دا چې ډاکټر غني، کومې وړتیاوې لري، په کومو معیارونو ګټونکی دئ، او کوم هېوادني لومړیتوبونه او ملي اړتیاوې دي، چې افغان اولس یې د ده په بریالیتوب کښې ویني، دا ټول په لاندې کړیو کښې . . . .
لومړۍ:
افغان ملت، تربل هروخت د ښه سیاسي شعور درلودنکی دئ؛ ډېرې څېرې یې په مختلفو نومونو او انځورونو وه ازماېلې او پرې وتپل شوې؛ سیاسي ـ قومي تنظیمي ډلې او ګوندونه یې د واک پرسر په شخړو ولیدل؛ بهرنیو لاسوهنو او اوږدمهالو ناروا جګړو یې ژوندمخ وربدرنګ کړی؛ او ....
دې ته ورته سل نورې بدمرغۍ د دې لامل شوې چې د هېود په کچه د ښې او اغېزناکې رهبرۍ په نشت کښې د ښې حکومتوالۍ لوږې او نېستۍ راوپنځول شي او هېواد له هره پلوه له ګونډو وغورځول شي.
نن چې افغان ملت د ولسواکۍ په غېږه کښې، د دې حق موندلی دئ، چې د خپلې خوښې وړ څېره وټاکي؛ نو هاغه له تېرو تجربو راټوکېدلی سیاسي شعور یې اړباسي، چې تېرې تجربې بیاځلې تکرار نه شي او د هېواد راتلونکی برخلیک د مختګ سره په ټکر کښې د شاتګ لوری په مخ نه کړي!
نو په دې بڼسټ، د غني ټاکنه، ناکاره ژړه تجربه نه، بلکې نوې ژغورونکې پېلامه ده!
دوهم:
د افغان ملت، د تېرو تجربو پربڼسټ پوخ کړل شوي سیاسي شعور، ته ښايي چې د دې انځور پروړاندې د ډاګټر غني په ټاکلو، د تحول چېغې سره ملتیا وکړي، او بیا ځلې تکرار یې د افغان ملت په بې شعورۍ کښې د یوه بلې غمېزې پېلامه نه کړي!
ځکه چې؛ دا ځل افغانان دوې ټاکنې لري،
نوی فکر؛ چې د نوي او غني افغانستان پرلور پېلېدونکې پېلامه ده.
زوړ فکر؛ چې د هغو ټولو حکومتي ناخوالو سربېره، د ېوې تېارې ټولنې د پاېښت هوډ لري.
نو؛ د ډاکټر غني؛ په ټاکنه به مو نړۍ ته ښودلې وي چې افغانان په فکري وېښتابه سمبال ملت دی!
درېیم:
افغان ملت او د افغانستان څو زره کلن تاریخ د یوه داسې مشرتابه له تشې سره مخ وو؛ چې د هراړخېزې پوهې څښتن دې وي؛ سیاست، اقتصاد او ټولنپوهنه یې لوستې وي او په حکومتوالۍ کښې دې پراخه پوهه، نړېوالې تجربې، او پاکه هېوادنۍ آراده ولري.
ډاکټر غني، د همدې غنیوالي له کبله، د نړۍ متفکر په انځور کښې، پداسې حالت کښې اولسمشرۍ ته ځان نوموي؛ چې له هرپلوه افغان ملت او افغانستان له ننګونه سره مخامخ دي؛ اقتصادي لوږې، د ملت جوړونې سره په ټکر کښې دملت ړنګونې هڅې؛ په حکومتوالۍ کښې پراخې ننګونې، انارشۍ، اداري فساد او همداراز د سلو نورو ناغېړیو او هېوادنیو غمېزو سره د مبارزې پربڼسټ همداسې، قاطعت لرونکي، پاکې هېوادنۍ آرادې، هراړخېزې پوهې او اغېزناکې تګلارې لرونکي څښتن ته اړتېاوې شته، چې اولسمشر شي؛ ترڅو له ټولو غمېزو او ننګونو سره په اغېزناکه او ټاکونکي ډول مبارزې وکړای شي.
