نن سبا، زمونږه ټولنه ورځ په ورځ د دیموکراسئ په لور په لوړو لوړو قدمونو درومې. د لومړیو ورځو په پرتله چې دیموکراسئ څکه مو د لومړې ځل لپاره وکړه، په ټولنه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوۍ.
ښه مي یادیږې چې، د جیبې تلیفونونو د رواج کیدلو سره زمونږه وطنوالو او په
خاصه توګه ما څومره ستونځې ګاللې.
زما نوم اباسین دي. او د نوم لومړې تورې مي الف او دوهم توري بې دي. د الفبا د
سمونتیا له مخې لومړنې توري الف بیا بې او تې او همداسې په ترتیب سره پرمخ ځې.
د جیبې تلیفونونو د یادښت په نوملړ کې کله چې د چا نمبر ثبتوې، نو د الفبأ د
ترتیب پر اساس ثبتیږې. چې له نیکه مرغه ووایم او که له بده مرغه ووایم، زما
نوم د هر جیبې تلیفون څښتن چې له ما سره یې لږه ډیره اشنايې لرې، په سر کې
راځې.
ښه مي یادیږې چې د شپې په یوه بجه د تلیفون په کړ نګار سره د خواږه خوبه راویښ
شوم. کله چې مي د تلیفون د ځواب ورکولو بټن کیښکودله نو د هغي لورې زما خواږه
دوست د درانه خوب خرار تر غوږو کیده. نو تلیفون مي بیرته کیښود او پوه شوم چې
زلمې په خواږه خوب ویده دي او د اړخ اغوښتلو پر وخت یې په جیب کې پراته تلیفون
بټن د نومونو د نوملړ څخه چې زما نوم تر ټولو لومړې دي کیښکودل شوي. او له ما
سره یې اړیکه برقراره شوئ.
یو څو شیبې وروسته چې ګورم د نوموړي تلیفون نه بیا زنګ راغئ. نو دا ځل پوه وم
چې زلمې به په بل اړخ اغوښتلې وي، او د تیر ځل په څیر یې له ما سره بیا اړیکه
ټینګه شوي. نو هیڅ ځواب مي ور نکړه.
دي دوست چې زما خوب حرام کړې وو او زه هم ویښ پاتې شوئ وم، لږه شیبه وروسته
ګورم چې تلیفون ته مي یو غږیزه پیغام یا وایس میل راغې. کله چې غږیزه پیغام ته
غوږ شوم، د همغه زلمې زنګ وو چې ما یې ځواب ورنکړ، نو د زنګ وهلو وروسته غږیزه
پیغام ته تللې وو. او په پیغام کې د هغه خرار تر هغه ثبت شوې وو تر څو چې د
هغه ټولئ پیسې خلاصې شوي وي.
بله ورځ د موټر د چلولو په حال کې وم چې یو ناڅاپه د تلیفون کړنګار شو. نو د
ترافیکې قوانینو له مخې د موتړ چلولو پر وخت تلیفون کې خبرۍ کول جرم دي، چې د
ځان او دبل د ټپې کیدلو او یا د وژلو ډیر احتمالات شته. نو ژر مي موټر د سرک
غاړې ته کړ او د تلیفون ګوښې ته مي ځواب ورکړ. د سلامه وروسته مخاطب له ما نه
په کرغیړن غږ وپوښتل؛
وړکیه څوک یې؟
ما په سړه سینه ځواب ورکړه؛
وروره، خو تاسې زنګ وهلۍ او خبر به یاست چې چا ته مو زنګ وهلۍ.
له هغې لورې ځواب راکړل شو؛
زه څه پوهیږم چا ته مي زنګ وهلۍ! ژر شه ووایه چې زما کارت دي راخلاص کړو.
ما چې خپل نوم واخیست، نو د خندا شین شو او ویې ویل؛
ښه زما د بل چا سره کار دي اوس دا در بند کړه چې پیسې مي خلاصې شوي.
ما ورته وویل؛
د بندولو بټن تا سره شته خو بند یې کړه.
هغه وویل؛
هي هي، زه څه پوهیږم چې څنګه بندیږې!
زه پوه شوم چې که همدا ډول زمونږه خبرۍ دوام وکړې، نو د غریب ټولې پیسې به
روښتیا هم چې خلاصې شې. نو خپله مي تلیفون بند کړ.
نو دي دوست چې د کوم کس سره کار وو د الف نه نیولې تر یا پورې ټولو شمیرو ته
به زنګ وهې تر څو د خپل مطلب کس وموندئ. که د دي دوست د مطلب کس نوم په یأ
پیل کیږې لکه یاسین نو شاید تر ۵۰۰ افغانیو ډیر زنګونه ووهې تر څو د ده
تلیفونۍ اړیکه د یاسین جان سره برقراره شې.
