پنجابیان لکه چی د افغانانو څخه د خپلو نیکونو د د لنګ بدل اخستل غوړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59096
روغوال
دخبریدو نیټه : 2014-03-26

 

 ګرانو دوستانو او ددی وطن اصیلو بچیانو السلام علیکم !

غواړم چی نن درسره د پنجابیانو د لنګ د تاریخ په باره کښی لږ څه معلومات درکړم۰ محترمو ورونو !څه موده مخکی می یو زوی سخت مریض شوی وه۰او د تداوۍ لپاره د ناټ ویسټ شفاخانی ته یوړلو۰ د هغی شفاخانی د ډاګټرانو کوردی ودان وی۰ ښه لوړ فیسونه اخلی۰ خو ښه په راستۍ سره د مریضانو خد مت کوی۰ نو په هغی کوټه کښی چی زما زوی بستروه ۰په خوا کښی ورسره د یو پنجابي پلار هم بستر وه۰ د هغی په ځان کښی لنګ وه۰ او ما ورڅخه ددی لنګ په باره کښی پوښتنه وکړه۰ هغی راته دا سی وویل۰ چی زمونږ نیکونو پخوا ستاسی پشانی کمیس او پرتوګ اغوستلو۰ او بعضی پنجابیانوبه خپل کالی دعربانو پشان اغوستل۰ مګر کوم وخت کښی چی ستاسی نیکه احمدشاه بابا د هندوستان د نیولو عزم او توکل وکړلو ۰ نود هغی فوځونه چی کله د پنجاب صوبی ته راورسید ل۰ نو د پنجابینو د سخت مقاومت سره مخامخ شول۰ اخر دا چی د پنجاب صوبه یی هم ونیوله۰ او په زرګونو پنجابی مشران یی په زندانو کښی ور واچول۰ او اخمدشاه بابا تری نور د ډهلی په لور روان شو- ډهلی یی هم فتحه کړلو ۰ او پس له څه مودی نه چی په ډهلی کښی تیره کړه۰نو بیرته د خپل وطن( افغانستان) په لوررا روان شو۰ نوکله چی په واپسۍ کښی دوباره د پنجاب صوبی ته راورسید لو۰ ګوری چی پنجابی مشران لا هماغسی په زندان کښی پراته دی۰نو عقلونه یی سرو ته راغلی وه۰ او په خپلو جنګونو سره چی د افغانانو سره یی کړی وه پښیمانه وه۰ او ډ یرسوال او زارۍ یی اخمدشاه بابا ته ورکړی۰ چی مونږ ته عفوه او بخشش وکړه۰ نو اخمدشاه بابا ورته وویل۰ چی زه تاسو ته پدی څو شرطونو عفوه او معافی کوم۰ که زما د ا شرطونه تاسی منۍ ۰ نو تاسو به خوشی کړم۰ او که تاسی یی نه منۍ۰ نو په همدی زندان به تر مرګ تر خری ساعته پوری پراته اوسۍ۰نو دی ټولو پنجابی مشرانو اخمد شاه بابا ته ورته وویل۰ چی مونږ ستا ټولو شرطونو منلو ته د زړه له کومي تیار یو۰ چی هغه شرطونه په لاندی ډول سره وه۰
 ۱ – اول دغه پرتوګ چی ستاسی په پښو کښی دی ۰ دا به تر د قیامت د ورځی پوری نور نه اغوندۍ۰ اوددی په ځای به پس له دی څخه د لنګ څخه استفاده کوۍ – او خپلو اولادونو ته به داهم وایی۰ چی دا پرتوګونه به نور نه استعمالوی۰
 ۲ – دوهم داچی افغانانو ته به تاسی جزیه او باج ورکوۍ۰
 ۳ – د ریم داچی ټولوافغانانو ته د روند نوم اخلۍ۰ او ټولو افغانانو ته د خان په نوم غږ کوۍ۰ اوداسی نوری ډ یری مادی هم ویی – چی اوس ز ما له یاده وتلی دی۰
