کله چې د ګران هېواد افغانستان په پراخو دښتو، شلنو،جلګو او زر غونو رغونو د پسرلي د خوږو نغمو او وږمو بهير پيل کاوه نو د سقاوې په دښته کې به هم د شنو ميدانو پر لمن د غلجيانو تورې کيږدۍ ودريدلې ماته به هغو شپو کې د ټولو ښکلا ګانو او رمزونو طبيعي حالت ، سکون، معيار، اهميت، پيدايښت د ښو او پاکو هيلو د بې قيده او شرطه، د بې فساده او خيانته، دبې رسالته او بې کرامته ددې دنيا د ساحر طبيعت څه بل راز ښکارېده!
دغه کوچيان به وروسته له ډير وخت څخه له تودو سيموڅخه راتلل او په ډير شور او ځوگ د هسکو سيمو له برخو لکه : شا جوى، ګيلان، هلمند او نور له لارې لکه ستر او مقتدر پوځونو ډله ډله تېريدل که څه هم په پښه کې سره بيل وه خو بيا يو ه قوم او قبېلې په شان ښکارېده.
د کوچيانو د رمو رمبهار، داوښانو اوږده اوږده کتارونه، د شپنو د شپېلۍ سندريزې څپې،د مالدارو مازديګرنۍ نارې او د شنه اسمان تر روښانه او پاکه لمن لاندې د افغانانو د ژوندانه له ښکلا ډک او ساده منظره چيرې چې نه سياست وه او نه منا فقت ، نه دروغ وه او نه فتنه، نه وژنه وه او نه مېړنه، نه خر څلاو وه اونه غلام ،نه بهر وه او نه اظهر،نه دا وه او نه هغه، نه کونډه او رنډه، نه خاين وه او نه هېواد پلرونکئ .........
هو! د تورې کيږدۍ تر مخ د اورونو له لمبو سره د افغاني فولکلور دغه مصرع چې وايي:
سبا به بيا کډې باريږي
ددښتې ګلان به ستا لمنه بويوينه
په هغو شپو کې چې اسمان شين وه. ژوندرنګين وه نيکمرغه هېواد او روا ارمانونو په جاده کې د انساني هڅو له منډو سره نور هم ښکلا او رنګينې کې نغاړلې وه. د کوچيانو د کيږديو په کتارو کې دسا راېې ګلانو تازه بوټي د ښکلو رنګونو سره هر چاته خپلواک ، ستر، مطمن، نوراني دا هغه خلک وه چې يواځې د خوږواو ډاډ ګېرونو شيدو او مستو دغه مظلوم ولس له دې ځايه پورې رارسولئ. دې ولس صبر درلود او مقا ومت ، عظم ېې درلود او اراده او ډير ښايسته ښکارېده......... نه بن ته اړ وه او نه بل ته!.
خو اوس کرکې ډيرې شوې ، فتنې بې شمېره شوي او د يوېشتمې پېړۍ يو تيوب، لاسي تيلېفون ، د ساختګي او جعلي ويديو کليپونه په مستو منظرو ترتيب شوى او له انساني نزاکت وتلي کارونه چې نه سر لري او نه اخر دا ټول هغه کارونه دي چې د ژوندانه ټلې برخې ېې له حده زياته متاثره کړى دا هغه وخت چې پسرلئ هم ور باندې شرميږي او ستونزه ېې له نيوکې او انتقاد څخه لوړيږي. په ځينو برخو کې تر دې پورې چې منافقتونو نن سبا په هر څه کې ډير دود شوى حتي هغه څوک چې د پوهې اوواک خاوند ځان بولې نه ور باندې شرميږي . پيښې او تقليد په ډيرو شيانو کې ليدل کيږي ان تر دې پورې چې په ټول ټاکنو کښې ېې تاسې ليدلاى شي.نو کله چې د پسرلې په دې ښايسته شيبو او لحظو کې دغه بدلون ويني دا رنګين، خوښ پسرلۍ هم ورته حيران پاتې دى.هغه وخت زما ماشوم او وړوکي زړګي هم بې له ښکلا بل څه نه ليدل دکرکې او نفرت سره لا بلد نه وه ،سره ددې چې هغه شپې اوورځې هغه خپلواکي او عزت، هغه غيرت او همت او هغه انساني کرامت چې بې له هر ډول تګلاري څخه د ولس ترمنځ، د افغانانو خړو جونګړ واو تورو کېږ ديو کې وه بيا را تلونکئ نه ده.دغه ډول ځپې د اوسنۍ پسرلي سره ملګرى نه دى ځکه اوس د مادي ژوند برخې پر ډيرو انسانانو حاکمې دى.سهار چې به لمر سر له اوچتو غرونو ( کوه بابا، سپين غر، پامير او هندوکش) راپورته کړاو زمونږ سيمې ، کلي او ښارونه به ېې په خپلو زرينو وړانګو په غيږه کې ونيول نو د ژوندانه د ټولو پاکو هيلو هڅې او بهير هم پيل شو. بزګران به له خپلو مالداريو د شنو دښتو په زرغونو کروندو کې په کار بوخت وه ميندو د کور کارونو ته د کور اخلي او پخلي ته بډې را ونغاړي او خپل بچي ېې ښوونځي ته د لېږ لو لپاره تيارول.زمونږ کمکو او وړو بچو مسوليت وه.دا هغه ميندې وې چې نه ېې د بشر د حقو قو نارې سورې ورپسې وې او نه ېې د ولس مشر او ولس کشر د خواخوږۍ په ويره کې وه او نه د شورا او پارلمان کې ناندرۍ وې.
پسرليه دادې چې اوس ستا د ښکلا کيفيت هم له هغه وخت څخه کرار کرا ر په پيکه کيدو ده خو بيا هم د افغانستان ولس ستا په راتګ سره سوله غواړي، وروري غواړي او برابري.د پوهې سيالي غواړي او هراړخيزه خواخوږي غواړي چې نه ور سره پلمه وي او نه سازش کلک .ګرانو هېواد والو\\\\\\\\\\\\\\\" نوى کا ل مو مبارک شه