دانجنيرګلبدين حکمتيارچې دحقپال په نوم يې کوم خوب ليکلى وه دهغې صحيح تعبير :
څوورځى وړاندى مى دشهادت په ورځ پاڼه کې دحقپال په نوم ديوشخص مضمون ولوسته چې دمضمون عنوان په لاندى ډول وو:
رښتيني خوب چې اوس يې په تعبيرصحيح پوه شوم :
اوبيايې خوب اودهغې تعبيرليکلى ووچې مونږيې دلته هغه خوب سره دتعبيره نقل کوواوبيادتعبيرالرؤياء دکتابونوڅخه صحيح تعبيرستاسومخى ته ږدو ان شاء الله تعالى .
خوب يې په لاندى ډول ذکرکړى دى :
د١٣٩٠کال دحمل په دريمه شپه مي خوب ليدوچې په مسجدالحرام کې يم ، يوکس بل هم راسره دئ( نوم يې نه اخلم داسلامي نهضت دلومړنيوغړوله ډلي دئ ،ترنن پورى په خپلوژمنوولاړدئ ،پاکستان ته له راتلووروسته په ځينو اموروکې سلفيانوته نږدي شو) په حرم کې ډيرخلک ترسترګوکيږي په يوه ځاي کې ايمن الظواهري وګورم چې سپين عربي اوږدکميس يې اغوستى دئ اوپه لمانځه ولاړدئ زړه مي غواړي له هغه سره له لمانځه وروسته روغبړوکړم ، موږترده لږ وړاندي اودده ښي اړخ ته په لمانځه ودريږو،يوځل چې خپل ملګري ته سترګې ورواړوم نوقبلۍ ته مخامخ په لمانځه ولاړاودژړاپه حال کې يې وګورم خودوهم ځل يې مخ دقبلي مخالف سمت ته اوبي اعتناء ئې وګورم ،زماخواته دري ماشومان چې لاتنکۍ ځواني ته نه دي رسيدلي راشي ، په لاسونوکې ئې دلاسونودګوتوپه اندازه وړي وړي پاڼي وي ، داسي ګڼم چي په دى پاڼوکي ئې ځيني پوښتني دي ، غواړي ماته يې راکړي ، زه په خپل لمانځه بوخت يم لاسونه مي پرنامه دي ، پاڼي تري وانه خلم يوئي خپله پاڼه زماپه مړوندکښيږدي بل ئۍ ماته ووايي : کعبه دهغه سپين ديوال لوري ته ده داديوال لږ زموږ کيڼ لوري ته وي زه ورته اعتناء ونه کړم اوپه مخکني استقامت خپل لمونځ ته دوام ورکړم دوي لاړشي زه اوايمن الظواهري په داسي ځاي کې ولاړيوچي کعبه په خپلوسترګونه ګوروزماخواته دګلانولوړلوړبوټي وي .
کلبدين دخپل تعبيرڅنګه کوي :
کلبدين ليکلي دي چې :
دخوب تعبيرډيرواضح دى : زما تګلوري سم اوسيده دئ،زماملګري خپل استقامت غلط کړى، هغه مهال يې استقامت صحيح ووچې لانه ووسلفي شوى،داماشومان هغه دي چې ماشومانه پوښتني اواعتراضات لري زموږ مزاحم کيږي اودخپل رب عبادت اوجهادته مونه پريږدي هريوئي يوه ډله تمثيلوي همغه ډلي چې په خپلو ماشومانه اعتراضاتوسره موږبي ځايه مصروفوي،غواړي موږدخپلي قبلي استقامت کيڼ لوري ته کوږکړي،دوي داسي دي لکه هغه بي علمه مزاحم ماشومان،اوس پوهيږم چې دادري ډلي کومي کومي دي، داخوب ښيي چې ايمن الظواهري دخپل رب په عبادت بوخت دئ استقامت ئي دکعبي لوري ته دئ اوږدسپين کميس ئي دښه ديانت نښه ده مقام ئي دافغان مجاهدينوترشاصف کې دئ .
