دا بی چاره کونډ شوی دی۰ اونن ورځ ددی لپاره د یوی جلۍ کورته د مرکي لپاره تللي وه۰ چی هغه جلۍ ورته نامزاد کړو۰ خو هغی د میړه کولو نه اینکار وکړلو۰ که تاته ستاسو په کور اوکلي اواولس داسی جلۍ موجوده وی ۰چی عمریی د څلویښتو کلونو په شاوخوا کښی وی۰ تقوه داره مسلمانه ایمانداره جلۍ وی۰ نو په مرکه به ورکره لاړ شو۰ چی ددی انډیوال کور می اباد شي ۰هم ثواب او هم خرما !ددواړو به کورونه اباد شی۰ نو دی ملګری می راته مخ راواړوه۰ چی والله زمونږ په کلی کښی په همداسی صفاتو سره یوه ډیره حسینه تقوه داره ایمانداره جلۍ چی ختی! تر اوسه یی په رڼا کښی یی چا مخ ندی لید لی ۰ موجوده ده۰ چی په تنهایی سره د خپل پلار د کور په یوی زړي کوټه کښی ځانته د خپل سکنی ورونو او وراندارګانو څخه جدا اوسیږی ۰ورونویی ځانته نوی کلا جوړه کړی ده۰ او هغوی په نوی کلا او ځای کښی اوسیږی۰ او دی جلۍ تر اوسه پوری یی میړه نه دی کړی۰ نو مونږ ټولو تصمیم ونیولو۰ او په سبا باندی ددی جلۍ کورته ور روان شو۰ هلته چی ورسید و۰ نو زما انډیوال دنوموړی جلۍ کورته ورغي۰ او هغی ته یی وویل۰ چی زما دوستان د ډیر لری ولایت نه ستا لیدلو ته راغلی دی۰ او له تا سره کوم ضروری کار لری۰ نو هغه لدی نه ناخبره وه ۰ چی دوی زما په مرکه راغلی دی۰ نومونږ ته یی اجازه راکړه۰ او کورته یی ورغلو۰ په غریبۍ کښی یی راته ښه اخلاص کړی وه۰او څه یی چی په وس کښی وه۰ښایسته ناشته یی تیاره کړی وه ۰ او خپله د یوی پردی شاته ناسته وه۰ او بی چاره حیرانه وه ۰ چی دوی به راسره څه کار لری۰ مونږ ورته د خپلوۍ او مرکی خبره ور مخکی کړه۰ نو دی راته وویل۰ چی زما دا کلیوال اګر چی ډیر ښه سړی دی۰ که چیرته تاسو نه خفه کیږۍ۰ نو زه به تاسو کښی د یوه نفره سره په تنهایی د زړه خبری وکړم۰ نو زما نورو انډیوال د چایو څښلو څخه وروسته د باندی ووتل۰ او انتظار شول۰ او زه ورسره تنها پاتی شوم۰ نوهغی راته خپله قیصه داسی بیان کړه۰ ګرانه وروره! زمونږ د کلی خلک ښه پوهیږی۰ زه حسینه او په صحت اواندامونو جوړه یم۰کوم غیب می نه لرلو۰ زما زړه هم غو ښتل۰ چی بچی می دی وایی ۰ کور می دی وایی۰ او خوشحاله ژوند می لرلې۰ نو دا دالله(ج) کار دی۰چی زه یی داسی پیدا کړی یم ۰ چی ظاهری صورت د ښځو پشان دی۰ مګر په اصل کښی ښځه نه یم۰نو همدی کبله می ورونه راڅخه جدا اوسیږی۰ اګرچی زما اندامونه که څه هم د نارینو پشانی کار نکوی۰ خو بیا هم می څوک دا ورونه او وراندار ګانی پوه کړی۰زه اوس د کلیوالو په زکاتونو او خیراتونو خپلی شپی او ورځی تیروم۰ د کلی خلک راڅخه خبر نلری۰ نو د همدی امله د ورځی په رڼا کښی د اوبو پسی ختی! د تندی څخه مرمه نه اوزم- دا چی کلیوال راباندی پوه نشی۰ اویا راپوری کومه بده خبره ونه تړي۰او ستا څخه زه دا ارزو لرم۰ چی ختی! زما دا کلیوال چی ستاسی یی تر دی ځایه پوری په تکلیف کښی کړی یاستۍ۰ دا هم خبر نشی۰ او رڼی رڼی او ښکی پر سپین را