د افغانستان ولس په تير بد مرغه بهير کې د راز راز بد مرغيو او نا خوالو خوند څکلې او پدې بهير کې يې خپل نيم ژوانده ژوند تير کړيدي ، دا بد مرغې او نا خوالې په هغه پلتو لاسو سرته رسيدلې چې مخکښان او سالاران يې دپردو په چوپړ کې وه . دا چوپړيان د پردو په لاسو کې هغه ريموټ کنترولونه و چې د وطن هر څرک او هر ډيوه يې پرې وژلې تر څو د هغوي ځانګړو مخو ته لاره هواره شي ، دغه ولس دوښمنه سالاران پدې خوار او مظلوم ولس هغه بدمرغې راوستلې چې د افغانستان تاريخ يې په خپل سينه کې هيڅ کله په یاد نلري .
کچيرې مونږ د خپل وطن په وير لړلې تاريخ هره ضلع او هر اړخ راسپړو د مرګ ، وير ، وژنې ، قتل ، چور ، تالان څخه به بل څه نه وي چې د همدو پردې پالود تحفې په بڼه د قلم او علم پر ځای دې ولس ته ورکړي دي ، د وطن د غره او سمې هره ډبره ددي ناکسو د ناخوالو او ناکردو ترجمانې کوي .
زمونږ په ګران وطن افغانستان کې د ډيرو نارواو تر څنګ ناوړه حکومتدارې ، پراخ ادارې فساد ، د بانکونو او ځمکو مافيا ، بې امنيتې تر څنګ لويه او شرمونکې مسله د شخصې او دولتې ځمکو د غصب مسله ده چې د ولس او حکومت ترمنځ يې فا صله کرښه رامنځ ته کړيده ،چې پدې ستره او غيرې انسانې لوبه کې مرکزی رول د حکومت لوړ پوړې چارواکې ادا کوي ، د همدو زور واکو لخوا د خلکو او بيت المال په حقه حقوقو خيټه اچول شويده ، همدا ناکسان و چې د کابل ښار په زړه کې يې د خلکو شخصې شتمنې لوټ ، کورونه ، سرايونه يې ويجاړ ، جعلې اسناديې ورته جوړ او د خپل ملکيت برخه يې و ګرځوله ددې ملکيتو اکثره څښتنا ن ورته په ابدې خوب ويده کړل ، دوې پخوانې شيرپورچې د دفاع د وزارت موزيم ياديده او د دفاع د وزارت د لوژستيک لوی رياست ، ۲۲ محافظ غنډ ، د صحيې رياست او يو لړ نور وړو جزوتامونو په کې شتون درلود په ډيره بې رحمې سره يې تخريب همدغو چارواکو په خپلو منځو کې وويشه او هريويې د خپلو ځانو له پاره پکې محلونه او د خيال خونې جوړې کړي خو پدې خيالې ما ڼيوکې ددوي آرام نشته هره لحظه د خلکو د محاکمې انتظار باسي حتې د منطقې د ماشومانو څخه هم ډار لري چې په ليندۍ يې ونه ولې ځکه يې هندارې د مرمې ضد وراچوالې دي .
د ځمکو د غصب مسله يواځې په شيرپور کې خلاصه نشوه :
د باغ بالا ساحه د دشت برچې تر ساحې پورې شمال لورته د چمتلې تر دښتې پورې د « اخلاص مينې » په نوم غصب او قوماندان شيرعلم په خپل کنترول کې ونيوله د نوموړې لخوا همدا ساحه په غيرې فنې ډول نمره بندې او هره نمره يې « ۱۲/ ۱۵ زرو ډالرو په بدل کې پر خلکو وپلورله .
د تاج بيګ د غونډې جنوب اوشمال لورته د کريم خليلې ورور حاجې نبې د« شهرک سبز » په نوم ښارګوټې جوړ هره نمره ځمکه يې د ۱۵ / او ۲۰ زرو ډالرو په بدل کې وپلورله .