 د پورتنیو مادو په اساس د افغانانو غزت او قد ر په ټوله دنیا کښی تر د محمد داو خان بابا د ریاست جمهوری تر اخری ورځی پوری خوندی وه۰ مګر په کوم وخت کښی چی د غوایی بد بخته کوداتا وشوله۰ او افغانان د خپلو افغانانو ورونو د لاسه هجرت ته مجبور شول۰ نو د مجبوریت له وجی افغانان د خپلو نیکونو د د ښمانانو په کورو ورننوتل۰ او دی لنډغرو پنجابیانو زمونږ دوطن د خلکو د مجبوریت نه بده استفاده وکړه۰ دوی ته یی اسلحی ورکړی۰ او د خپل وطن (افغانستان) د سرکونو پلونو او مکتبونو ورانولو ته یی وهڅول۰ باید پنجابیانو دوی ټول د روسانو سرکوبه کولو پرضد جنګ ته اماد کړی وایی۰ نه د مکتبونو او عام المنفغه ځایونو ورانولو ته۰ هر څه چی یی افغانانو وکړل۰ خو د دوی مجبوریت وه۰نو کله چی مجاهد ین کامیاب شول۰ نو پدی وخت د اصلی پنجابی زوی( نواز شریف) د صدراغظمۍ اوله دوره وه۰ دی خپله پلرنۍ د ښمنی د افغانانو سره وښود له۰ دا فغانستان اردو په ټوله دنیا کښی وروسته د امریکا ۰ شوروی۰ هند او چین څخه په څلورمه د رجه کښی راتللو۰نو پنجابیانو دا فغانستان اردو د خپلو ای ایس ای اجنټانو پواسطه د ړی وړی کړله ۰ هر څه فوځی وسایل راڅخه خپل اردو او وطن ته انتقال کړل۰ که دی پنجابیانو دافغانانو سره پلرنۍ د شمنی نه لرله۰ نو دا ټولو افغانان به یی د یوه مشر تر قیادت لاندی به یی راټول کړی وایی۰ دومره ډ یرو تنظیمونو او رهبرانو ته څه ضرورت وه۰ چی پنجابیانو رامنځته کړلو۰ خو دوی ته خپلو نیکونو د خپل لنګ د بد لی اخستلو وصیت کړیدی۰ نواوس ځکه زمونږ په ملی داریو اوشتمنوو په خرابولو او ورانولو پسی راخستی ده۰ او دغه وران ویجاړ وطن چی شپږ دیرش کاله کورنیو جنګونو ځپلی دی۰ اواوس دغه ماته او ګوډه اردو چی په څه مشکلاتو مو راجوړه کړی ده- دوی بیا غواړی – چی دا هم راڅخه د پخوا پشاني دړی وړی کړی۰ نو زه په خپلو بهاد رو افسرانو سربازانو او زړورو جنرالانو باندی غږ کوم۰ چی هوښیار اوسۍ۰ بیداراوسۍ۰ وارخطا نشۍ۰ هر افغان چی ددی افغانی خاوری په ساتلو او دفاغ کښی مري۰ هغه شهید دی۰ او که هر افغان ددی جنګونو څخه ژوندی پاتی شو ۰ هغه غازی او مجاهد دی۰ دا ځکه چی زمونږ په وطن کښی شکر الحمدلله اساسی قانون داسلامی احکامو او حنیفی فقهی په بنیاد سره جوړ شویدی۰ په افغانی خاوره کښی تاریخونه هم اسلامی چلیږي۰ او ټول افغانان الحمدلله په هجری شمسی او هجری قمری تاریخونو عمل او رفتار کوي۰ د جمعی ورځ چی یوه مبارکه ورځ ده۰ په ټول افغانستان کښی عمومی رخصتی ده۰
 راشۍ چی اوس لږ پنجابی دولت ته نظر واچوو۰ قانون یی تر اوسه پوری په مکمل ډول سره اسلامی نه دی۰ تاریخونه عیسوی په کښی چلیږی۰ رخصتی یی هم د یهود انو پشانی د یکشنبی ورځ ده۰ دا یوه واړه او جزیی معلومات وه ۰ چی ستاسی حضورته می د نمونی په ډول وړاندی کړو۰ اوس تاسو فکر وکړۍ۰ چی جهاد په چا او په کوم وطن باندی روا او جایز دی۰
 قضاوت ستاسی ! ایا په افغانانو اوکه په پنجابیانو؟