راځي چې دخوب صحيح تعبيروګورو:
ګلبدين په خوب کې څوشيان ليدلي دي :
١- دده شتون په مسجدحرام کې ٢- دشيخ ايمن څخه مخکې اوښي طرف ته په لمانځه ودريدل٣- شيخ ايمن الظواهري حفظه الله په داسى حال کې چې سپين اوږدقميص يې اغوستى دى اوپه لمانځه ولاړدى کتل٤- دشيخ ايمن سره دمصافحه کولواراده . ٥- ماشومان کتل اودهغوي خبرى ٦- په لمانځه کې دوه ځله خپل ملګري ته کتل ٧- اودحقپال څنګ ته اوږده اوږده ګلان ولاړدي .
اوداټول په داسى حال کې چې دى اوايمن الظواهري حفظه الله کعبه نه ګوري .
حقپال!(ګلبدين):
خوتعبيردخپل ځان څخه کړى اوپته نه لګيږي چې کله يې داخوب ليدلى دى په هغه وخت يې ددى خوب څه تعبيرکړى وو،خودى وايې چې اوس يې په تعبيرښه پوه شوم اودغه شان تعبيرئي کړى کوم چې پورته ذکرشو ليکن زه به يې درته ديوى يوى نکتي تعبيردکتابونوڅخه نقل کړم کوم چې مشهورو علماء ليکلي دي اوپه هغې کې يې دابيان کړي اوويلي دي چې ددي شي داتعبيرکيدلى شي اودايې دکتاب الله اوسنة رسول الله صلى الله عليه وسلم اودپخوانيوعلماء دتجربوڅخه نقل کړي دي اوهغه په لاندى ډول دى :
فائدۀ :
دخوب په تعبيرکې دخوب ليدونکى کوايف اوحالات پيژندل ضروري وي ځکه خوب دهغه دحالاتومناسب تعبيرولى شي ځکه کله به يوکس خوب ليدلى وي دهغه په باره کې به يې يوتعبيروي همدغه خوب به بل کس ليدلى وي دهغه په باره کې به يې بل تعبيروي .
اولنى نکته : په مسجدحرام کې موجوديدل :
په مسجدحرام کې شتون ښه تعبيرهم لري خودهرچالپاره نه نوپه مسجدحرام کې شتون ګڼ تعبيرونه لري يودهغه تعبيرونوڅخه لاندى تعبيردى چې دادګلبدين دشان سره ښه مناسب دى:
وربما دل دخول البيت الحرام على الاشتمال على اللهو والانعكاف على طلب الحرام مع قدرته على الحلال.
اوکله ناکله مسجدحرام ته ننوتل په دى دلالت کوي چې داسړى مشغوله دى په لهولعب باندى اودارنګه په حرام طلب کولوسره دوجوددحلالونه .
دوهمه نکته :
هغه داچې حقپال په مسجدحرام کې لمونځ کوي(اووروستيونکتوڅخه به معلوم شي چې هغه دقبلى نه بل سمت طرف ته لمونځ کوي) نوراځى چې وګوروچې ددى څه تعبيردى :
په تفسيرالاحلام کې يې ليکلي دي :
ورأى مهندس أنّه دخل الحرم وصلّى على سطح الكعبة فقص رؤياه على معبر فقال تنال أمناً وولاية وتجبي جباية من كل مكان مع سوء المذهب ومخالفة السنة فكان كذلك.(تفسيرالاحلام)
ژباړه : يوانجنيرخوب ليدلى ووچې دى حرم ته داخل شوى وي اودکعبى په مخ کې لمونځ کوي نوبيايې خپل خوب يومعبرته بيان کړونوهغه ورته وويل: تاته به امن اوولايت ميلاوشي اودهرطرف نه به مالونه جمع کوي خوسره ددي نه چې مذهب به دى غلط وي اودسنتومخالفت به کوى .
تنبيه : کيداشي چې کتونکې به ګمان وکړي چې دامهندس کلمه به مادځان څخه زياته کړي وي ليکن داسى نه ده بلکې داقيدپه همدغه کتاب کې ذکردى په همدغه الفاظوموجوددى که څوک ځان په حقيقت پوه کول غواړي نوتفسيرالاحلام ته دى رجوع وکړي اويادى په کمپيوټرکې مکتبه شامله راواړوي اوبيادى ورته مهندس کلمه ورکړي اوتفسيرالاحلام کتاب دى انتخاب کړي چې پخپله يې هلته وګوري .