څلورم:
که د ښاغلي کرزي د واک په لړ کښې کومې سترې لاسته راوړنې په ګوته کړو؛ نو ترډېره برېده یا د ډاګټر غني د مسقیمې مشرۍ تر اغېز لاندې رامنځ ته شوې دي او یا د ډاکټر غني د پالېسۍ، فکر او هراړخېزې ملتیا محصول به وي!
افغان اقتصادي فورم رامېنځ ته کول، د حکومتي مالیاتو مرکزي کول، د سترو ملي او نړېوالو کنفرانسونو ترتیبول او مدریت، د افغانستان ملي بانک چارې تنظیمول او معیاري کول، په ماليې وزارت کښې اصلاحات، د بهرنیو مرستو تنظیم او راجلبول، د سترو حکومتي پروژو مدریت کول، د ملي پېوستون پروژه پرلېکه کول ، په کابل پوهنتون کښې اصلاحي هڅې، د مخابراتو په څانګه کښې سترې هڅې، د امنیتي لېږد ستر بهیر ترسره کول او ...
نو؛ افغان ملت غوره ګڼي؛ چې اولسمشري، د پراخو او اغېزناکو لاسته راوړنو پنځونکي ته وروسپاري.
پنځم:
چې ستا ټولنه یې، په قلم نه، د ده په ټوپک مني؛ په علمېت نه، د ده په قومندانیتوب مني؛ په پاکوالي نه، د ده په ناروا شالید لرلو مني؛ په روا قاطعت لرلو نه، د ده په بدماشیتوب مني؛ او ...
نو؛ ستونزه تر ډېره بریده، په اشخاصو کښې نه؛ بلکې د ټولنې په ټولیز اولسي چاپریال کښې ده!
ځکه؛ خو ډاګټر غني، د دې لپاره چې د ټولنې اراده خپله کړي، د ټولنې همدا نننی ناروا انځور خپلوي. همدا یو څو ناروا څېرې ټولنې ته، د ټولنې په غوښتې، د ټولنې څخه د ارادې خپلونې په آر ورپیژني!
د ټولنې د هغو اړېنو روا اړتیاوو او غوښتنو، د ورپوره کولو په ترڅ کښې به ډاګټر غني، نه یوازې د ټولنې اولسي فکري ـ فزیکي چاپیریال رغولی وي؛ بلکې په ستره کچه به د هغو محدودو اشخاصو، هغه قومي ښکېلاکي زنځیرونه هم ورمات کړي وي؛ کوم چې دوي نن واک ته د رسېدنې لپاره الې ګرځولي دي!
شپږم:
ډاګټر غني، د دې وړتیا لرلې او لري یې، چې د نړۍ په هرګوټ کښې د افغان ولسمشرۍ څوکۍ په پرتله، د لوړو امتیازیاتو په درلودلو دندې پېدا کړي. سربېره پردې د نړۍ ډېر غښتلي هېوادونه د ده علمېت، وړتیا او اغېزناکو تګلارو ته زښتې زېاتې اړتیاوې لري؛ ترڅو خپل هېوادونه پرې غښتلي کړای شي!
خو؛ هېوادنۍ مینه او آراده یې، د افغانستان ژغورنې، بډاینې او ښېرازۍ ته اړ باسي؛ چې د نړۍ له هرې بهرنۍ ځاني ښېرازۍ سره مخه ښه وکړي، او هېواد ته د پاکې آرادې، هراړخېزې پوهې، او اغېزناکې تګلارې په ورکولو، د غني افغانستان تظمین وکړای شي.
نو؛ ډاګټر غني فکري ـ بشري پانګه ده؛ دې فکري ـ بشري پانګې څخه په ستره کچه ګټې واخلئ او مه پرېږدئ چې دا پانګه، بهرنۍ څپې ته اړ اېستل شي!
