د افغانستان قدرمن ولسمشره، تر سلامونو او نيکو هيلو وروسته هيله من يم چې ته کورنۍ دې بچيان دي خورا سوکالي ژوند ولرۍ، دا خو به لرۍ ، ځکه د هيواد لومړنی کس ياست، موږ غوندې نه ياست.
ولسمشره!
په وروستيو ورځو کې ستاسو دريځ او د خلکو ابهام ډير خلک هک پک کړي دي، موږ رنګي چې نه سر لورو نه سيوری، تر ډيره مو سترګې ستاسو لور ته پاتې دي، ځکه موږ هره ورځ له يو عالم غم سره بيده کيږو، او سهار وختي بيا له يو پنډ غم سره را پوره کيږو.
ولسمشره!
زه ډاډه يم چې ستا ډوډۍ توده او اوبو دې يخې دي، ښه په مزو کې يي، د ديويانو په کلا کې د اوو ديوالونو تر شاه ناست يي، لسګونو او سلګونو چاکران او نوکران به لرې، خو ګرانه مشره، ستا د دفتر مخې ته، د پښتونستان په څلور لارې کې ستا د ميرويس زوی همزولي، ګدايي کوي، په پنځه روپۍ نورو ته موټر ډکوي، سره لمر ته په قير سړک پراته وي.
ولسمشره!
ته پوهيږې چې نن سبا په بازار کې يوه بوجۍ وړه له دولس سوو افغانيو څخه ۱۴۰۰ ته پورته شوي دي، آيا خبر يي چې يو من کچالو تر دوو سوو پورته دي، او آیا خبر يي چې يوه کيلو ګاز اوس په شپيته افغانۍ دی، کيدای شي خبر به نه يي،ځکه تاسره ټول ناست کسان په خيالي دنيا کې ژوند کوي، د هره يوه په جيب کې ډالرې پرتې دي، هر يو د بل هيواد پاسپورت لري، بچيان يي په بهر کې دی او دی په داسې يو خوار وطن کې په زرګونو او لکونو ډالر ګټي.
ولسمشره!
پوهيږې له نن څخه يوه ورځ مخکې به هم موږ فکر کاوو، چې ته به د افغانستان په معاصر تاريخ کې موږ ته تر ټولو ډير د زړه سوي وړ، پر وطن مين، او د پاک زړه سړی يي، خو نن سبا مو په خپل فکر شک پيدا شوی دی، موږ اوس فکر کوو، چې که خدای مه کړه، ته چيرې تور زړی مشر شې، تر وطنه شخصي ګټې درته لومړيتوب ولري موږ به څه کوو.
ولسمشره!
يو بل دوست درته ليکلي و، چې په څلور لارو کې خلکو ته ډيرې ورځې کيږي کار نشته، ډير نور ودونه نکوي، ځکه پر حالاتو او تاسو بې باوره شوي دي، دا خبره رښتيا ده، په ښار کې په څلور لارو کې ولاړ ځوانان چې ټول ستا وروڼه او زامن دي، له سختې بيکارۍ رنځ وړي، په دې ځوانانو کې ډير داسې شته دي چې ګوتې يي لا هم د ټاکنو د ورځې په تور رنګ ښکلې دي، خو نن دوی هم وايي چې ناهيلي يو.
ولسمشره!
له ارګه را و وزه، په خيالي کابينه، رييسانو، مشاور وزيرانو،ښاروالانو، ولسوالانو، او.... دې باور مه کوه، ځکه دوی ستا په شتون کې زور او زر پيدا کړي دي او ټوله دنيا ورته له زور او زره ډکه ښکاري، د همدوی په شتون کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه فاسد هيواد شو، د دوی په شتون کې افغانستان څو برغنډه شو، راشه ملت ته مراجعه وکړه، ملت نور له جګړې، بدبختۍ، شخصي معاملو ستړی دی، راشه مشره، د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړه، پر غوڅ اکثريت رحم وکړه، له روانې استخباراتي، قومي، سمتي او..... جګړې يي وژغوره، پلان او تدبیر ونيسه، وجدان قاضي کړه او د ملت په ګټه پريکړه وکړه.
مشره پوهيږې، ملت تا قهرمان بولي، بابا درته وايي، ډيرو دې انځورونه په جيب کې ساتلي دي، راځه دا مينه په خپله رييښتونولي وپاله، پوهيږې ته د پښتنې مور زوی يي، د پښتنې مور شيدې دې رودلي دي، د پښتنې مور غږ واوره، پر خپل ولس لږ رحم وکړه.
مشره ملت له تا څو غوښتنې لري:
تر خپلو ګټو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړه.
د نورو تر خوشالۍ، د ملت او ځوريدلي افغان خوشالۍ ښه وبوله.
په شويو ټاکنو کې کار اهل کار ته وسپاره، منم چې تاته د ارګ پريښودل ګران دي،خو خير دی ستا د سر دښمن دې واک ته ورسيږي خو چې وطن را جوړ کړي.
مشره ډير وخت به نلرې، ځکه اوس شکر دی د څو ديرش ميليونه ملت تر څنګ درې بچيان هم لرې، راشه د ميرويس او نازو پر سر قسم درکړم چې مه کوه نور، ځکه د ملت هر بچی چې مري مور يي د خپل زوی په غم په کيدونکې ژړا کې ستا بچي ته مرګ غواړي، د وطن هر مشر چې بې عزته کيږي، په ښيراوو کې تا هم بې عزته غواړي، راشه مشره، نور بس ده، ۱۳ کاله ډير وخت دی، وطن ته دې ډير څه وکړل، خو اوس يو څه وکړه جرأت وکړه، را پورته شه، او د خلکو رايو ته درناوی وکړه، نور د ارګ له پټو ناستو، معاملو، سهامي شرکتونو، ځان پالو، سمتپالو، قوم پالو، حزب پالو تير شه، ملت درسره دی، خو که ته له ملت سره شې.
په درنښت
ستا کړيدلی، بيکاره، فقير، د استخباراتي ، قومي، مذهبي او تپل شوې جګړې ښکار ولس
د ليک ليکوال صمدخان غر