د ملا عزت ښارګوټې د چهل تن د منطقې څخه تر خواجه جم پورې او بيا د قرغې د بند پورې او لويديځ خواته د خواجه مسافر بابا تر زيارت پورې پرته سيمه د نوموړې لخوا په غيرې فنې ډول نمره بندې اوهره نمره د ۲۰ او ۲۲ زرو ډالرو په بدل کې وپلورل شوه .
دخلکو پوښتنه دا ده چې آيا دا مسله په کومې دولتې غونډه کې تر بحث لاندې نيول شويده ؟ آيا د پارلمان په کومه غونډه کې د سرليک په توګه نيول شويده ؟ چې نده شوي ، آيا ددې زورواکو څخه چا کومه پوښتنه وکړه ؟ دا پدې معنې ده چې په زياده پيمانه چې همدا اصلې لوبغاړې او ددې جرم شريکان دي د دولتې ځمکو د غصب مسله يواځې په پلازمينه کې منحصره پاتې نشوه خپل لمن يې په ډيره چټکې سره نورو ولاياتو ته هم وغځوله په زرهاو جريبه ځمکه همدو ټوپکمارو د خپلو شومو او پلتو مخو له پاره ونيوله تر څو خپلو پانګو ته په همدې غصب شويو ځمکو کې په ښکل د اشکالو غزونه ورکړي .
يواځې د ننګرهار په ولايت کې هغه ځمکې چې د ننګرهار د کانال پورې يې تړاو درلود « ۱۱ » زره جريبه ځمکه ده چې د همدو زرور واکو لخوا نمره بندې هره نمره ځمکه د ۸ / ۱۲۰۰ ډالرو په بدل کې په خلکو وپلورله ، دا ځمکې د اډې صاحب فارم ، د عبدلخيلو ، د ثمرخيلو ځمکې وي او غصب شوی ، دا غاصيبن پخوانې جهادې قوماندانان دي چې د جعلې اسنادو په جوړولو کې د نورو ارګانو په مرسته په خپل ملکيت واړولي محلونه او مانۍ ورڅخه جوړې او يا يې بر خلکو خرڅې کړي ،کچيرې د وطن په هر ولايت کې د ځمکو غاصبين و څيړو دا د يوې او دو مقالو د وس او توان خبره نده ورځې او سيمنارونه ورته لازم دي او دا خبره د وطن د هيڅ وګړې څخه پټه نده نوله همدې امله د ټولو بې پرې وطن پالو او د هيواد ملې ګټو ته ژمنو افغانانو څخه هيله کوم چې په خپل ټول توان سره ددې تورې دسيسې او طوفان مخه ونيسي پرنږدي چې نور کلونه کلونه د ټولو انسا نې او روا حقوقو څخه بې برخې شي يوه بې علمه او پردې پاله ډله بيا دا مظلوم او در په دره ولس اغوا نکړي او بيا ددوي تر چتر لاندې خپل نيم ژوانده ژوند تير نکړي ،په يو وخت ډودوۍ خپله رايه خرڅه نکړي خپله راتلونکې د ځان او اولاد له پاره په خپله جوړه کړي هغه چا چې کلونه کلونه يې دا ما ملت په وير لړلې ديو مشهور ژور ناليست « ليزدوسيت » په وينا يواځې د متوفا ماشال د يو جنګې سپې بيه ۴۰ زره ډالره وه بيا ددوې په تشو او غوړو وعدو باور ونکړي هغه چاته خپل رايه وکاروي چې لاسونه يې د ملت په وينو سره نه وي هغه پانګې يې چې ددې وطن د وينو په بيه لاس ته راوړي دي او نن يې پانګې نړۍ شموله دي خپله رايه مه کاروي .
په ډيره مينه
مخ په وړاندې د يو سرلوړې افغانستان په لور