اووم:
اولسمشرۍ ټاکنې ملي پروسه ده، او د ملي سیاسي مشرتابه ټاکلو لپاره ولسواکه ـ ملي وسېله ده، او یا په بله ژبه؛ ولسمشرۍ ټاکنې هغه ملي ـ ولسواکه وسېله ده؛ چې د یوې ځانګړې چغرافیې ملت، د خپلې ارادې په کارولو، د هېواد ملي سیاسي مشرتابه پرې ټاکي.
یانې ټولټاکنې وسېلې دي، او د مشرتابه رامنځ ته کېدل موخه ده.
نو؛ د یوه داسې نوماند، چې په هراړخیز ډول د هېواد ولسمشرۍ ته وړ وي؛ ملاتړ کول؛ ورته ټاکنیېزې سېالۍ کول او تګلارې او ښېګڼې یې بیانول، هغې ملي موخې ته کار کول/رسیدل دي، چې د همدې ملي ـ ولسواکې پروسې(ټولټاکنې) په ترڅ کښې ترلاسه کیږي.
ترڅو چې د ټولټاکنو ملي موخه( وړ نوماند)، څرګنده، روښانه او پېژندل شوې نه وي، د وسېلې پایلې تر ډېره برېده ټولنې ته ننګونې او غمېزې زیږوي!
ځکه؛ خو د ډاګټر غني ملاتړ کوو او ټاکنېزې سېالۍ یې مخې ته بېایوو!
اتم:
اېډیالې څېرې هم، د جغرافیو، ژوند اړوندو مسائلو او مهالونو په توپیر کښې، ځان ـ ځان ته انځور او تعریف خپلوي. په امریکا کښې د امریکائي ټولنې، د شرایطو او امکاناتو پربڼسټ، د همدغې ټولنې دوکړو اړتیاوې، موخې او فکري ویښتابه د ټولنې اېډیالې څېرې غوره کوي؛ ترڅو هغه ظرفیتونه؛ فکري ـ عملي وړتیاوې او ښېګڼې چې یوه اېډیاله څېره یې لري، پرې نښه کړای شي؛ خو په یوې بلې ټولنې کښې، چې د امریکا ورته جغرافیائي موقعیت او ژوند اړوند مسائل نه لري؛ ښایي دا ډول څېره چې په امریکې کښې اېډیاله وي، هغه دلته نه وي!
نو؛ له دې آره؛ زمونږ په ټولنې کښې هم، اېډیالې څېرې، ځان ته ځانګړي انځورونه او تعریفونه لري.
په نننیو حساسو شرایطو، ټاکونکي مهال او د ژوند اړوندو مسائلو او شته نوماندانو په بربڼسټ، ډاګټر غني یو اېډیال نوماند او څېره ده.
ځکه؛ چې د ده، فکري ـ عملي وړتیاوې؛ اغېزناکې ـ عملي کېدونکې تګلارې؛ وړ او تکنوکرات ټیم او پاکې هېوادنۍ ارادې بدیل، په شته نوماندانو کښې نه شته.
نهم:
افغان ملت، د فکري وېښتابه په بهیر کښې دئ؛ د ېوې لسیېزې په لړ کښې یې د پوهنې کچې لوړې شوې دي؛ د پراخو ټولېزو رسنیو په شتون کښې یې د معلوماتو پانګې درنې شوې دي؛ د ولسواکۍ په غېږه کښې یې څو ټولټاکنې تجربه کړې دي او ...
نو؛ دا ځل اولس؛ په تېره بېا ځوان کهول پوهېدلی دئ؛ چې د اولسمشر ټاکنې، معیارونه باید، د نسبي، سېمه یېز، او قبېله ئي تر بریدونو محدود کړای نه شي؛ بلکې د هراړخېزې پوهې، اغېزناکې تکلارې، پاکې ـ هېوادنۍ آرادې او د ښه کاره او تکنوکرات ټېم په لرلو؛ محدود کړل شي.
نو؛ په دې بڼسټ، نور نوماندان، د پورتنیو معیارونو په نشت کښې، ېا د تېرو وختونو پېژندل شوېو څېرو انځورونه پخپلو ټاکنېزو انځورونه کښې کښلي او کرېډېټ پې اخلي او یا د تېرو کړنو(جهاد او مقاوت!) په نوم، ټاکنیز امتیازونه اخلي!