اوس مهال تر ډیره حده دي ستونځو لپاره د حل کلیوالې لارې چارې پیدا شوي. او دا
اړین دي چې ستا نالوستې دوست تا ته په کومه سترګه ګورې. د بیلګې په ډول زما یو
دوست چې ما له هم ډیر ګران دي زما د نوم پر ځاي یې د زړه نښه ایښودلې. هغه
عربې معقوله ده چې وایې؛
الحبو جانبینې، ولبغضو هاکذآ
یعنې؛ مینه او کینه دوه طرفه ده. که څوک درته ګران وي نو همغه اندازه هغه
مقابل لورې کس تاسره مینه کوې. او څومره چې له کوم کس سره کینه لرې همغومره
مقابل لورې تا سره کینه لرې.
نو دا کلیوالې حل لارې چارې تر ډیره حده زمونږه د هغه دوستانو چې نالوستې پاتې
شوي ستونځې حل کړې. او دا دوست چې کله هم له ما سره خبرې کول غواړې نو د زړه
بټن کیکاږې او له ما سره یې تماس برقراره کیږې. او پوهیږې چې چا ته مي زنګ
وهلې.
که نوم پر ځاې مو د زړه انځور وي کومه خبره نشته خو ځنو بیا زما د نوم پر ځاې،
د آس انځور اچولۍ. او د دي دوست په اند زه ډیر تیز تیز ځم، نو ځکه، زه يې د اس
سره تشبیه کړې یم.
د همدې دوست د تلیفون په نوم لړ کې مي د یو بل دوست د نوم پر ځاې د غوایې
انځور . ولیده، چې غوايې انځور واله دوست د وجود نه پیړ دي. او هغه زما دوست
ته د غوایې په ځیر بریښې! لنډه دا چې د دي دوست موبایل ندې سم ژوبڼ دي.
د یموکراسې او پر مختګ دلته نه تمیږې او پر مخ درومې. اوس مهال دیموکراسې او
پر مختګ فیسبوک ته غځیدلئ. او په ټولنه او کلۍ کې به داسې شا زلمې نه وي چې د
فیسبوک نوم یې نه وي اوریدلې. خو فیسبوک یوه لانجۀ من اړخ لرې او دسولېز اړخ
لرې او پدې میدان کې دا د استعمالونکې پورې اړه لرې چې په کومه لار درومې.
په نور هیوادنو کې هم ټولنو تر ډیره حده خپلې ستونځې د فیسبوک سره د اشنایې
لپاره لرلئ. چې پدې اړوند یې ډیر د جګړې، طلاق، جنګونه، بې لارې، اشنایې، زده
کړه، مالومات او نور مزلونه وهلې او اوس مهال فیسبوک د مؤثریت لپاره
استعمالوې، نه د جګړو لپاره.
همداشان، د فیسبوک اجتماعې پاڼه د بیان د ازادې او د یو بل د ذغملو یو ښه
روزنتون هم دي. پدې لنډو ورځو کې موږ د ولشمرۍ او ولایتې شوراګانو د کایدانو د
کمپاینونو او تبلیغاتو شاهدان په فیسبوک کې وو. چې تر ډیره حده مؤثر واقع شوي
وو. دا لا څه کوي چې وړمه ورځ مي یوه دوست چې په اروپا کې ژوند کوي د فیسبوک
له لارۍ یې مرکه کړې وه. او نتیجه یې هم مثبته وه.
اوس مهال زمونږه ګڼ شمیر ځوانان چې نالوستې دې هم په پراخه پیمانه یې فیسبوک
ته لاس رسې موندلې. نو دا ځلمیانو خو کوم مطلب او یا کومه لیکنه سر نه خلاصیږې
خو د دوي وڼده دا ده، چې د چا عکس ګورې د ملګرتیا وړاندیز ورته کوې. او چې
ملګرتیا دي ومنله. نو د نړې کوم انځور چې ستا تر سترګو نه وي تیر شوي دا خواږه
دوستان یې ضرور درباندې ګورې. که نور انځورونه و نه موندې نو ضرور د خپلې
مبارکې جوسې ګوناګون انځورونه او یا د خپل چم ګاوڼ عکسونه خو حتمأ فیسبوک ته
پورته کوي.
د دوي تر منځ چې یو نیم یې لږ څه د مالګې اوبه دي نو یوه نیمه ویدو هم در
باندې ګورې. ځنې خو د کتلو وې او ځنې خو بس څه چې پر مخ ورشې بیا یې په تا
ګورې. نو د فیسبوک د مؤسس کور ودان چې زمونږ د کلیوالو لپاره یې د وړیا کار
زمینه برابره کړې. او تر ډیره حده دا ځوانان د فیسبوک د نشراتو څانګې لپاره په
وړیا توګه کار کوي.
زه وایم، چې اې کاش دي ځوانانو د زده کړو څکه لرلې نو د همدې اجتماعې لارو به
یې تر ډیره حده څه زده کړې واي. چې زمونږه په ټولنې کې به یې ډیرې اغزیزمنې
پایلې درلودلې.