حيرانتيا:
ته به وايې چې دغه کتاب ليکونکې سم دحقپال ! دخوب تعبيرکوي اوياهغه خبرووچې وروسته زمانه کې به يوبل انجنيرهم راځي چې داسى خوب به ويني ددى وجه نه داګمان کول چې هرڅوک به خوب کې ګوري چې دى په حرم کې لمونځ کوي نوهغه به ښه تعبيرلري ، رسول الله صلى الله عليه وسلم په خوب کې دجال ليدلى ووچې دکعبى طواف کوي نوآيادهغى معنى داده چې دجال په سمه دى ؟؟؟؟؟؟
تطبيق :
اوس وګوره چې ګلبدين ته دوچ نهردکيمپ ولايت ميلاودى اودهرطرف نه ورته دجهادپه نوم مالونه راځي خوعقيده يې هم فاسده ده اودسنتوخوسم مخالف دى چې په امت کې يي شايدبل نظيراومثال نه وي .
همدارنګه دتعبيرالرؤياء نوروکتابونوهم همداسى ليکلي دي :
(ومن رأى) أنه يصلي فوق الكعبة فإنه يرتد عن دين الإسلام(ومن رأى) أنه دخل الحرم وصلى على سطح الكعبة فإنه ينال أمناً وولاية ويجبي جباية من كل مكان مع سوء المذهب ومخالفة السنة.(تعطيرالانام) .
ژباړه : که چيرته يوانسان خوب وګوري چې دکعبي دپاسه لمونځ کوي نودانسان داسلام څخه مرتدکيږي
اوکه وګوري چې دى حرم ته داخل شي اودکعبي په فرش باندى لمونځ وکړي نوديته به امن اوولايت
ميلاوشي اودهرطرف څخه به ورته مالونه راځي خوسره ددى چې مذهب به يې خطاوي اودسنتومخالف به وي .
دريمه نکته :
شيخ ايمن په لمانځه ليدل چې اوږدسپين قميص يې اغوستى دى :
دلته پوښتنه راپيداکيږي اوهغه داچې که حقپال دقبلى نه بل لورى ته لمونځ کوي نو بياخوددى خوب نه معلوميږي چې ايمن الظواهري حفظه الله هم دقبلي نه بل طرف ته لمونځ کوي ؟؟؟
جواب : هوهمداسى ده چې ايمن الظواهري حفظه الله هم دقبلي نه بغيربل سمت ته لمونځ کوي خوهغه ورسره سپين قميص اغوستى دى راځي چې وګوروچې څوک لمونځ کوي اودقبلي نه يې بل طرف ته مخ اړولى وي اودقرآن تلاوت کوي دهغې څه تعبيردى ؟
(ومن رأى) أنه يصلي إلى غير القبلة وعليه ثياب بيض وهو يقرأ القرآن صحيحاً فإنه يحج (تعطير الأنام في تعبير المنام).
ژباړه : اوکه چاپه خوب کې وليدل چې دقبلي نه بغيربل طرف ته لمونځ کوي اوسپني جامي يې اغوستى وي اودقران کريم تلاوت صحيح کوي نودهغې معنى داده چې داانسان به حج کوي .
تطبيق :
اودلته ګلبدين صيب ليکلي دي چې ايمن الظواهري حفظه الله سپين قميص اغوستى وه اولمونځ يې کولونوداسى معلوميږي چې هغه ته به الله تعالى دحج کولوتوفيق ورکړي .
څلورمه نکته :
حقپيمال اراده کړى ده چې دشيخ ايمن الظواهري حفظه الله سره روغبړوکړي خونه يې ده کړى نوراځوچې دچاسره مصافحه اوروغبړکول څه تعبيرلري ؟
تعطيرالانام في تفسيرالاحلام کتاب يې ليکلي دي :
(مصافحة) هي في المنام تدل على الفائدة والمبايعة والالتزام بالخير .
مصافحة (روغبړ)اپه خوب کې په فائدي يادچاسره بيعت کول اويادخيرالتزام کولو معنى ورکوي .
