يوه مياشت مخکې مسلميار د يوه خصوصي ملاقات لپاره په پغمان ولسوالۍ کې د سياف کور ته ځي. سياف په ولس کې د اشرف غني د بې کچې زياتېدونکي نفوذ او محبوبيت په اړه مسلميار سره خپلې اندېښنې شريکوي. مسلميار چې پخوا يې هم په ننګرهار کې د ځينو مطرحو سياسي څېرو په ترور کې لاس درلود، د اشرف غني د له منځه وړو پلان له سياف سره شريکوي. نوموړى سياف ته ډاډ ورکوي چې ننګرهار ولايت ته د ډاکټر اشرف غني په راتګ سره به هغه د يوه ځانمرګي په واسطه له منځه وړي.
مسلميار په سبا بېرته ننګرهار ته ستنېږي او د هغو چاينلونو له لارې د کويټې شورا د ځانمرګو بريدونو د محاذ له مشر سره اړيکه نيسي، چې پخوا يې هم په ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې د طالبانو په مرسته د انتحاري بريدونو په وسيله د سياف رقيبان ترور کړي دي.
د طالبانو د فدايي بريدونو د محاذ مشر، د قاري مفتي عبدالله په نوم يو کس چې په پېښور کې له مدرسو څخه ځانمرګي ماشومان او ځوانان تنظيموي، مسلميار ته معرفي کوي. قاري عبدالله د نورولي په نوم يو ځانمرګى بريدګر چې ټريننګ ورکړل شوى، د شيخ امان الله په لاس ننګرهار ته لېږي. شيخ امان الله دا ځانمرګى بريدګر د ننګرهار ښار شمال لور ته د بهسود په سيمه کې يوې ديني مدرسې ته بيايي.
ځانمرګى بريدګر په مدرسه کې اوس دې ته انتظار باسي چې د وري په اوومه د پنجشنبې په ورځ د بهسودو پله ته څېرمه د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته ځان ورسوي. پلان داسې دى چې انتحاري به د لومړۍ امنتيي حوزې د يوه پوليس ناصر احمد په مرسته په غونډه کې تر ډاکټر اشرف غني پورې رسول کېږي او هلته به ځان ته چاودنه ورکوي.
خو له نېکه مرغه د سياف او فضل هادي مسلميار خاين چې تل يې خلک د جهاد او اسلام په نوم غولوي، دا خاينانه او بدمرغه دسيسه د امنيتي ځواکونو له خوا دوه ورځې مخکې شنډېږي.
ولسمشر حامد کرزى، د ملي امنيت رئيس او ټول امنيتي ارګانونه د اشرف غني د وژنې د دسيسې په اړه خبر دي او د نورولي په نوم انتحاري هم تر بريد مخکې د امنيت له خوا نيول شوى، چې اوس په کابل کې د ملي امنيت په رياست کې تر پوښتنو لاندې دى. د ډاکټر اشرف غني امنيتي ټيم هم د دې مسئلې په اړه څېړنه کوي او دحکومت غبرګون ته په تمه دي.
مسلميار هغه څوک دى چې په کابل کې په وروستيو بريدونو کې هم لاس لري او د پاکستان له استخباراتو سره يې په اړيکو ټول غافلګير کړي دي.
د شنبې په ورځ د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل په ولسي جرګه کې وويل چې يو سناتور په ځانمرګو بريدونو کې لاس لري، خو د ځينو ملحوظاتو له امله يې نوم نه شي افشا کولاى، هغه سناتور همدا مسلميار دى.
له هغه وخته چې مسلميار د مشرانو جرګې مشر ټاکل شوى، خورا مهم دولتي اسرار يې له پاکستاني استخباراتو آيساى سره شريک کړي او په زياتره بريدونو کې د ده مستقيم لاس دى، طالبانو او آيساى ته کورډيناټ ورکوي.
اوس اړتيا ده چې امنيتي او کشفي ادارې فضل الهادي مسلميار او سياف د لا پلټنو په موخه ونيسي او د دې خطرناکې دسيسې او نورو ترهګريزو فعاليتونو په اړه ترې پوښتنې وکړي، کنه بيا ولس پوهېږي چې د دغو خاينونو او جاسوسانو پر وړاندې څه وکړي.
دا هغه منحوسې او خاينې څېرې دي چې د جهاد له پيله هم د آيساى په کاسه لوى شول او اوس هم د حکومت له لويو موقفونو څخه د پاکستان د ګټو په خدمت کې دي.
سياف منافق نيم عمر په شمال کې د مسعود تر قوماندې لاندې د پښتو پرضد وجنګېده او اوس بيا هم د نظار شورا په فرمايشونو د هغوى ډول ته څڼې غورځوي.
دا د پښتون په جامه کې د انګرېز اولاد لا هم يو شمېر نادانه پښتنو تر اوسه ونه پېژنده، خو اوس يې څېرې لا روښانه شوې