مدتي اين مثنوي تاخير شد مهلتي بايست تا خون شير شد
په لمانځه کي د سورتونو د بې ترتيبه ويلو حکم :
پوښتونکی :
ډاکټر عبدالرازق ترين /کراچي /پاکستان .
پوښتنه : محترم عاليقدر ابوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، پوښتنه مي داده چي د لمانځه په اول رکعت کي يو سورت ويل او په دوهم رکعت کي تر هغه سورت مخکي سورت ويل څه حکم لري ، ستاسي د جواب په هيله .
الجواب وهو الملهم للصواب :
محترمه ! په لمانځه کي د سورتونو دغسي قرائت ته معکوس قرائت ويل کيږي ، يعني د مثال په ډول په اول رکعت کي تبت يدا ويل او په دوهم کي اذا جاء ويل دا معکوس قرآئت دی ، زموږ په حنفي فقه کي دا دوه ډوله حکم لري :
لومړی : په فرضي او واجب لمانځه کي معکوس قرائت مکروه تحريمي دی ، او د دغسي لمانځه راګرځول واجب دي ، ځکه دا د فقه قاعده ده چي هر هغه لمونځ چي له کراهت تحريمي سره ادا سي نو د هغه اعاده واجب ده .
دوهم : په نفلي لمانځه کي منکوس قرائت ويل غير مکروه دی او پروا نه لري .
فائده : په پورته حکم کي امام او منفرد دواړه برابر دي .
عربي عبارت :
قال في الدرالمختار : وَيُكْرَهُ الْفَصْلُ بِسُورَةٍ قَصِيرَةٍ وَأَنْ يَقْرَأَ مَنْكُوسًا إلَّا إذَا خَتَمَ فَيَقْرَأُ مِنْ الْبَقَرَةِ ......... وَلَا يُكْرَهُ فِي النَّفْلِ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ .
وقال الشامي في شرحه : بِأَنْ يَقْرَأَ الثَّانِيَةَ سُورَةً أَعْلَى مِمَّا قَرَأَ فِي الْأُولَى لِأَنَّ تَرْتِيبَ السُّوَرِ فِي الْقِرَاءَةِ مِنْ وَاجِبَاتِ التِّلَاوَةِ ؛ وَإِنَّمَا جُوِّزَ لِلصِّغَارِ تَسْهِيلًا لِضَرُورَةِ التَّعْلِيمِ ط .