فهیم د مارشالۍ رتبه غصب کړې ده...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59098
جمال خان بارکزی
دخبریدو نیټه : 2014-03-26

 

 

"داود جنبش" د بی بی سی وتلی خبریال خپله خاطره داسی لیکی:
"د مارشالۍ د اعلان په ورځ یې ما له بي بي سي نه ارگ ته زنگ وهلی و چې پخپله له ښاغلي کرزي سره وغږېږم (هغه مهال یې پر ټېلېفون موندل ډېر آسان و). ویاند یې (سید فضل اکبر) راسره مخامخ شو. ومې پوښت: د فهیم د مارشالۍ پرېکړه څنگه وشوه؟ یو عادی ملا دیوی داسی لویی پوځی رتبی وړ دی؟ پاچا صاحب وخندل او یواځی یی دومره راته وویل: خدای په خپلو کارونو ښه پوهیږی.. مګر زما دغه سوال "لیزدوسیت" د فهیم د مرگه ورسته ځواب کړی."

ما[ جمال خان بارکزی] هم د ډیره وخته د یو دوست څخه اوریدلی وو چی فهیم مارشالی د کرزی څخه په زوره اخیستی ده، زما دغه دوست راته داسی نقل کړی وو" د نوی اداري په پیل کی یوه ورځ کرزی او فهیم سره یو ځای ناست ول، فهیم بعضی مکتوبونه یی امضا کوله، په دغه مهال  "فهیم خان" کرزی ته وویل ؛ ای چی حال است، کلګی مکتوب سترجنرال، سترجنرال نوشته است... فرق بین مه او دیګران هیچ نیست، مه هم سترجنرال دیګران هم سترجنرال؛  کرزی په خندا او د ټوکی په انداز ورته وویل "توره باز مارشال میسازیم..."  بیا په هغه شپه د راډیول تلویزیون لخوا اعلان شو، چی د کرزی په فرمان باندی فهیم ته د مارشالی رتبه ورکړل شو... دا خبره کرزی هم د راډیوتلویزیون له لاری اوری، او ځان غلی نیسی."
اوس هغه کیسه رښتیا کیږی، "لیزدوسیت" د بی بی سی تر ټولو وتلی خبریاله، دا تصدیقوی چی فهیم خان مارشالی خپله ځان ته اخیسته ده...
"لیزدوست" په تیره څو ځلی د "فهیم خان" سره لیده کاته کړی ده،  او خپلی خاطری داسی بیانوی:
ټکی په ټکی ژباړه:
"فهیم یو ډیر ساده، سنتی کلیوال افغان وو، ده کولای شو یو مهربانه سړی واوسی، مګر هغه یو عادی عسکر ووچی هیڅ ډول نظامی تعلیمات او زده کړی نه درلودلی، فهیم حتی هغه چی موږ ورته جهادی جنرالان وایو، د هغه هم وړتیا نه درلودل، مګر بالاخره یی ځان پخپله مارشال کړ چی په پوځ کی ترټولو غټه رتبه ده.  زه یو ځلی د ولسمشر دفتر ته ورغلمه، ما ولیدله چی فهیم د ولسمشر د میز شاته پر چوکی ناست دی او کرزی هاخواته په دفتر کی ناست دی. ما کرزی ته وویل چی داڅه جریان لری؟ فهیم ولی ستا پر ځای ناست دی؟ کرزی راته په ځواب کی وویل بل څوک دا کار نشی کولی یواځی فهیم دغسی یو کار کولی شی... ما ورته [کرزی ] وویله ته دا حالت پر ځان منی؟  کرزی په ځواب کی وویل ؛ نوڅه کولای شم؟] "
لیزدوست بیا وایی: "کرزی" فهیم خان لندن ته استوی چی ورته وښایی چی دیموکراسی څه ته وایی، هغه ته په یو "فایف ستار" هوتل کی ځای ریزرف کوی. "لیزد" بیا زیاتوی چی فهیم یواځی په خپلو قیمتی آسانو او سپو مشهوره دی چی هر یو یی تر څلویښتو زرو ډالرو قیمت لری...
.
لیزد په پای کی د پیغور په توګه داسی وایی " فهیم خان خو مارشال فهیم دی..."
د لیزد د خبری په لاندی لینک کی اوریدلالی شی..
https://www.facebook.com/photo.php?v=240208849496064&set=vb.171378716379078&type=2&theater