میندې مه وژنئ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59111

دخبریدو نیټه : 2014-03-27

 

مور مې سرطان وه. بدن یې وینه نشوه جوړولی. ډکه کڅوړه وینه به ورته ذرق شوه، تازه به شوه، خو څو ساعته وروسته به یې بیرته له مخه رنګ والوت. سپیره به شو. په ډیرې خوارۍ یې باڼه یو له بله جلا کیدل.
د مخ غوښه یې اوبه شوې وه، هډوکي یې را وتلي وو. د لاسونو پوستکی یې هډوکو پسې سریخ شوی و. پیچکاریو یې د لاس رګونه تک شنه اړولي ول.
د پيښور په شیرپاو روغتون کې بستر وه. دا خونه د سختو مریضانو لپاره وه. یو دم به ژړا ګانې شوې، کټ به خالي شو خو لږ وروسته به بل، د ژوند او مرګ په پوله پروت ناروغ، کټ ډک کړ.
زه او مشر ورور مې ور سره بستر وو. په هغه شپه یې څو ځلې خوله خبرې ته جوړه کړه، خو ژبې یې د حرکت توان نه درلود. سترګې یې ډکې شوې. اوښکې یې د بڼو سرونو ته راغلې. ورخطا شوم.ما ویل که درد یې له زغمه ووت. ور نږدې شوم. جوس مې ور وړاندې کړ، حلق یې تازه شو او بیا یې په بند بند غږ وویل:
 ((زه... خدای خبر... که ښه شم. تاسو... ته خپه یم. را سره بيخوبه یئ!)) نور یې غږ غلی شو. یوازې موږ ته یې راکتل او د بڼو له سره یې اوښکې را څڅیدې.
ستونی کې مې ژړا را ټوله شوې وه. څو ځلې مې کوښښ وکړ، چې ډاډ ورکړم، خو د هغې ډنډ سترګو ته مې نشوای کتلی. ویریدم، د خبرې په ځای مې خولې نه چیغه پورته نشي.
ملګرو!
نږدې اتلس کاله کیږي چې بې موره یم. دې عمر کې ځینې وخت د سترو خوشحالیو موقع هم راغلې، خو هیڅ خوشحالي کې دومره زور نه و چې د مور په غم زورور شي. د مور غم مې اوس هم لکه د هندوکش غر دنګ ولاړ دی.
نن ماښام یې بیا یادونه په زړه را ووریدل. په سترګو مې تیاره شوه. سلګیو پسې واخیستم.سترګې مې ډکې شوې. بیرون ووتلم خو سکون کډه کړې وه.
ملګرو!
که مور مو ژوندۍ وي، داسې وګڼئ چې د زمکې پر مخ تر ټولو نیکمرغه همدا تاسې یئ، ډیر پام مو وي چې دا بې بدیله نعمت درنه خپه نشي.
نو ای خلکو!
د خدای خاطر وکړئ، میندې مه وژنئ.
رښتیا، تاسو د میندو وژل پیژنئ؟
 غوږ شئ:
هره مور چې د خپل اولاد د وژنې خبر واوري او هره مور چې د خپل اولاد جنازه وویني نو همدا یې مرګ دی.
هغه مخلوق چې د اولاد بې خوبي نشي زغملی، مرګ به یې څنګه وزغمي؟
 ټولو میندو ته سلام او درناوی!


محمد نعمان دوست، جلال اباد