مدتي اين مثنوي تاخير شد مهلتي بايست تا خون شير شد
په دوو رکعتونو کي د يوه سورت مکررول :
پوښتونکی :
عبدالرحيم وردګ
محترم مولنا صاحب ابوالفضل ته اسلام عليکم ورحمة الله . زما پوشتنه داده چي که د يو چا سورتونه نه وي په ياد ايا دغه حوک کولای شي چي يواځي قل هوالله مثلا په هر رکعت کي وايي که يا ، او که يو څوک قصدا داسي کوي نو څه حکم لري .
الجواب :
په دوهم رکعت کي داول رکعت سورت مکررول مکروه تنزيهي دی ، په دې اړه سنت طريقه داده چي په هر رکعت کي بېل بېل سورتونه د ترتيب مطابق وويل سي ، نه داسي چي په يوه رکعت په دوهم رکعت کي په مکرر ډول يو سورت ويل کيږي . په حقيقت کي دغسي کول د غير مقلدينو رواج سوی عادت دی . او سنت طريقه ددې خلاف ده .
خو که د چا نور سورتونه نه وي ياد هغه د مجبوري له وجي کولای سي چي همدغه يو سورت چي ياد يې دی په ټولو رکعتو کي وايي .
و في رد المحتار :
( قَوْلُهُ لَا بَأْسَ أَنْ يَقْرَأَ سُورَةً إلَخْ ) أَفَادَ أَنَّهُ يُكْرَهُ تَنْزِيهًا ، وَعَلَيْهِ يُحْمَلُ جَزْمُ الْقُنْيَةِ بِالْكَرَاهَةِ ، وَيُحْمَلُ فِعْلُهُ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ لِذَلِكَ عَلَى بَيَانِ الْجَوَازِ ، هَذَا إذَا لَمْ يُضْطَرَّ ، فَإِنْ اُضْطُرَّ بِأَنْ قَرَأَ فِي الْأُولَى - { قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ } - أَعَادَهَا فِي الثَّانِيَةِ إنْ لَمْ يَخْتِمْ نَهْرٌ لِأَنَّ التَّكْرَارَ أَهْوَنُ مِنْ الْقِرَاءَةِ مَنْكُوسًا بَزَّازِيَّةٌ ، وَأَمَّا لَوْ خَتَمَ الْقُرْآنَ فِي رَكْعَةٍ فَيَأْتِي قَرِيبًا أَنَّهُ يَقْرَأُ مِنْ الْبَقَرَةِ