دجمعې مبارکه ورځ وه، مولوي صاحب پر ممبر ناست و، ډېر احساساتي ښکاريده، يو خوا او بل خوا يې لاسونه غورځول، کله کله به يې له مټو ژېړبخونه چپنه وښويېده، بيا به يې لاس ورواچاوه او مټو ته به يې پورته کړه. مولوي صاحب به دومره احساساتي تقرير کاوه، چې اواز به يې ژړه غونی شو،دسپين پټکي پرشمله به يې دتوروسترګو نم داسې په هنر وچ کړ، چې نه به يې سترګې لړل کيدې او نه به يې دپټکي شمله داغ کيده. مولوي صاحب له سپين پټکي، سپينوجامو، ژېړې چپنې، تورو سترګو او ځليدونکې ږيري سره پر ممبر ناست داسې ښکاريده، لکه دپخوانو زمانو پاچا، خلک داسې غلي او بې حرکته ورته ناست وو، ته وا که لږ وخوځېږي؛ نو پاچا به ورته په قهر شي. مولوي صاحب دنوح ع دتوپان کيسه رااخيستي وه، دتو پانونو او بارانونو، دنړۍ دغرقيدو، دکيشتۍ جوړيدو،او دنوح ع دپلويانو دخوندي پاتي کيدو، ټوله کيسه يې ډېر په احساساتي انداز خلکو ته واوروله. تقرير چې پای ته ورسيد؛ نو مولوي صاحب ددوعا لپاره لاسونه پورته کړل:
ـ ياخدايه! ته په دې کفارو دنوح عليه سلام دتوپان په شان يو توپان راولې، يا الله! دا دنيا يو وار بيا وينځلو ته ضرورت لري، يا خدايه! ته دا جهان له کفارو خالي کړې او موږ ته لکه دنوح عليه سلام دملګرو په شان نجات راکړې....
لږ وروسته دلمانځه لپاره خلک ودريدل، صفونه سره برابر شول. خدای دې بښنه راته وکړي، چې مولوي صاحب قرائت پېل کړ،زه په فکرونو کې ډوب شوم : پراسمان تورې ورېځې راخورې شي، بريښناګانې پکې پړکېږي،تندرونه دسړي غوږونه خوري، وروسته يو توند باران پېل شي، داسې باران لکه له اسمانه چې داوبو ويالې راماتې وي، په څو شېبو کې ځمکه له اوبو ډکه شي، سيلابونه راشي، ځمکه اوبه راوخوټوي، پدې وخت کې ناڅاپه مولوي صاحب راپيدا شي، جامې يې لمدې وي، پټکی يې په غاړه کې پروت وي او په لوړ اواز غږ کړي:
ـ هلې! نړۍ غرقېږي، راځی يوه بېړۍ جوړه کړو، يوخوا اوبل خوا وګرځو په لکونو خلک راغونډ شي؛ خو هيڅوک هم داسې پيدا نشي ، چې بېړۍدې جوړه کړي.
پای