یوازېنۍ نوماند، ډاګټر غني دی؛ چې د رېښتینو معیارونو په درلودلو، د اولسواکۍ په لاره د افغان ملت رایې او آرادې خپلوي.
لسم:
لومړۍ ځل ده؛ چې د هېواد په څو لسیېز تاریخ کښې، د ولسواکۍ په لړ کښې، د هېوادمشرۍ خپلونې ترکچې د اقتصادي بډاینې/پراختیا او پرمختګ لپاره شته ظرفیتونه رابرسېرن کیږي، څېړنې، مناظرې، بحثونه پرې کیږي او د افغانستان بساېنې لپاره ورته لنډمهالې، مېنځ مهالې او اوږدمهالې تګلارې رامېنځ ته کیږي. ګني ترننه، لږ تر لږه په تیرو څلورو لسیېزو کښې د ګڼو؛ سیاسي بې ثباتیو، نا امنیو، او سیاسي فکري نا پوهیو له وجې اقتصاد ته د ډاګټر غني غوندې، هومره غني پام نه دی شوی؛ نو ترډېره برېده په روان حالت کښې اقتصادي لوږې د دې لامل ګرځېدای شي؛ چې د هېواد دولتوالي، او د افغان ملت ورځنی ژوند او حالت ټکنی او آن ترمړېنې یې بدرګه کړي!
ځکه خو؛ افغان ملت، دې فکري وېښتابه ته رسېدلی؛ چې د ډاکټر غني، دا غني نوښت او ستره چاره به د هېواد وژونکې، روانې او راتلونکې اقتصادي لوږې او ننګونې به، ترډېره برېده له مېنځه وړي، نن او راتلونکي ژوند مخونه به یې نه بدرنګه کیږي، او د ېوه پرځان بسیا افغانستان پرلور به ژغورونکې او ټاکونکې پېلامه پرانیزي!
ېوُلسم:
دا یو حقېقت دی؛
ډېری مهال، هغه خبرې او شعارونه چې له نننيو شرایطو سره سمون نه خوري او پلي کېدونکي نه وي؛ یوازې تر تېورۍ محدود وي، په عملي ډګر کښې یې پلي کول، ناشوني وي!
د څلورو لسیېزو راهېسې، د افغانستان پر سیاست، اقتصاد او ګڼو نورو ژوند چارو باندې، همدا د درېو لسیېزو جګړه مارې او فاسدې کړۍ حاکمې وې او دي.
چې له کبله یې؛ د وګړیو فکري ویښتابه او پوهنې لړۍ ټکنۍ شوې دي؛ اقتصاد یې تر مافیائي ښکېلاک لاندې راوستی دی؛ د اولس ټولنیز ـ ولسواک واک او آراده یې په پردۍ واکۍ کښې ښکیل کړي دي او ...
نو؛ پداسې یوې ټولنې کښې، د ټولیز فساد، د همدې ناروا واک غوښتونکو او جګړه مارو کړیو جرړې په ننیو شرایطو کښې، په ټولیز ډول اېستل، نه یوازې نا شونې ده، بلکې تر ډېره بریده تېوریکي پدېده ده.
مونږ د تېرو حالاتو پر بڼسټ د ښه، بد، بدتر او بدترین په ټاکنې اړ کړای شوي یو؛ بله هېڅ چاره نه شته!
تاسې داسې ټاکنیز سنګر په ګوته کولای نه شئ؛ چې د فساد څپه یې نه وې لرلې او د برېا لاره یې تر ډېره برېده صافه وي!؟
ښه به دا وي؛ چې د ځمکنیو شرایطو او حقایقو سره سم، پرېکړې او کړنې غورې کړو؛ هوایي غږیدل د ملت رنځونه نه شي درملولئ.
نو؛
په ټاکنو کښې، له ېولسو رنځونو څخه د ژغورنې په آر، د ښې ټاکنې سربېره، د یوه رنځ ټاکنه یوازېنی بدیل دئ!