رونی ویی۰ نور په ما کښی د دی غمجنوخبرو اوریدلو طاقت نور پاتی نه وه ۰ او په پټه خوله یی تر کوره را روان شو۰نو دهغی کلیوال ملګری ته می وویل۰ چی ستا کلیواله وایی۰ چی زه مریضه یم۰ او میړه ته تبع نه راځی۰ اود خپل انډیوال نه مو اجازه را خستله۰ او خپل ولایت ته ستړی ستومانه راروان شو۰ په لاره کښی څو ځلی راڅخه دی انډیوال چی په مر که یی تللی وه۰ پو ښتنه وکړه۰ چی انډیواله څنګه شوه۰ مرکی سر ونیوه او که نه! زه به بی ځوابه پاتی شوم۰ او یا به می خبره په بل طرف واړلوله۰ اخر یی په ډیرو پوښتنو سره تنګ کړم۰ نو مجبور شوم۰ ورته می د خولی داسی الفاظ ووتل۰ چی وروره ! ته چی څلویښت کلنو ښکلو جنکیو پسی ګرزی۰ او مرکی پری کوی۰ ایا چی جلۍ ښکلی او ښه دینداره مسلمانه وی۰ نو تر څلویښت کلونو عمر پوری پاتی کیدای شی۰ ختماً یو نفربه یی کوی۰ او په کومو دوو څلویښت کلنو مو تاته مر کی وکړي۰ د واړه نرښځیان اوختل۰ نو که غواړی ۰ چی د نر ښځی سره واده وکړی۰ نو درته به یی وکړو۰ ملګری می د خندا شین شو۰نو وی ویلی چی ای تندیه مات شی ۰سر دی په نرښځو دی۰ نو زمونږ خبرو ته زمونږ تر څنګ یو بل سوارلۍ والا غوږ نیولی وه۰ نو ماته یی وویل۰ چی ما ستاسی ټولی خبری واوریدی۰ که اجازه راکوۍ۰ زه به هم د رته یو د همداسی خلکو په باره کښی قیصه وکړم۰ نو نوموړی زمونږ د خبرو اوسفر شریک شو۰ او خپله قیصه یی راته داسی شروغ کړه ۰ ا و ویی ویل ۰ چی زما یو دوست وه۰ د پیښور د سر بند په کلی کښی اوسید لو۰ د زوی د واده کارت یی ماته راولیږلو۰ نو زه هم د خپل دوست په خوشحالیو کښی د ګډون لپاره د هغی کور سربند ته ورغلم۰ ماښام چی ډوډۍ یی میلمنو ته ورکړه۰ نو یو ډله ځوانو هلکانو د ښار نه یوه ډله هنر مندان چی مونږ ورته ډمان وایو راوړل۰ او ناوخته یی سیال شروغ کړو۰ دری نفرو دجنکیو ښایسته کالی اغوستی وه۰ او داسی ګډا یی کوله۰ چی تا به ویلی- چی دا ځمکه یی د خپلو ښپوو سره اسمان ته پورته کړه ۰ نو دی نڅاګرو جنکیو د پیسو په ټولول شروغ وکړه۰ نوکله چی زما خواته راغللي۰ نوما ورته وویل۰ چی تاسی څومره ښکلی هستۍ۰ او دا د ګډا کسب کوۍ۰ ولی مړونه نه کوۍ۰ کورونه به مو اباد شی۰ اولادوه به موشي ۰ نو دوی راته وویل۰ چی کاکا جانه لکه چی اول ځل دی دی۰ چی زمونږ سیال ته ناست یی ! ماته ورته چی هو ۰ نو دوی راته وویلو۰ چی کله وقفه شوله۰ زه تاته د میړه نه کولو علت وایم۰ نو کله چی سیال خلاص شو۰ نودا یوه بی چاره راغله۰ او ماته یی وویلو۰ چی کاکاجانه ! تاته داسی ښکاره کیږی۰ چی مونږ د مستۍ د هر چا په ودونو کښی ګډ یږو۰ داسی نه ده۰ زمونږ زړه هم داسی غواړی۰ لکه ددی ځوانانو پشانی چی اوس یی واده دی۰ داسی شاه او شاوو شوی وایی۰ کور مو وایی ۰ بچی مو وایی – مکتبونه فاکولتی او ختی! ښی وظیفی مو لرلې ۰خو نه پوهیږو۰ چی خدای تعالی مونږ او یا زمونږه مور او پلا ر په کومه لویه ګناه کښی نیولي دی۰ – چی جزایی مونږه بی