تطبيق :
ليکن حقپيمال دمصافحة اراده دشيخ ايمن الظواهري سره کړى ده خومصافحه يې ورسره نه ده کړى نومعنى دشيخ ايمن الظواهري څخه ديته کومه فائده نشته اونه دى دهغه سره بيعت کوي اونه يې دخيرکومه اراده شته .
پنځمه نکته :
هغه داچې مذکورپه خوب کې ليدلي دي چې يودرى ماشومان دده خواته راشي کاغذونه ورسره وي اوديته يې ورکوي خوهغه يې ترى وانخلي يويې ورته په مړوندکيږدي اودوهم ورته ووايې چې قبلي دى کيڼ طرف ته ده خودى دهغوي خبروته التفات نه کوي نوراځي چې وګوروچې ماشومان په خوب کې دچاسره خبري وکړي دهغې څه تعبيروي ؟
معبرينوليکلي دي چې ماشومان په خوب کې ليدل داپه غمونودلالت کوي اوپه خوب کې چې درته څه وويل نوهمداسى ده ځکه هغوي فطرت سالم وي دروغ نه وايې لکه تعطيرالانام مؤلف داسى وايې :
وكلام الطفل كيفما قاله في المنام فهو حق وربما دل سماع كلام الطفل على الوقوع في المحذوروإن كان الرائي من أرباب الخير اطلع الناس منه على التفاتات غريبة أو يقف على أمر غريب (تعطيرالانام في تفسيرالاحلام) .
ژباړه : اودماشومانوخبري څنګه يې چې درته په خوب کې وکړى نوهمغه شانتي ده اوهغه حق دي اوکله ناکله دهغوي خبري اوريدل دلالت کوي چې دغه انسان په غلط کارکې واقع دى اوکه کتونکې دخيردخاوندانوڅخه وي نوبيادلالت کوي چې داانسان ناشناناشناکارونه کوي .
تطبيق :
دخوب نه دامعلومه شوه چې ماشوم ورته کومه خبره کوي هغه سمه ده ځکه چې ماشوم درته په خوب کې څه وويل نوداخبره همغه شان ده ځکه دماشومانوفطرت دانه وي خراب شوى اوغالبادروغ هم نه وايې هغه ورته وايې چې قبلة سپين ديوال طرف ته ده خودى دهغه خبره نه مني اوپه خپل ضداوعنادباندى ولاړدى اوهمغه طرف ته يې مخ اړولى چې ديته قبله ښکاري اوحال داده چې هلته قبله نشته ،ددى وجه نه دخوب په اخيري برخه کې دا ويلي شوي دي چې مااوايمن الظواهري کعبه نه ګورو .
اوهمدارنګه دماشوم خبرى دده سره دلالت کوي چې دى په محذور(ناروا) کې واقع دى لکه مخکې په تعبير کې داهم تيرشول چې کله دماشوم خبرى دانسان سره په دى دلالت کوي چې داانسان په حرام اونارواه کې واقع دى نوحقپيمال خوپه دومره نارواګانوکې واقع دى چې شماريې نشته دکتاب اوسنة تحريف بلکې دهغې نه انکار،ديموکراسي ،جمهوريت اوانتخابات منل اودادى ارتدادته هم ورنيزدى شوى دى .
اوهمدارنګه که چېرته کله انسان دهغه خلکوڅخه وي چې دهغوي نه دخيرتوقع کيدله شي نوبيادماشومانوخبري دهغه سره په دى دلالت کوي چې دى ناشنا،غريب اوعجيب کارونه کوي نواوس ګوروچې ګلبدين څنګه ناشنااوعجيب کارونه کوي کله وايې دااوسنى نظام ګوډاګې دى بيابيرته وايې چې په هغې کې شرکت پکاردى هم ورسره جنګ پکاردى اوهم په ووټونوکې ودريدل !!!!. والله المستعان على مايقول ويفعل .
اوبل دماشومانوپوښتنوکې ديته هم اشاره ده چې دى دوړوماشومانودسؤالونوځوابونه هم نشى کولى اوواړه ماشومان هم ديته قبله ورښايي اودى پرى نه پوهيږي اوديته وايې چې په اسلام کې جمهوريت اوديموکراسي نشته انتخابات نشته خودى په خپل ضداوعنادکلک ولاړدى .