او همدا یو رنځ، د فکر او عمل اتل، ښآغلي ډاګټر غني په ډلې کښې، د جنرال دوستم منل دي!
دولسم:
د تاریخ په آوږدو کښې، بیا په ځانګړي ډول، د تېرې یوې لسېزې په ترڅ کښې مو د قانون حاکمیت د ډلو او زورواکو په خوښۍ، د سیاسي، تنظیمي او ناروا جګړه ییز بګراونډ په لرلو د دوي په ښکېلاک کښې محکوم کړ؛ دا مهال د دې وخت رارسیدلی چې د یوې قاطع رهبرۍ بڼسټ کېږدو او د دې رهبرۍ بڼسټ، په رڼو او پراخو ټاکنو کښې د ملت پراخ ګډون تظمین کولای شي؛ ترڅو د سیاسي ــ ولسواک شعور په درلودلو په هر اړخیز ډول وړ، اغېزناک او د غوڅ قاطعت لرونکي دریځ خاوند؛ د هېواد مشرۍ ته بریالی کړي!
نو؛ په دې اساس د ډاګټر غني ټاکنه، افغان ملت ته د داډول مشرۍ هېلې ورکولای شي.
دیارلسم:
د هېواد ستره اولسي کتله ځوانان دي، او ځوانان په فکري لحاظ ويښ شوي دي؛ لوستي او تردېره برېده دننه په هېواد او بهرنیو هېودونو کښې یې موډرنې زده کړې کړې دي او له بهرنیو ټولنو یې اغېزناکې اخېستنې اخېستې دي؛ په هېوادنۍ مېنې، او هېوادپالنې سمبالې سټې دي؛ په فساد او بل هر ناورین کښې یې ښکېلتیاوې نه شته؛ جګړه یېزې کړنې یې ترشا نه دې پرېښې او ...
نو؛ دا ستره فکري کتله(ځوانان) په ټاکنو کښې د خپلو فکري اخېستنو او لرلیدنو پربڼسټ له نړیوال متفکره ملاتړ کوي او د دې ستر متفکر(ډاکټر غني) اغېزناکې تګلارې، پاکه ـ هېوادنۍ اراده، روڼ شالید او علمي ـ عملي وړتېاوې د دې هېواد ژغورنې په آر، د نوي افغانستان پرلور بې بدیله، د تحول او تداوم چانس بولي.
څوارلسم:
د ملت ژبه، هغه ژبه چې د وګړیو ټولې؛ اړتېاوې، هېلې او ارمانونه پکښې نغښتي وي. افغان ملت دا مهال د ګڼو لوږو سره مخ دئ؛ اقتصادي، ټولنیزې او پوهنیزې لوږې هغه څه دي، چې د وکړيو اړېنې اړتېاوې یې تعریف کړې دي، د هر افغان ژوند، د همدغو اړېنو اړتیاوو نشتوالی ګواښوي او ټکنی کوي یې؛ نو همدغو اړېنو اړتیاوو ېوه ګډه ژبه د افغان ملت په اولس کښې موندلې ده، چې ډاکټر غني، په پخپلې اغېزناکې ـ عملي کېدونکې تګلارې او پخپلو هېلو او ارمانونو کښې مدغم کړې ده.
ځکه؛ چې ډاکټر غني؛ په هراړخېره توګه، په دې سترې ژبې پوه شوی دی؛ د خپلې علمي ـ عملي وړتیا، ښه شالید او د اغېزناکې تګلارې په پلې کولو، د دغې سترې اولسي ژبې د پوهلو او راپوهولو لړۍ، تر هر بل نوماند، ښه پرمخ بېولای شي.
پنځلسم:
ډاکټر غني، په اولس باور لري، او د اولس آرادې ته نه ېوازې درنښت لري؛ بلکې د همدې سترې اولسواکې مرجې پربڼسټ آرګ ته تلل غواړي.
