زما یوه ډاکتر ملګري راته کېسه کوله. ویلې یې چې زما دوه ملګري وو، دواړه په یوه وخت کې د دیني زده کړو لپاره مدرسې ته لاړل. څو کاله وروسته دواړه طالبان عالمان شوي وو، خپل کلي ته راستانه شول، یوه مولوي صیب وړه دوره کړې وه ، خو خبرو یې ډېر تاثیر در لود او دې بل مولوي صیب لویه دوره کړې وه، خو خبرو یې د کلي په خلکو چندان تاثیر نه درلود. ما د لویې دورې والا څخه پوښتنه وکړه، ولې ستا خبرو ته د کلي خلک غوږ نه نیسي او دې مولوي صیب ته چې له تا څخه یې کمې زده کړې دي د هغه خبرو ته هر څوک غوږ نیسي، علت یې څه دی؟ هغه راته وویلې، چې ډاکتر صیب زما او دهغه دومره فرق دی، چې هغه له کوره دروند دی او زه له کوره سپک یم. د وړې دورې والا مولوي صیب او د لویې دورې والا مولوي صیب تر منځ توپیر همدومره وه. نور دواړه ښه پرهیز ګاره ول، ښه عالمان ول، خو خدای دې څوک له خپله کوره نه سپکوي.
دا کېسه مې په دې خاطر درته و کړه، چې زموږ مشران پخپله له پښتنو څخه سپک دي. د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د پیل په غونډو کې هر وکیل صاحب ولسمشر کرزي پسي ښکنځلې کولې، په همدې عینې وخت کې کوم یوه د خلیلي صیب نوم اخېستی وه، خو د ځواب لپاره یې یوه هزاره هېوادوال ورته ویلې و، چې ( شما به قوم ما توهین میکنید)، یوه بل بیا د مارشال صیب نوم اخېستی وه د هغه پلوي ورته ویلې و، چې ( شما به یک مجاهد توهین میکنید)، خو کرزی صیب د ټول هېواد ولسمشر و، خو پښتون و ټول ور پسې لګیا ول، یوه پښتون ورته پیدا نشو چې ورته ووایي هغوی دواړه که ستاسو استازي دي، خو دی هم زموږ د قوم استازی دی که، چې دفاع یې تر ې کړې وای او ورته یې ویلې وای چې تاسو پښتون قوم ته سپکاوی کوئ، له ټولو مخکې خپلو پښتنو ور پسې سپکې سپورې ویلې.
هغه چې ريښتینی اتل دی، شپه او ورځ یې جهاد کاوه او کوی یې، د خپل هېواد دفاع یې د اسلام په نوم کوله، خپل کور، بچیان، دوستان او کلی یې پرېښی وو، نن یا الوګان خرڅوي او یا که غټ ابتکار یې کړی یو حلال تجارت یې شروع کړی دی. علت یې دادی، چې موږ پخپله د خپل ورور پښې وهو خپل مشر راته مشر نه ښکاري، هغه چا چې د هېواد لعل یې د جنګ ګټلو په خاطر په نورور هېوادونو خرڅ کړل نن د هېواد اصلي اتل دی، په ټولو چوکونو کې یې عکسونه ځوړند دي، دا ولې؟ ځکه په اتفاق دي. دوی د کفارو ورونه دي که پخپلو کې هر څومره سره وران وي، خو مسلمان ته بیا سره یو دي، دوی هم پخپلو کې سره ښه وران دي یوازې پښتنو بد بختو ته سره یو دي.
ډاکتر عبد الله عبد الله او یونس قانوني چې په ښکاره د ناټو ځواکونه ته د افغانانو د وژلو او کوونو د تلاشۍ اجازه ورکړې وه، هېڅوک یې نوم نه اخلي ځکه له خپل قوم څخه درانه دي، که دا کار کوم پښتون کړی وای، یا به مړ وه او که مړ نه وه، نو د زندان د تورو دروازو تر شاه خو به پروت وه.
لطیف پدرام، انور سعادتي په ښکاره په میډیا کې د پښتنو پسې خو څه کوې، رېښتینې اتلان یې و ښکنځل سرې سترګې ګرځي. نه یې څارنوالي نیسي او نه یې ملي امنیت، خو جنرال طاقت همدومره ویلې و، که افغانستان څوک نه مني هغوی حرامیان دي او دا یې حقیقت ویلی و، سمدیستي څارنوالۍ هم و نیوه او ولسمشر هم له میډیا منع کړ، د څارنوالۍ لخوا ټولې میډیا ته مکتوبونه و لېږل شول، وروسته له دېنه جنرال طاقت ګردي میزونو ته و نه غواړئ. د ژوندون تلویزیون سیاسي خپرونې په تعلیق کې شوې او یون صاحب ته هم د مرګ ګواښونه وشول. بیا طلوع تلوېزیون چې ټوله ورځ د پښتون قوم د سپکوالي پسې یې را اخېستې نه ورته ولسمشر څه وایي او نه هم لویه څارنوالي.
کب چې هر وخت له اوبو راوباسې تازه وي. اوس هم سرې وخت دی، راځئ چې سره یو شو یو کېږو ګنې ور کېږو. دا د غلجي او دراني کېسې پرېږدئ، پخپلو کې سره په یوه اتفاق شئ. اوس خو لا ښه ده د مامور په پوست خو مو خلک په وزارتونو کې پرېږدي راتلونکي لسو کلونو کې کیدای شي څوک مو د مامو په پوست هم پرې نږدي ځکه موږ خو د خپلو ورونو پښې وهو، او هغه نور بیا یو دبل حمایه کوي.
د سر لوړي او یو موټي افغانستان په هیله!