شپږمه نکته :
هغه داده چې دى کله په لمانځه کې ودريږي نوبيادوه ځله خپل ملګري ته ګوري راځي چې وګوروچې په لمانځه کې اخواديخوا کتل څه تعبيرلري :
والالتفات في الصلاة يدل على التطلع إلى الدنيا وزينتها والإعراض عن الآخرة والميل مع الأهواء.(تعطيرالانام في تفسيرالاحلام) .
په لمانځه کې اخواديخواکتل داپه دنيااوددنياپه ډول ډال دلالت کوي اوهمدارنګه دآخرت نه اعراض (مخ اړول) اودخپل خواهش طرف ته ميلان کولوباندى دلالت کوي .
اوس ګوروچې ګلبدين په لمانځه کې اخواديخواګوري نوداپه څه دلالت کوي خپله پرى سوچ وکړه چې دادهغه په انحراف اودنياپرستي اوخواهش پرستي باندى دلالت نه کوي ؟ په داسى حال کې چې فعلاڅومره په دنياپرستى کې واقع دى .
اودکورنى حال يې دهيچاڅخه پټ نه دى !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
دالطف الله خيرخواته وايې چې تاسوخوډيرسنګين تاريخ لرى ؟
دلطف الله دکورني يوغړي په باره کې مونږنه دي اوريدلي چې هغه دفاحشوانجونوسره دشرابوپه حالت کې نيول شوى دى اوستاوراره په ټوله ميډياکې بادبادشو!!!!!!!! که ته خبرنه يې ؟؟؟؟
اومه نکته :
ګلبدين په خوب کې ليدلي چې څنګ ته يې دګلانولوړلوړبوټي ولاړي دي راځي چې وګوروچې ددى څه تعبيردى :
واعلم أن من الشجر ما هو مخصوص بالمشموم وما هو مخصوص بالمشموم والمطعوم وما هو مخصوص بالمطعوم دون المشموم وما ليس فيه مطعوم ولا مشموم فما كان منه مخصوصاً بالمشموم كشجر الحناء والورد والبان فيدل على أرباب الصلاح والعلم بغير عمل أو القول بغير فعل.
ژباړه : پوه شه بعضى ونى هغه دي چې بوي کولى شي اوبعضى هغه دى چې بوى کولى هم شي اوخوړلى هم شي اوبعضى هغه دي چې خوړلى شي خوبوي کولى نه شي اوبعضى هغه دي چې نه بوي کولى شي اونه خوړلى شي نوکوم چې بوي کولى شي لکه دنکريزوبوټي يادګلاب بوټي يادالبان بوټي (البان کوم قسم دخوشبودارګل بوټي دى) نودا دلالت کوي په هغه خلکوچې هغه صلاح اوعلم والادي خوعمل يې پرى نشته اوياخبرى کوي اوفعل (کار) يې نشته .
تطبيق :
دګلبدين هم خبرى شته اوکاريې نشته اوعلم يې بي عمله دى لکه داهرچاته عيان ده .
دخوب خلاصة :
په خوب کې دټولونکتوخلاصه داشوه چې په حرم کې شتون يې دلالت کوي په لهولعب باندى اوپه حراموکې مشغوله دى سره دوجوددحلالونه اولمونځ يې په دى دلالت کوي چې مشري اومالونه ورته ميلاوي دي خوعقيده يې فاسده اودسنتودشمن دى اوشيخ ايمن ته به الله دحج توفيق ورکوي اوده چې ورسره مصافحه نه ده کړى نومعنى داده چى ديته دهغه نه کوم خيرنه حاصليږي اونه دخيرالتزام کوي اوواړه ماشومان ورته لاره صحيح کوي ليکن دى ضداوعنادکوي اوماشومان هم دده په خطائي باندى پوهيږي اوپه لمانځه کې اخواديخواکتل دده په طمع دلالت کوي اوپه دى چې دنياطرف ته مائله شوى دى اودخواهش تابع دى دخپل نفس اوهوى مطابق څوک مسلمانوي اوڅوک تکفيروي اودګلانوغټ بوټي په دى دلالت کوي چې ظاهرا داهل الصلاح والعلم څخه ښکاري خوپه خپل علم يې عمل نشته اوخوله يې شته اوعمل يې نشته دى .