چاره ګانو ته راکول کیږی۰ مونږ ه دری واړه چی دا اوس ستاسی په مخ کښی ګډاګانی کولی ۰ نرښځی یو۰ پلار او مور مو چی مړه شول۰ ورورنو او وراندارګانو می د خپل کوره څخه وشړلم۰ او مجبوره شوم۰ چی ډبګرۍ بازار ته راغلم- اوددی خلکو دی کور ودان وی۰ زما غوندی مجبوره داسی ډیر نر ښځیو ته یی پناه ورکړی۰ او که دوی دا کار نه وایی کړی۰ نو ته فکر وکړه مونږ به کولی ۰او چیرته به تللي۰ اوس د یو او بل په وادونو او خوشحالیو کښی ګډیږو۰ یو څه روپۍ مونږ ته اویو څه روپۍ دی خلکو ته چی مونږ ته یی ځای راکړی دی۰ برخه رسیږی۰نو ما چی ددی داخبری واورید لی۰ دا یوه لویه ستونزه ده ۰ چی زمونږ په وطن کښی موجوده ده۰ چی د هیچا ورته فکرو پام نشته دی۰ همدارنګه تیر کال یو ه ځوانه جلۍ چی د غره نه لوید لی وه ۰ او د ملا تیر یی مات شوی وه۰ تر لوید لو پوری پری ختی! د خپل کور خلک هم پوه نه وه۰ چی دا نرښځی دی۰ په شفاخانه کښی چی کومی نرسی ورته د متیازو لپاره پیپ یا کتیتر اچولو ۰ نو چی ګوری۰ چی ټول شکل یی د پیغلی جلۍ په رنګ مګر د نارینو پشانی اله تناسلی لرله۰ نو هغی نرسی د کتیتر تیرولو څخه ورته اینکار وکړو۰ نو پیوازانویی نارینه ډاګټرانو ته د کتیتر د تطبیق نه اینکاری شول۰ اوخپل مریض یی په بد حالت ددی لپاره چی سبا ور پوری څوک ونه خاندی۰ مریض یی د شفاخانی څخه خپل کور ته یوړلو۰ یو څو ورځی پس نوموړی جلۍ له نه تداوی څخه په خپل کور کښی مړه شوه۰ او پلارګنۍ یی ختی! د جنازی په وخت کښی هم مولوی د شرم نه حال ونه ویلو۰چی خلکو یی د جنازی نیت هم زنانه او په حساب سره و تړلو ۰ همدا رنګه تیر کال یو جلۍ چی یو هلک ته واده شوی وه۰ او د واده شپی پوری ختی! مور او پلار یی پوه نه وه ۰چی دا هلک دی او جلۍ۰ د واده په شپه باندی معلومه شوه ۰ چی جلۍ نرښځی دی۰ ددی لپاره چی د کور او کلی د شرم نه خلاص شی۰ یو وړوکی شان عملیات یی ورته په شفا خانه کښی اجراکړو۰ او په تلویزونو او مطبوغاتو همدا اوازی خپری شوی۰ چی د جلۍ نه د غملیاتو پواسطه هلک جوړ شو۰ دا کار چی د هلک نه جلۍ او د جلۍ نه هلک جوړول ددی اوسنی طبابت نه لری خبره ده۰ اصلاٍ دا جلۍ داولی ورځی نه نرښځی وه۰ او داسی په زرګونو همدارنګی خلک به نر ښځی موجود وی۰ خو بی چاره ګان د شرم څخه په پټه خوله ژوند تیروی۰او خپل حال نه وایی۰ زما ددی راتلونکی دولت ۰ حقوق بشر او مدنی ټولنو مرستونونو څخه دا هیله او ارزو ده۰ چی داسی خلکو ته د تحصیل وظیفی اود یو شرافت مندانه ژوند تیر کولو زمینه برابره کړی۰لکه څنګه چی هغه ښځو ته چی د مړونو کورنی اختلافات لری۰ د هغوی لپاره د سولی پنامه کورګي جوړوی۰ باید دغه بیوزلو نر ښځو سره هم کومک او مرسته وکړی۰ او زما دی لیکنی ته هسی فکر ونکړی۰ ځکه دا هغه خبری د همدغو مظلومانو غوښتنی دی۰ چی ما ددوی بی چاره ګانو څخه را ټولی کړی دی۰ ځکه دوی افغانان دی۰ ددی وطن په ابادولو کښی تری باید کار واخستل شی۰
والسلام