پوهنه لکه څرنګه چې نړیوال ورته یو خاص ارزښت قایل دی کټ مټ همداسی افغانانو هم د پوهنې هغه موجود ارزښت درک کړې ده او پوهنې ته یې خاصه پاملرنه اوښتې ده چی د تیر سره په مقایسه کې د هیواد د اوسنې پوهنیز نظام له سترو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږی؛
د هیواد عصری پوهنیز نظام چې کولای شو بنسټ یی د غازی امان الله خان له دورې څخه و پتییو له شکه پرته له زیات شمیر چالشونو او ستونزو سره لاس او ګریوان وه چې له هغې جملې څخه د افغانانو نفرت له ښوونځې او پوهنتونو څخه یو غټه ستونزه بلل کیده حتی تر دی چی امیر حبیب الله خان چې د هیواد کې د وخت ملکانو ته دنده سپارلې وه چې هر ملک به د خپلی منطقې څخه څو څو تنه زده کوونکې ښوونځیو ته استوې چې د منطقی ملکانو به هم د غریب او بیچاره خلکو زامن ښوونځیو ته استول ځکه چې مکتب په یو ډیر بد نامه سره مشهور وو او د خانانو زامن خو هم خانان وو،
خو ورو ورو د ښوونځی، علم او سواد زده کړې ګټې خلکو احساس کړې چې د ظاهر شاه د دورې په وروستیو او د داود خان د دورې په اوایلو کې د هیواد پوهنیز نظام په ډیر ښه او د وخت په موجوده امکاناتو سره سمبال ښوونیز نظام وو پوهنتونو، لیسو او دارالمعلمینونو د نړی له اکادمیکو مرکزونو سره سیالې کوله حتې له همسایه ملکونو څخه به محصلین زموږ د هیواد پوهنتونونو ته په بورسونو باندی راتلل خو کله چې په ۱۳۵۷ کال کې د ثور د میاشتې کودتاه وشوه په هیواد کی ناورین را منځ ته شو ټول هیواد په دوو عمده ډلو وویشل شو چې یوه یی د مجاهدینو او بله یی د حکومت پلوو خلقیانو ډله وه په دي وخت کی په ملیونونو هغه زده کوونکې چې د مجاهدینو په ساحو کی یې ژوند کول او ښوونځی ته وړ ماشومان او ځوانان وو د ښوونځی له نعمته څخه بې برخې شول، مګر د ښاریاتو زده کوونکې او محصلین بیا هم د ښوونځی او پوهنتون له نعمت څخه برخمن وو هغوی بیا هم په ښارونو کی له موجودو ستونزو سره سره ښوونځیو او پوهنتونونو ته ادامه ورکړه تر دی چې د خلقیانو نظام هم په ړنګیدا سو او د شوری لښکرونه له هیواد څخه ووتل د نجیب دوره خو د چالشونو او ستونزو څخه ډکه دوره وه که څه هم د نجیب سیاست یو آشتی جویانه سیاست وو خو خلکو د ده همدې سیاست ته د شک په سترګه کتل بیا هم د پوهنې هغه تیر موجود نظام که ښه نه شو خراب هم نه شو یعنی په هغه خپل حال پاتې شو؛
وروسته له هغه کله چی د طالبانو حکومت د هیواد واګې په لاس کې واخیستې موجود د نجیب د حکومت پوهنیز سیستم یې له خاورو سره خمیر کړل موجود تعلیمې نصاب یې بدل کړل یعنی په لنډه توګه ویلاي شو هغه کار چې د پوهنې نظام ته د غازی امان الله خان له دورې څخه دی نجیب تر وخته پورې شوی وو دی طالبانو له برکته له منځه یووړل شو او د پنځمې پیړې پوهنیز نظام په هیواد کی حاکم او تطبیق شو چې دی وخت له اړتیاوو سره په مقایسه نه ارزې،
کله چی په ۱۳۸۰ هجرې لمریز کال کی د طالبانو حکومت ړنګ شو او انتقالی دوره منځ ته راغله نو له شکه پرته د پوهنې په نظام کی ډیر پرمختګونه را منځ ته شول یو واحد تعلیمی نصاب جوړ شو ښوونکې او کارکوونکې د یوه معیار له مخی و ټاکل شول د زده کوونکو نتایج او سوابق په یوه ښه معیار سره ترتیب شول ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوی زده کوونکو لپاره لڼد مهاله کورسونه په مسلسل ډول دایریدل، پوهنتونونو انکشاف وکړ کمیت یی زیات شو یعنی په هر ولایت کی پرته له څو محدودو ولایتونو پوهنتونونه جوړ شول یو زیات شمیر پوهنځی نوې ایجاد شول!
خو دا هم کافی نه بولو!!! ولی؟
ځکه چې په همدې دورې کی زموږ هیواد د ټولې نړی توجه ځانته اړولې وه که غربې هیوادونه وو که اروپایی هیوادونه وو که اسلامی هیوادونه او که اسیایی هیوادونه یعنی ټولې نړی خپلې مرستې له افغانستان سره جارې ساتلی او ټولې نړی په افغانستان کی د پوهنې او روزنې په برخه کی پانګه اچونه کوله د ټولې نړی هدف دا وه چې دا هیواد د جهل له تارکیو څخه را وباسې؛ مګر زموږ غټه ستونزه دا وه چې موږ دا مرستې پر ځای و نه لګولې موږ که د دارالمعلمینونو کمیت ډیر کړل اما کیفیت ته مو توجه نه دی کړی اوس مهال هره لویه ولسوالې یو دارالمعلمین لری تر څو د هم هغې ولسوالی ښوونکې وروزی او د نوې نصاب په تطبیق کی ورسره مرسته وکړی اما دا دارالمعلینونو تش په نامه دارالمعلمینونو دی نور په کې هیڅ هم نه شته یو ښوونکې ثبت نام کوې دوه کاله وروسته ورځی او خپل د فراغت سند اخلی ولی؟؟؟ یو ښوونکې په همدی دارالمعلمین کی د ښوونکې معاش اخلی اما کار درک نه لری دا مثال می د غزنی ولایت د اندړو، قره باغ او مقر ولسوالی له دارالمعلیمن څخه درکړی چې عملا همدا ستونزه لری.
نو زما په اند په اداراتو کی د وړ او مسلکی کدرونو نه شتون او یوه مناسب سیستم نه عملی کول به د هیواد د اوسنۍ پوهنیز نظام غټه ستونزه وی او الله ج دی وکوی چی مسؤلین دی ته توجه وکړی.
په درنښت