فهیم څوک وو‎؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59075
اباسین جکړ (لندن)
دخبریدو نیټه : 2014-03-24



په کابل کې د بي بي سي خبریالې په یوه مرکه کې چې د بي بي سي څلور راډیو سره یې کړې د ولسمشر کرزې له واکه په ارګ کې پرده پورته کړې.

لیز دوسیت چې د ولسمشر سره او محمد قسیم فهیم سره په کراتو لیدلې وایې؛

\"قسیم فهیم کلیوال جنګیالې وو او د کومې خاصې زده کړې او یا پوځې زده کړې له مخې د جنرالې رتبې ته نه وو رسیدلې. بلکې په خپله خوښه یې ځان لومړې جنرال او بیا یې ځان ته د مارشالې رتبه چې په پوځ کې د دې رتبې نه اوچته رتبه نشته ځان نومولې.

هفه زیاتوې یوه ورځ د ولسمشر کرزې دفتر ته د ولسمشر سره یو ځاي ولاړم او ګورم چې فهیم د ولسمشر په چوکې ناست دي. سمدلاسه مي د کرزي نه وپوښتل چې دا څنګه کیدالې شې؟ ولسمشر و خندل او ویې وویل؛
 چې څه وکړم!
ما بیا و پوښتل، چې بل څوک هم دا کار کوې؟
 هغه وویل نه، يواځې فهیم دا کار کوې.

لیزدوسیت زیاتوې؛ کله چې کرزې د دوهم ځل لپاره وټاکل شو نو د برتانیه دولت فهیم لندن ته په رسمې سفر وغوښته تر څو ورته په دیمکراسې کې د ژوند خوند ور په ګوته کړې ـ

 د لندن تر ټولو مشهورو خوړو لپاره یې دعوت شو، خو د هغه خوښ نشول. د برتانیه مشهور اسپ ځاغستې ته یووړل شو، ځکه د فهیم د حیواناتو سره شوق درلود او د فهیم یو جنګې سپې ځلویښت زره ډالره ارزښت درلود. خو د فهیم دا لوبه هم خوښه نه شوه.او په آخر کې مارشال فهیم مارشال فهیم وو.\"

د لیزدوسیت له دې خبرو داسې څرګندیږې چې د مارشالې لقب هم قسیم فهیم ځانته پخپله ټاکلې وو نه ولسمشر کرزي!

او ځنې نورې خبرې چې کرزي ته ګوت نیونه کیږې د کرزي په خوښه نه دي تر سره شوې.

د څرګندونې داسې بریښې چې ښاغلې کرزې د ځنو کړیو تر زرو لاندې دي او په ارګ کې یواځې سمبولیک شتون لرې. او دا پټ رازونه به د ولسمشر کرزې د واک د خلاصیدلو وروسته نور هم را برسیره شې