ځکه؛ خو یې د اولس او هېواد ملي مصلحت، د ډلګیو او اشخاصو مصلحتونو څخه لوړ ګڼلی، او هېڅ ېوې داسې ډلې او شخص سره یې د واک او حکومتي تشکلاتي جوړښتونو په وېش ماملې نه دي کړې؛ چې په ترڅ کښې یې ټاکنېزې سېالۍ شخصیت محورې او ډله محورې وي.
همدا دلیل دئ، چې د افغان ملت، سترې اولسي کتلې، د ډاکټر غني په غونډو او ټاکنیزو بهیرونو کښې په رضاکاره توګه ونډې اخلي.
شپاړسم:
په دولت کښې، د ملي مشارکت یا ملي مصلحت، رېښتنې څهره او تعریف په دې کښې دئ، چې د یوې ټولنې ټولې خواوې، یانې د ټولنې ټول وګړي او یا اولسي ـ کتلې/ډلې خپلې ګڼې روا ګټې او ګڼ منلي ارزښتونه د ملي ټولنیز عدالت په آډانه کښې په ریښتنې بڼه د دولت په کړنو، تشکیلاتي ـ ادري جوړوښتونو، او پریکړو کښې د دوي تر سترګو شي او وې ویني؛ نه دا چې، د دولت اداري او تشکیلاتي جوړښتونه، د ځېنو؛ په ملوک الطوایفي اغراضو سمبالو اشخاصو او نارواو ډلو، د شخصي او سمتي ګټو او واک غزونې پر بڼسټ، د همدغو اشخاصو او محدودو ډلو تر واک او قدرت لاندې ښکیلاک کړای شي.
د ښاغلي کرزي په مشرۍ، له لنډمهالې ادارې څخه تر دمګړۍ، د ملي مصلحت او مشارکت انځور په دولت کښې د اشخاصو او محدودو ډلو او حتا د یوې ولسوالۍ په کچه، او ترمېنځ د تشکیلاتي او اداري جوړوښتونو د واکونو او څوکېو، د وېشنې په مانا تعریف شوی وو/دی؛ خو د ډاګټر صیب غني د ملي مصلحت او مشارکت انځور، د سترو اولسي کتلو، ګڼو تکنوکراتانو او لوستو ځوانانو د ګډ ټیم په توګه، د اهلېت او اړتیاوو له مخې، په دولتي ـ تشکیلاتي او اداري جوړوښتونو کښې د ونډې اخېستنې په ترڅ کښې؛ د دوي د روا ګټو، منل شويو ارزښتونو او ګڼو اړتیاوو لپاره، د ښې حکومتوالۍ په معیارونو ولاړو، پایښتېزو هڅو او مبارزو په چوکاټ کښې تعریف شوی او ژباړل شوی دئ.
یانې په دې اړوند، تحول ژغورنکی دئ.
اوولسم:
په ولایتونو او کابل کښې، د ډاکټر غني په ملاتړ جوړو شویو پراخو، پرتمېنو او تاریخي غونډو څرګنده کړه؛ چې افغان ملت په ستره کچه، په ېوه خوله، په کلک دریځ، د تحول او تداوم مخکښ کاروان غوښتونکي دي، او د تېرې دېارلس کلنې رهبرۍ او حکومتوالۍ د هغه بهیر تداوم نه غواړي؛ کوم چې هېواد یې په سیاسي بې ثباتۍ، ناعدالتۍ، ناوړې حکومتوالۍ او ناکاره ـ مافیائي اقتصاد کښې ښکېل کړ، او د هېواد سیاسي ـ ټولنیز چاپېرېال یې ېوه وژونکي او کړکیچن لوري ته ولېږدوو!
هو!
