ویل کېږي کله چې خوشحال خان خټک د مغلو په وړاندې خپله مبارزه پیل کړه نو مغلو خوشحال خان خټک زنداني کړ. مغلوو غوښتل چې خوشحال خان له منځه یوسي،خو و نه توانېدلچې دا کار وکړي، ځکه چې هغه یو قومي مشر ؤ او نه یې شو کولی چې د پښتون ټبر سره دده په سر د ښمني په غاړه واخلي. له مشورې نه وروسته په دېپرېکړه ورسیدل،چې یو بې عقل انسان له خوشحال خان سره په زندان کې یوځای کړي، ترڅو خوشحال خان خټک په تنګ او بالاخره يې عصبي کړي. کله یی چېبې عقل انسان د خوشحال سرهیو ځای کړ نو خټک خوشحاله شو ویل یی چې څه ښه وشو ملګر مې پیدا شو اوس کولی شم چې مبارزی ته مې له همدې ځایه دوام ورکړم، کله چې خټک ورته د پښتون ټبر د مظلومیت د خلاصون په اړه خبري وکړي نو د دي شخص سترګې ډکې او ورته په ژړا شو خټک خوشحاله شو او فکر یې وکړ چې دا ښه شوچې د دي مظلوم ټبر یو بل غمخوار هم پیدا شو خو په زړه کې یی دا پوښتنه راپیدا شوه چې راځه ته خو یو وار پوښتنه وکړهچې په کومې خبري دا شخص دومره زیات پریشانه شو. په ځواب کېبې عقله انسان ورته وویل: کلهچې تا خبري کولي نو ږیره دې خوځیده په دې وخت کې ماته مېوزه (بېزه) راپه یاده شوه کله به چې هغې واښه خواړه نو ستا غوندې به یې ږیره خوځیده نو ستا د ږیري په لیدو ما ته خپله وزه راپه یاد شوه اوس مې یادیږينو ځکه می وژړل، خوشحال خان خټک د دې خبري په اوریدو ډیر خفه او سخت دردمند شو. غږ یې وکړ چې د خدای(ج) په خاطر د ا بې عقله له مانه لري کړئ.
خدای (ج) دي موږ تاسو ټول د بې عقلانو له حماقت څخه وساتي. آمین.