دیار دخط او خال دعشق جنون نشم ویلی
په خدایږوستا دهجر او بیلتون نشم ویلی
یواځی یم دژوند دحادثو سره په جنګ زه
مغرورآشنا ته هیڅ دپیوستون نشم ویلی
اوتر اوتر دمینی په بازار درپسی ګرځم
ستومانه امیدنونو ته لټون نشم ویلی
تیاری دی او غمونه دي زما دزړه دنیا کی
ظلمونوجفاګانو ته ژوندون نشم ویلی
ګمان مه کوۍ خلکه چه له دی رنځه به جوړشم
بیمار خزان زړګي ته درغون نشم ویلی
دزړه وینه به ورکړم ګل عزیزه کامه واله
په مینه کی له دینه بل مضمون نشم ویلی
۲۷/۱۲/۱۳۹۲ کابل – کارته نو