سهار څه باندې اوه بجې دي، د جلال اباد اسمان کله وریځ او کله شین شي. شاوخوا د غنمو شنه فصلونه ولاړ دي. باد یې په یوه او بله خوا کږوي را کږوي. د پټیو پر پولو او شاوخوا لارو ډله ډله خلک لیکه روان دي. لکه د اختر ورځ چې وي او خلک د لمانځه اداکولو لپاره روان وي.
سپین ږیري مخکې او ځوانان ورپسې دي. ځینو ځایونو کې ځوانان ټولی ټولی روان دي. دلته د شنو پټیو په منځ کې یو جامع جومات دی. خلک همدې خواته روان دي. خلک غواړي د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي او د هیواد په برخلیک ټاکلو کې خپل رول ولوبوي.
دا هغه ځای دی چې یوه ورځ وړاندې، سهار وختي یې د کورونو ښیښې دوه راکټونو وشرنګولې. خو لکه دا غږونه چې د پلاستیکي تومانچو ډزې وې، هیڅ ویره یې خپره نکړه.
د جومات مخې ته ډله خلک ولاړ دي. دوی رایې اچونې لپاره بې صبرانه انتظار کاږي. د رایې ورکونې د دغه مرکز امنیت درېیوو پولیسو نیولی دی. هغوی هر یو تالاشي کوي او بیا یې د رایې ورکونې ځای ته رهنمايي کوي.
پوره دوه ساعته ولاړ پاتې شوم، خو نوبت نه را رسیده. مخ په پټیو روان شوم. دلته پر یوه پوله پنځه سپین ږیري ناست دي. یو چې تر نورو ډير عمر خوړلی دی، د شهادت ګوته یې نیغه نیولې ده. هغه دې ګوتې ته داسې خوشحاله دی لکه د اختر په ورځ چې ماشومان په نکریزو سرو لاسونو ته خوشحاله وي.
د بوډا ګوته شنه ده. هغه رایه کارولې او همدې ته خوشحاله دی چې د خپلې خوښې کاندید په ټاکلو کې یې ونډه اخیستې. هغه نورو ته مخ را واړو:
ګورئ! دا د شکر ځای دی. یو وخت به زموږ مشران په اسلام اباد کې ټاکل کیدل. موږ به ترې هیڅ خبر نه وو. خو نن یې موږ خپله ټاکوو.
بوډا که څه هم په راتلونکې پوره ډاډه نه دی او وايي چې خدای خبر که د دوی ارمانونه پوره شي، خو زیاتوي چې دوی خپل مسوولیت ادا کړی دی.
ویره:
د بوډا خواته یو بل سړی ناست دی. خو د هغه ګوته د رنګ بوتل کې نه ده غوپه شوې. هغه وايي: څه وکړم؟ سبا چپرهار ولسوالۍ ته روان یم. هلته اوازي دي چې د دولت وسلوال مخالفان تالاشي کوي او د چا چې ګوتې په رنګ وي، پرې کوي یې. دهقان سړی یم، که ګوته مې پرې شي له کاره وځم، حکومت کې دومره غیرت چیره دی چې زما د کور نفقه پوره کړي؟ حکومت د خپلو شهیدو سربازانو پوښتنه نه کوي، زما پوښتنه به ښه وکړي! خو هغه وايي چې که دغه ویره نه وای نو خامخا یې رایه کاروله.
دې سړي، دا هم وویل چې د کور دوه میرمنو یې رایې اچولي دي.
له بهرنیو ویره:
یو بل بوډا هم رایه ورکړې، ګوته یې شنه ده. خو خپلې ګوتې ته خپه دی. هغه وایي: که ژر یې رنګ پاک شي، خو ښه ده او کنه نو غم به ورته جوړ شي.
هغه چې د نسوارو له ډبي یې ورغوی ډک کړ، وویل: زه د چپرهار یم. له خپلو طالبانو نه مې ویره نشته. که د خپلې منطقې خلک وي، شاید څه راته ونه وايي. خو هلته له نورو ځایونو هم وسلوال راغلي، که د پاکستانیو او یا نورو وسلوالو په ګوتو راغلم، خدای خبر که روغ ترې تیر شم.
تور ماضي:
له دې ډلې لږ اخوا پنځه نور کسان سره را ټول دي. د هغوی تود بحث روان دی. یو وايي رایه نه ورکوم او دا ځکه چې کومې وعدې چې اوسني کاندیدان کوي، تیرو هم کړې وې. کرزي صاحب ویلي و چې فساد به ورکوي، سم حکومت به جوړوي، کومه ده؟ څه یې وکړل؟ ته محکمو ته لاړ شه، ته نورو ادارو ته لاړ شه! په ښکاره درنه رشوت غواړي. یوه امضاء درته مفته نه کوي. همدې حکومت کې چې څومره بیت المال لوټ شو، په هیڅ حکومت کې نه دی شوی. اوسنیو کاندیدانو خو، ښې وعدې وکړې خو خدای خبر که عملي يې کړي. له هر یوه سره پخواني ښاماران ولاړ دي.
دې جومات نه لږ وړاندې، یو خالي کور دی. هلته د ښځو لپاره د رایې ورکونې مرکز جوړ شوی دی. خو د ښځو راتګ کم رنګه دی. یوه یوه ورځي. لکه بې درملو کلینکونو ته چې په نه زړه ناروغې میرمنې روانې وي.
د وزیر محمد ګل خان لیسه:
له دې ځایه فارم اډې ته لاړم، دلته د وزیر محمد ګل خان مومند په لیسه کې د رایې ورکونې مرکز دی.دلته خلک ډله ډله را روان دي. دوه ځوانان خپلو کې په خبرو بوخت دي. یو وايي: ما په دې نیت رایه ورکړې چې له نورو ښه کاندید بریالی شي.دا زموږ مسوولیت دی. په ټولو اسلامي هیوادونو کې چې ټاکنې کیږي، خلک رایې ورکوي، موږ یې ولې ور نه کړو؟
د درې نورو ځوانانو په مجلس ورګډ شوم. د هغوی ګوتې شنې وې. تازه یې رایې کارولې وې. یوه چې په تورو چرمي بوټانو یې تشناب کاغذ را تیر کړ، وویل:
موږ وسله نلرو، خو په همدې رایې ورکولو پر هغو کسانو ګوزار کوو چې موږ خپل حق ( رایه ورکول) ته نه پریږدي. هغوی دې پوه شي، چې موږ ویره نلرو.
ماسپښین لمانځه نه وروسته د لغمان له الینګار ولسوالۍ یوه ملګري زنګ وواهه. راته ویل یې : اورې؟ ما ویل څه؟ هغه ویل ښه غوږ شه! د ډزو غږونه ول. هغه ویل: له پورې غره ډزې کیږي، خو بیا هم خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي.
دعا:
خلکو دا ځلې هم په ډيرو ویرونکیو شرایطو کې د یوه روښانه او ډاډه راتلونکې لپاره رایې ورکړې، دا به د راتلونکې منتخب ولسمشر وجدان او ضمیر پورې اړه ولري، چې دغو رایوو ته په کومه سترګه ګوري؟ خدایه! د دې هیواد برخلیک نور د بې ضمیره انسانانو لاسونو ته مه غورځوه!
د وري ۱۷مه، ۱۹۹۳
محمد نعمان دوست، جلال اباد