دکرزی صاحب داورستۍ گروېږنه دتاريخ نه دهغه دبې خبری تايدکوی .دپاکستان دجوړېدونه بياتر نن پوري ،پاکستان داکرښه سرحد خوزموږ غيرتی ولس یې کرښه اولعنتی کرښه بولي .
متاسفانه دکرزی صاحب دحاکميت په وخت کشي ددې خبری وحساسيت ته دهغه انډيوالانو پام نه کاوه ان شمالی ټلواله خودا اوس هم هغه دسرحد په نوم پېژني اوکه ترېنه منکرسی نوداټولي غميزي پر يوه بل چا اړه وي چي ولي دا کرښه دسرحدپه نوم نه پېژني ،همدا سي ډيرنور پاټکسالار اوجنگسالار چي اوس حاکمان دي اوسبابه هم حاکمان وي ددې ليوال دی چي پاکستانی چارواکودخوشحالی لپاره داکرښه سرحد سي .
پدې ديارلس کاله دولتی اوغير دولتی مډيا ددې ټکی حساسيت اوملي ارزښت تره پام ندي کړی ،څه چې یې پر خوله ورغلي هغه یې ويلي .دامنم چي دکرزی دولت دمصليحتونواداره وه اوده ،ځکه هلته پوهانوته لارنه وه اونه هغوته دکارزمينه برابره وه کوم چې ددې ډول اونورونړيواکو اړيکوپه باريکيوپوهېدل .
پدې هم خبريم چې پاکستانی چارواکو اوددوي استخباراتی ادارې يوشمير دولتی . چارواکي اوپه دله ايزورسنيوکي کسان ديته هڅول چې گويا غير اگاهانه خبره کوی ،خوپه حقيقت کي اگاهانه نه وه اوپدې پلمه یې دې لعنتی کرښې ته دسرحد نوم ورکاوه .په ځانگړې توگه کله چې پاکستان دکرښې هاخوادافغانستان پر ځينو سيمو دتوغنديوگزارکاوه ،پدغه وخت کي دا بي مسوليته خودپاکستان په گټه خبري اودې کرښي ته دسرحد نوم ورکول کېده .ځکه خو پاکستانی چارواکوپه رشتياسره په ټولودولتی اسنادوکي دکرښی پر ځاي دسرحد خبره کول .خوداخبره پدي ديارلس کاله کښي سل ځکه تکرارسوې ده . سوال دادی چي ولې کرزی صاحب دجنرال پرويز مشرف چي اوس ويل کيږي په ملي خيانت محکوم سوی دلمړی سفر په لمړی اورځ اويادهغه ترسفر وروسته ونکړه .پرويزمشرف په خپل لمړی سفرکي دښاغلي کرزی صاحب اونورودولتی چارواکوسره دافغانستان ،پاکستان پر اړېکوباندي په خبرو کي سل ځله داکرښه دسرحد په نوم ياده کړه ،خوهغه وخت کرزی صاحب اودغه مشاورين یې چې اوس ورته وايي حساسيت ښکاره کړُه دصدقته سر اوپښې ښورولې .
اوس کرزی صاحب ! متوجه سوچي پاکستان څه غواړي او وايي ټول دي دسرحد دکليمې نه ډډه وکړي اودکرښي کليمه دې استعمال کړي .
دکرزی صاحب دحاکميت ورستۍ لوبونه يوه دابله ،خو وروستۍ به نه وي لوبه چې غواړي دافغان ولس احساسات دځا ن په گټه را واړوي نن ئې داخبر ه دوزيرانو دشورا له نامه وکړه چي :د افغانستان د وزیرانو شورا د دارالانشا له خبرپاڼې سره سم د کابینې په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو دولتي اورګانونو ته دنده وسپارل شوه چې له پاکستان سره تر هر راز خبرو مخکې باید په ټولو لیکونو، سندونو، یادښتونو او خبرو کې د (سرحد) پر ځای د (ډیورنډ کرښه) کلمه وکاروي. ))
ډيره جالبه ! کرزی صاحب اوسي چې دتلوپه حالت کي دی داخبره کوي اوهدايات صادروی . پدې ديارلس کاله دغه ټکی ته چا مالرنه ندرلوده .ما څوځله ان دافغانستان دبهرنيوچارووزارت ،دولتی نوروارگانو اوټلوېزيونی خپرونونه ددې ډول بې مسوليته څرگندونوپه خاطر دجلا،جلا ليکنوپه وسيله گوتنيونه کړې چې دا سرحد نه بلکی يوه تپل سوې لعنتی کرښه ده چي زموږ دولس پرزړه تېره سوي اودولس دزړه نه مو داڅولسيزي وينی څاڅی .خو چاغوږ نه پرې نيوه ،دچارواکو اوکرزی صاحب غوږونودتل پشان يوازي دزورواکو خبري اورېدلې . حقيقت خو دادی چې دکرزی په گډون ټولوچارواکو په تکرار داخبره کول ((دسرحد نه ها خوا)) داسی وسول يا پرموږ راکټی حمله او داسي نورو مسايلوپه هکله څرگندونې. اوس چي پاکستان په زرهاوواسناد دهمدي کرزی صاحب اونورودولتی چارواکوله خولې ،ډله ايزورسنيوپه ځانگړې توگه له يوه سره ټولوتلويزيونی خپرونونه راټول کړه .اوس کرزی صاحب فرمان صادروی چې هغه به هم دهيچالپاره دمنلو وړنه وي ،ځکه داټول پدې پوهيږي چې زموږ ډله ايزی رسنۍ تربهرنی سيوري لاندي فعاليت کوي .
پدې ټکی خپله داگوتنيونه رانغاړم چې موږ پاکستاني چارواکوته په تکرارداخبره کړې چې زموږ دنامنلو چارواکو خبرې ،څرگندونې اوحتا ستاسو سره موافقي دافغان ولس لپاره ديوه قانونی اوملي گټو ساتونکی دولتي ادارې داستازي په توگه دمنلو وړ ندي .موږ پر هرڅه له سره دغور حق لرو اوداحق مو له ځان سره خوندی ساتلی .