دسیرینا د(شهید) حاجی عبدالله علیزی یادونه ولی نکیږی؟‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59073
حسام
دخبریدو نیټه : 2014-03-24

 

 دنوی کال په لمړی شپه دافغانستان دخلکو دښمنان او بهرنی مزدوران وتوانیدل چی یو ځل بیا دنوی کال پیل په وحشت او دهشت سره وکړی او دهیواد ځنی کورنی دغم په ټغر کینوی، پدی کورنیو کی یوه هم دشهید حاجی عبدالله علیزی کورنی وه چی کور ته یی په وینو رنګ تابوت ورننوت او غم یی میلمه شو، ملت ته خو امنیتی چارواکی او حکومت پړ دی ځکه چی دهیواد دوګړو دسر او مال امنیت نشی ساتلی، او سره ددی پړتیا دی جنابانو دومره هم ونه کړل چی دشهید علیزی یادونه وکړی او دهغه کورنی او یتیمانو ته تسلیت او ډاډګیرنه ورکړی، شهید حاجی عبدالله علیزی خپلو خلکو ته د دفاع وزارت په چوکاټ کی خدمت کړی او همدارنګه تقریبا لس کاله په کابل کی دافغانی سری میاشتی رییس پاتی شوی او دوه کاله کیږی چی دسری میاشتی مشاور وو.
خو متآسفانه چی نه دحکومت لخوا د شهید کورنی او یتیمانو سره غمشریکی او ډاډګیرنه وشوه او نه درسنیو لخوا د دی شهید نوم واخیستل شو.
پدی کی شک نشته چی ټول ملت دسردار احمد او وهغه دکورنی په مړینه غمجن دی، او دهغه دشهادت په هکله حکومت اطلاعات او فرهنګ او رسنیو سخت غبرګون وښود، خو دشهید علیزی کورنی او خپلوان هم غمجن دی هغوی هم هیله لری چی دهغوی دشهید څخه هم حکومت او هم رسنی یادونه وکړی او ورسره غمشریکی وکړی دا ځکه چی علیزی هم یو وطندوسته افغان وو دی خاوری ته یی خدمت کړی وو هغه دهیواد په خلکو او رسنیو او حکومت باندی حق لری چی یادونه یی وشی بله دا چی هغه خو شخصی معامله کی ندی مړ شوی هغه دحکومت او هیواد دښمنانو لخوا پدی جرم وژلی چی دکابل حکومت غړی دی.
والسلام