دګلبدين په تعبيرکې عجيبى نکتى اوتناقضات :
اول تناقض :
دى وايې چې زماتګلاره سمه ده کومه تګلاره هغه چې دروس په وخت کې دکومه نظريه وه اوکه اوسنى نظريه هغه وخت کې حنفي وي اوس نه حنفي يې نه سلفي بلکې خپل نوى مذهب اولاره دى اختراع کړى ده چې هغه قران اوحديث دخپل ناسم فهم مطابق تشريح کول په ائمة کراموباندى طعن کول اوصحيح احاديث په غلطو پلموباندى ردکول .
پخوانى تګلاره دى صحيح ده چې دکفرپه خلاف جهادکول اوکه اوسنى تګلاره چې دمرتدينوپه حکومت اوصف کې دانتخاباتولپاره ودريدل .
پخوانى تګلاره دى صحيح ده چې داسلام اومسلمانانوجهاداومجاهدينوڅخه دفاع کول اوکه اوسنى چې په اسلام اومسلمانانو،جهاداومجاهدينوباندى طعن کول .
پخوانى تګلاره دى صحيح ده چې دعربومجاهدينوتوقيراواحترام کول اوکه اوسنى تګلاره چې عربان بايدخپلوملکونوته لاړشي اوکه بهرني اشغالګرووځي نومونږبه ټول بهرني مجاهدين هم دافغانستان څخه وباسو .
دوهم تناقض :
يوطرف ته وايې چې زماملګرى تراوسه پورى په خپلوژمنوولاړدى اوبياوايې چې کله سلفيانوطرف ته مايله شوه نومعنى داده چې سمه لاره يې پريخى ده ځکه دى خوب کې دانشته چې هغه بيرته قبلي ته ګرځيدلى دى نومعنى يې داده چې همغه شانته پاتى شوى دى نوستاپه نيزدخوسلفيت ته اوختل دقبلى سم جهت پريخوستل دي نوبياڅنګه تراوسه په خپلوژمنو ولاړدى ؟؟؟؟؟.
دريم عجيبه خبره :
هغه داچې سلفيت ته اوختل داقبلى ته شااړول دي اوبيابيرته وايې چې شيخ ايمن الظواهري حفظه الله هم په استقامت دى نواياهغه سلفي نه دى ؟؟؟؟؟؟؟؟ شيخ اسامة سلفي نه وو؟؟؟ دالقاعدى مجاهدين سلفيان نه دي ؟ ايادهغوي مفکوره اودسلفيانومفکوره فرق کوي ؟؟؟ نن چې په ټوله دنياکې دالقاعدى شاخونه دي اياهغه په سلفي منهج ولاړنه دي ؟؟؟؟ په فلسطين کې داسرائيلوپه خلاف سخت جنګيالى سلفيان نه دي ؟؟ چې ستادحماس (اخوانى حکومت) يې نيسي اوجيلونوته يې اچوي . که ته ترى خبرنه يې ؟؟؟ ايادصومال مجاهدين حرکة الشباب السلفي نه ووچې بيادخاص نکتوپه خاطرپه حرکة الشباب الاسلامي باندى بدل کړو اياددولة الاسلام في العراق والشام اميرابوبکرالسلفى نه دى که تايې حالات نه دي معلوم کړي اياپه شام کې جبهة النصرة اودولة الاسلام في العراق والشام چې عوامواوخواصوته عقائدورښايي نوسلفي عقيدة نه ورښائي اياديمن مجاهدين (انصارالشريعة ) سلفيان نه دي ايادمصرحکومت په خلاف چې اوس کوم جهادروان دى(دانصاربيت المقدس په نامه) اياهغه سلفيان نه دي ؟؟ اوايامخى ته چى کوم اسلامي نظام راروان دى نودابه دسلفي مفکوري مطابق نه وي ؟ اوکه نه ستادمفکورى مطابق به وي ؟؟ ايادالجزائرمجاهدين سلفيان نه دي ؟؟ ستااخوانيان خوپه انتخاباتوايمان لري هغه دى چې په مصر کې يې څه حال دى ؟؟ ستااخوانيان په کوم طرف لاړل ؟ درباني ،سياف ،مسعود، اودنوروانډيوالانو دى څه حال شو؟
آياعبدالله عزام رحمة الله عليه سلفي نه وو؟ ؟؟
دهغه مفکورة اودسلفيانومفکورى که څه فرق دى ؟ ته دى خلکودحال نه خبرنه يې که ځان دى ناخبره اچولى دى داسامة په باره کې چې چاهم کتاب ليکلى دى نوهغه ليکلي دي چې هغه سلفي العقيدة دى همدارنګه دالقاعدى دمفکورى په باره کې هم همدغه عقيده ده اوکه ته يې نه منى نوبياانتظاروکړه چې په بل بيان اوليکنه کې درته سره دحوالوذکرکړم .
