نن دمارچ ۲۷ دنوی کال په مناسبت ديوشمېرهغوهيوادونومشرانو په گډون چې دنوروز يانوی کال لرغونی دود پوري تړلي وه په ارگ کی داپسرلنۍ جشن ولمانځل سو.
داښه کاردی چې نړيوال اوپه ځانگړې توگه ددې گاونډو هيوادونومشران افغانستان ته په هرنوم چې وی سفر وکړی اودلته هغه وعدي چي موږ ته په خپلو تشريفاتي ويناوکي راکوی،که ئې پلي نکړی نو زموږ ولس دپوښتني اوگوت څنډنې حق پيداکوي .
سوال دادی ؟ کرزی صاحب پدې ترهرچاښه پوهېده چې دپغمان په تپه کې دده وسلوال پوځ ددې ورځې دلمانځلوپه وخت کي دامنيت ساتلو جوگه ندي ،نو ولې په مليونوډالر عبث دهغوپارکونواوسړکونوپر جوړولومصرف سول چې گټه يې يوازي دپيسو اوقدرت خاوندانوته سبا ددوبنيو ميلوپه پلمه رسېږي .دا پداسي حال کښي چې پدې پيسو زموږ دولس لپاره ډيري عام المنفعه پروژې جوړېداي سوې چې گټه یې ټول افغان ولس ته رسېده .
سوال دادۍ چې ددې اړتيا څه وه يوکال پردي پروژې ددي په نوم چي دلته به دغه ديولسو هيوادونوجمهورريسان دنوکال مراسم لمانځی په مليونودالر مصرف سول ؟
اوبله جالبه خوداچي دنوي کال ترپيل يوه اونۍ وروسته زموږ دچارواکو په بلنه يوشميربهرنيو هوادونومشران دنوی کال دپيل په مراسموکي دگډون لپاره کابل ته راورسېدل ؟ چې نوی کال ولمانځی .
داپدې معناچي دوي نوی کال نه لمانځی بلکی پدي پلمه سره يوځاي کېږي .کنه نو په ټولونړيوالودغه ډول عنعنوی مراسيمو کي داسي ده چي دنوی کال په لمړې ورځ سره يوځاي کيږي ،نه يوه اوني وروسته . هغه پښتو متل دی وايم((نکرځی چي داختر ترشپي تيري سوي پر ديوال یې وتپه )) .
له همدي خبرنه له ورايه دامعلوميده چي دکرزی حکومت ددي جوگه ندی چي دا ورځ په پغمان تپه کي ولمانځی اوهمداسي سول .
ولې دغو مېلمنوته دنوی کال يانوروز دجشن په مراسيموکي چي دپغمان په تپه کي به جوړېږی بلنه ورکړه سوې ؟
دکرزی صاحب دبې تدبيره حرکت په پايله کښي ددې هيوادونودمشرانو اودنړۍ دټولو اوسيدونکوسره دافکر پيداسوچي افغانان حتا دخپلې ملي عنعنې اونوی کال دپيل په ورځ هم دميلمنو دوژلو تابيه نسی! چي داسي نده .
که دامحفل دحمل په لمړی ورځ دهمدي پغمان په تپه کي نيول سوی واي هيڅ نه پيښېده .مگر که ديران او پاکستان استخباراتي ادارودخپلو مشرانوڅخه دنجات لرلوفکر په مغذکي نه درلوداي .
زموږ په هيوادکي ددوي په شتون کښي هيڅکله داسي حادثه نه پېښېږي ،مگر چي ددوي دهيوادو استخباراتی کړی ددوي دوژلو پروژه ونلري ،ځکه په يقين وايم چي هيڅ نه پېښېدل .
زه فکر کوم نه پاکستاني جنرالان اونه هم ايرانی اخوندان دخپلو دې جمهورریسانونه چي نوی ددوي په مټ واک ته رسېدلي خسته سوی دي ،ځکه خوددوي په شتون کي دافغانستان په هرگوټ کي چي وي کومه ناوړه پېښه نه رامنځته کېږي . ښه به داواي چي کرزی صاحب دخپل حاکميت په ورستيوکي افغانانوته دا ملي پېغورنه واي اړولاي،چي گويا دلته دراغلو اورابللو ميلمنو امنيت خوندي نه وو ،ځکه خو هرڅه دارگ ماڼۍ ته انتقال سو .
فکر کوم پدې پلمه دلمړی ځل لپاره کرزی غوښتل دارگ په ماڼۍ کي ،پداسي حال کي چې ځان دامنيتی پلوه مطمين احساسوی ، خپلورابللوسيالانو پر وړاندي دخپل حاکميت ځواک ننداري ته کښېږدي .
زموږ هيوادوال پدي ډير وزورېدل چي ددولتی مشرتابه دبې کفايتی اونامعقول سياست له مخې ،زموږ هيوادته دراغلو مېلمنوسره دامنيت په پلمه يوعجيب اوغريب نامعقوله فکر پيداسو.
غواړم دا ټکی په گوته کړم چې افغانانو تل اودخپل شتون دتاريخ په اوږدوکښي دخپلی کمبلي اودسترخوان عزت ساتلی ،هيڅکله ئې دخپل مېلمه بې عزتی نده کړې .
که دپغمان پر تپه دنوي کال دنړيوالو مراسموپه طرڅ کي کوم راکټ راغلی واي اويا چا پرې په کوم بل ډول حمله کړې واي زه دا په جار او افتخارسره وايم چي داکاربه دافغان لخوانه واي سوئ .وياړ په افغان ولس ،وياړپه افغان ميلمه پال ولس .
ومن الله التوفيق