مدتي اين مثنوي تاخير شد مهلتي بايست تا خون شير شد
د چپ لاس په ګوتوسره د تسبيحات فاطمي شميرل :
پوښتونکی :
قاري محمد رحيم /جلال اباد .
پوښتنه :
محترم استاد علامه ابوالفضل صاحب ته په ډير درناوي سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم ، ستاسو درانه حضور ته مي عرض دادی چي ما د لمانځه وروسته سبحان الله ، الحمد لله او الله کبر ۳۳ واره د دواړو لاسونو د ګوتو په بندونو سره شميرل ، خو يو مولوي صاحب راته وويل چي په دغه شميرلو کي بايد له چپ لاس څخه کار وانه خستل سي ، که په دې اړه څه معلومات راکړئ احسان به مو وي .
الجواب وهو الموفق للصواب :
هو غوره خبر همداده چي ددغه تسبيحاتو په شميرلو کي له کيڼ لاس څخه کار وانه خستل شي ، او يواځي په ښي لاس وشمېرل شي .
په دې هکله د ابوداؤد شريف حديث دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به په راسته لاس سره تسبيحات ويل .
خو که د دواړ لاسونو په ګوتو يا د ګوتو په بندونو سره وشمېرلي سي نو هم څه پروا نه لري ، ځکه په دې هکله عام روايات هم سته ، چي د لاس تعين نسته پکي ، لاندي دواړه ډوله روايات موږ درته ذکر کوو :
د راسته لاس په هکله روايت :
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعْقِدُ التَّسْبِيحَ قَالَ ابْنُ قُدَامَةَ بِيَمِينِهِ [رواه ابوداؤد : بَاب التَّسْبِيحِ بِالْحَصَى].
او د سنن کبری للبيهقي الفاظ په دې ډول دي : عن عبد الله بن عمرو قال رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم يعقد التسبيح بيمينه .
او په دې اړه عام روايت دادی :
عن يسيرة بنت ياسر رضي الله عنها - وكانت من المهاجرات- قالت قال لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم « يا نساء المؤمنات عليكن بالتهليل والتسبيح والتقديس ولا تغفلن فتنسين الرحمة واعقدن بالأنامل فإنهن مسئولات مستنطقات » [أخرجه أحمد 6 / 371، وأبو داود 2 / 170برقم (1501)، والترمذي 5 / 571 برقم (3583) ] .
خو زما په دې هکله نظر دادی چي عام حديثونه پر خاصو باندی محمول دي ، نو ګواکي خاص حديث د عام لپاره تفسير دی ، نو ځکه بايد دغه تسبيحات په راسته لاس سره وشمېرل سي نه په کيڼ لاس . والله اعلم .