اوکه ته مونږته دبعضى هغه سلفيانوتذکره کوى چې هغه دسعودى دحکومت يادنوروحکومتونوګوډاګيان دي نودهغوي اعتراض په مونږنشي راتللى ځکه هغه مونږپه سلفيانوکې نه شميرواولکه څنګه چې دامعلومه ده چې سلفيان دوه قسمه دي يوته السلفية الجهادية وايې اودوهم السلفية الطاغوتيه وايې نومونږهغه سلفيان نه يوچې دطواغيتوداثرلاندى راشوالحمدلله مونږدطواغيتوپه راڅملولوبوخت يوچې يودهغه طواغيتوڅخه ته يى ستاپه بيخ کندى پسى موراخيسته ده ان شاء الله تعالى ، اوڅومره چې زر دکابل حکومت ته ورشي نومونږ خوشحاليږي دى لپاره چې ستاپه کفراوارتدادکې دچاشک پاتى نه شي اواخيره خاتمه دى په کفر کې راشي لکه څنګه چې موسى عليه السلام دفرعون په باره کې دعاء کړى اوويلى يې وو:
وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ (88).
اوويل موسى عليه السلام : اى ربه ! يقيناتافرعون اودهغه غټانوته په دى دنياډول ډال اومالونه ورکړي دي چې نتيجه يې داشوه چې خلک ګمراه کوي ستادلارى نه ، اى ربه! ددوي په مالونواخيړراوله اوزړونه يې سخت کړه چې ترهغه پورى ايمان رانوړي ترڅوچې دردناک عذاب يې نه وي ليدلى .
ستاهم داسى ښکاري – والله اعلم _ همدغه نتيجه وي نعوذبالله من ذالک .
اوکه الله تعالى درته ددينه وروسته هدايت کوي نوهغه دالله جل جلاله کاردى مونږدالله په هره فيصله راځي الله دى وکړي چې بوش ته هم هدايت وکړي مونږپرى خوشحاليږو.
افسوس په هغه کسانوچې ځانته سلفيان هم وايې اوبياهم حزب ته منسوبوي حقپال سلفيت ته اوختل قبلى ته شاکول ګڼي اوقبلى ته شاکول معنى خوکافرکيدل دي ګلبدين سلفيان کافرګڼي اودلاهم دهغه په حزب کې پاتې دى اګرچې ماته معلوم نه دي چې حزب کې دى څوک سلفي وي خوبياهم کيدايشي .
څلورمه خبره :
ګلبدين وايې چې داخلک مونږدعبادت اوجهادڅخه مصروفوي !!!
کتونکو! خيال موشته ګلبدين صيب په جهادکې سخت مصروف دى!!! ځکه چې قطب الدين هلال ته يو اووټ ورکول ديوامريکائي په مخ څپيړه وهل دي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟
په دالس کاله کې بيچاره سخت مصروف دى اوامريکان يې ترغى په ترغى کړل دافغانستان په ټولوولايتونوکې چې کوم جنګ روان دى داخودحزب اسلامي مجاهدين دي داخوټول شنه بيرغونه دي !! اګرچې خلکوته دليري نه سپين بيرغونه ښکاري خونيزدى چې وګورى داشنه بيرغونه دي !!!