دا ځل افغان ملت، د انحصاري دریځ، ېو اړخېزه سیاست، نا انډوله او مافیائي اقتصاد، ناوړو ـ تنظیمي مصلحتونو، او په ستره کچه د پراخو حکومتي او دولتي ناخوالو سره د مبارزې په پار، د ډاکټر غني ټاکنه ژغورونکې او بې بدیله چاره ګڼلې، او په دې غني رهبر ټاکنې کښې نه ېوازې، له دې ناخوالو او بدمرغیو څخه د ژغورنې ظرفیتونه او وړتیاوې ویني؛ بلکې په ستره کچه، د ېوه نوي او غني افغانستان پرلور، د ېوه اغېزناکې پېلامې وړتېاوې او انځورونه هم پکښې ویني.
اتلسم:
ټولې پانګې؛ طبعیي ـ اقتصادي پانګې، ستراتیېژیک ـ جیوپولیتیک موقعیت، سرشارې ـ پاکې آوبه او... مو لرل/لرو؛ خو یوازېنۍ تشه مو چې د دغو پانګو څخه د ګټې اخېستنې وه، هغه بشري پانګه وه، چې وکولای شي دا ټولې پانګې د دې هېواد بشري ټولنې لپاره په ښېګڼې واړوي او ژوند یې پرې ښېرازه، د وګړیو شته اړېنې اړتېاوې پرې پوره، هېواد ته پیاوړتیا په برخه او د دې شته کړکېچن حالت څخه هېواد یوه سم او ژغورونکي لوري/ حالت ته وتمبوي.
چې له نېکه مرغه، نن د دې بشري پانګې له نېستۍ هم په نسبي ډول وتلي یو او د ډاګټر غني په ټاکنې، د داسې مشرتابه د ټاکنې چانس لرلای شو؛ چې وکولای شي هېواد په اقتصادي ـ سیاسي لحاظ په سمه توګه رهبري کړي او د هېوادنېو پانګو څخه په رېښتنې او ګټه وره توګه، د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو په آر ګټې واخلي او د هېواد ستره بشري کتله د ژغورونکې او اغېزناکې پېلامې په لوري پرلېکه کړي.
افغان ملت! دا ستره بشري پانګه(ډاګټر غني) د هېواد ژغورنې او هېواد بډاینې لپاره، د یوه چانس په بڼه ارزوي او د خپل هېواد سره د مرستې پر بڼسټ، دې سترې بشرې پانګې ته خپله اولسي آراده کاروي (آرګ ته یې رسوي)؛ چې په همدې ټولنې کښې دروند شي؛ ترڅو خپله ټولنه پرې غني کړي.
نهنسم:
په اوسنۍ نړۍ کښې؛ د دولت حاکمېت تر اقتصادي ځواکه محدود وي؛ چې اقتصاد یې د دولت ټولې چارې په پاېښتېز ډول ورچلولای شي، د ملت اړتېاوې او غوښتنې ورپوره کولای شي او تګلارې یې ورعملي کولای شي، هغومره یې د دولت حاکمېت ټېنګ او پراخ وي!
حاکمېت یوازې د امنتي ځواکونه په ډېرښت او کمېت کښې نه دی؛ بلکې په رېښتنې او اغېزناک ډول د ملت غوښتنو او اړتیاوو ته د رسېدنې تر پولو؛ ټینګېدای او پراخ کېدای شي.
او کله چې د یوه هېواد ملي اقتصاد، (لکه د درېمې نړۍ ډېری هېوادونه[چې افغانستان هم پکښې دئ]) ټکنی او د دولت او ملت غوښتنې او اړتېاوي نه شي پوره کولای؛ نو دا ډول هېوادونه دوې لارې ټاکلای شي؛ یا به د نړۍ په کچه له یوه زبرځواک هېواد سره په نسبي ګټو ولاړې اړېکې نېسې/ساتي؛ چې له کبله به یې په تدریجي ډول هېوادنۍ اقتصاد غوړیږي، او یا به د سېمې هېوادونو، تر ښکاره او پټ ښکېلاک لاندې په جګړو کښې ښکېل، ملوک الطایفي نظامګوټي تجربه کوي!