دادومره فدايان چې دارګ پورى ورسيدل داګينى څه دحزب اتلان نه وو؟؟؟؟؟؟؟؟؟
داعرب اوعجم چې ددنياګوټ ګوټ نه سلامونه راليږي دانولکه دحزب اتلولى ته نه راليږي ؟؟؟
داانټرنيټ کې چې ګلبدين صيب کوم جهادروان کړى داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟؟
داچې دغټ اوماشوم سره په نيټ نښتى دى اوپه مختلفونومونوورته ليکنى کوي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟
داچې دتنويرپه ټوله مجله کې يوبيان نيم دبل چاوي اونورټول دده بيانونه وي خونومونه يې پرى مختلف ايخي وي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟؟؟ژ
داموحد،عبدالرحيم ،حقپال ،اصالتيار،حکمتيار،ګلبدين ،انجنير،او.......او .... او ....... داتاسوته څوک ښکاري اودده دغه کارنامى تاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟؟؟؟
ههههههههههههههههههههههههه ولى نه ولى نه ؟ ولى يې بي ځايه کارونوکې مصروفوى ؟؟؟؟
داچې دعلمي ردبرداشت نشي کولى نوبياخلکوشخصى حالاتورابرسيره کولوته لاس اچوي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟
داچې دخلکودعلمي اوليکنى په مقابل کې دهغوي دوژلوهڅى کوي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟ .
دالس کاله چې- ماشاء الله- دشهادت ورځ پاڼي په مخ هره ورځ تاسوګڼ شميرامريکايان ګورى چې دحزب اسلامي اتلوشازلميانووژلي وي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟.
دادومره ډيرکتابونه اورسالي ليکل داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟
طالبان څوک اودمجاهدينوپه اړه څه وايې؟ کوم اساسي قانون دمنلووړدى ؟ سلفي شم که مذهبي پاته شم ؟ داسى کتابونه چې ټول سوالونه سوالونه دي ،داسى کتابونه ليکل چې خلک يې دجواب څخه عاجزه دي داتاسوته جهادنه ښکاري ؟؟؟؟ولي نه يارمنوکه نه .
پنځمه خبره :
هغه داچې ګلبدين ليکلي دي چې دايمن ظواهري مقام دافغان مجاهدينوشاته صف کې ښکاري ؟ ځکه ګلبدين صيب ترى لمانځه کې لږ مخکې اوښي طرف ته ولاړنه ووڅه ؟؟
نه واقعيتونوته ګوري اونه درکې کوم انصاف شته خوبس په ځان مصروف يې اوپه خپلوکارونومين يې ، حتى تاته والله که په حزب کې هم دسړي ځوي ښکاري ته صرف دځان ستاينه کوى په ټوله دنياکې القاعدة اودالقاعدى غړي انټرنيشنل دهشت ګردبلل کيږي اوداسامة رحمة الله عليه اودايمن الظواهري حفظه الله پسى چې نړيوال کومى هيڅى کوي نوهغه ستااوستادافرادوپسى نه کوي ستاسوکيمپ ورته معلوم دى په کيمپ کې عسکرلرى ،جيل خانى لرى ، مسلح دى کسان ګرځي ،خپل قاضيان مامورين دفترلرى خوبياهم تاته څه نه وايې اودالقاعدى نه کوم دفترشته اونه يې چيرته په دنياکې دپښې کيخوستلوځاي اوبيادهغوي مقام ستانه وروسته دى عجيبه خبره ده ؟
هغه عرب اوالقاعدى عام غړي چې دډرون طيارى اول دهغوي تفتيش اوپلټنه کوي اودهغوي په سرباندى يې لوي لوي انعامونه ټاکلي دي دهغوي رتبه ستانه شاته ده مونږخوډيرکرته په ميډياکې دکفاروڅخه اوروچې مونږدحزب اسلامي سره څه مشکل نه لروپه سلوکې شپيته فيصده پارلمان ستادتنظيم غړي وواودي ، داته چې ورته دپاکستان دآي ايس آي ايجنټان وايې دهغوي څخه هم دپاکستان اوددنياجيلونه ډک دي اوپه پاکستان کې نه کوم کيمپ اونه کوم دفترلري خوته هغوي ته هم دبل چالاس پوڅي واي ؟؟
بس ته هم عجيب يې اوکارونه دى هم ډيرعجيبه دي ،نورته پوهيږي اوکارونه دى .
اللهم ارناالحق حقاوارزقنااتباعه وارناالباطل باطلاوارزقنااجتنابه .
وصلى الله تعالى على خيرخلقه محمدوآله وصحبه اجمعين ومن تبعهم باحسان الى يوم الدين .