نو؛ په دې بڼسټ؛ افغانستان غوندې هېواد ته چې د زبرځواکو هېوادونو سره، په نسبي ډول د خپلو هېوادونیو ګټو پربنسټ، د دوو اړخېرو اړېکو هوکړو ته رسېدلای وي؛ داسې اولسمشر ته اړتیا لري، چې د سېاست سربېره په اقتصاد هم پوه وي؛ ترڅو له دې اړېکو، او د هېواد شته اقتصادي ظرفیتونه، څخه د افغانستان لپاره او د ملي اقتصاد بډاینې لپاره ترې سمې ګټې واخېسلای شي.
چې له نېکه مرغه؛ نن افغانان داسې څېره(ډاکټر غني) لري؛ چې د اقتصادي پوهې سربېره په اراړخېزه توګه په ټولو علومو او معلوماتو سمبال دئ!
شلم:
اېران او پاکستان، د ېوه ضعیف، نابسیا، ویجاړ او په سیاسي ـ اقتصادي ښکېلاک کښې، د راګیر افغانستان د شتونتیا هېلې لري، او دې هېلې ته د رسیدلو په پار، د روانې جګړې او تاوتریخوالو د تقویې او ملاتړ کولو سربېره دوی اړ دي؛ چې په ټاکنو کښې د ېوې ناکارې، د ضعیفې سیاسي ارادې څښتنې، بې فکرې او ناپوهې نوماندېزې رهبرۍ بریالیتوب یقیني کړي؛ ترڅو په هر اړخېزه توګه، د خپلو څارګریېزو کړیو افغان الاصله ـ پردۍ پلوې انساني مهرې، ناوړه افغانستان ضدې تګلارې، او اوږدمهالې ناوړه موخې د افغانستان په حکومتوالۍ، ملي کرښو، او حکومتي تشکیلاتي جوړوښتونو کښې مدغم او نصب کړي، او له دې لارې وکولای شي خپلې ناولې ګټې او موخې پلې او پاېښت ورکړای شي!
په ورستیو کښې، د ډاکټر غني د بریالیتوب او مخورتوب په اړه، په ګڼو رسنیو کښې د آېران او پاکستان اندېښنې، د دې ښکاره پېلګې دي؛ چې دوی په ټوله مانا، داسې رهبري، لکه ډاکټر غني؛ نه غواړي؛ چې د غني افغانستان پرلور غښتلې پېلامه پېل کړي؛ او د دوی د لاسوهنو لاسونه قطع، او د دوی موخې او هېلې ورمړاوې کړي.
او همداراز د هېواد بهرنی سیاست، د هر بهرني هېواد سره، د دوو اړخېزو اړېکو په پام کښې نېولو سره، د ملي ګټو پر بڼسټ تعریف، او وغزوي.
ېوېشتم:
وړ نوماند په کومو معیارونو؟
ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند، د اغېزناکې تکلارې او ښې آرادې لرلو سربېره د تګلارې د پلي کېدا لپاره د نوماند علمي ـ عملي وړتیاوې او شته اسانتیاوې او امکانات څېړل او پوهېدل هم خورا اړین دي؛ ترڅو د تګلارې عملي کېدا پرې یقیني شي.
ډیر داسې نوماندان شته؛ چې عملي ـ علمي وړتیاوې نه لري؛ هېواد ته د ښې آرادې څښتن نه وي؛ د تګلارې د پلي کولو لپاره په هېواد کښې امکانات او اسانتیاوې نه لري(یانې تګلاره یې عملې کېدونکې نه وي)؛ خو تګلارې یې خورا ښکلې اوږدمهاله وي!
او یا نوماند ښه اراده لري؛ خو علمي ـ عملي وړتیاوې؛ ښه تګلاره او د تګلارې د پلي کولو لپآره اسانتیاوې او امکانات نه لري ! او همداسې ورته ...
نو؛ د دې آرونو او معیارونو پربڼسټ ډاکټر غني ترټولو وړ نوماند دئ؛ ځکه چې د اغېزناکې، عملي کېدونکې تګلارې دلرلو سربېره؛ د ښې ارادې او علمي ـ عملي وړتیا څښتن هم دی!
. . . . . .
ډاکټر غني مو وسېله؛ غني افغانستان مو موخه ده!