تاند ویب پاڼه کی می ولوستل چی امریکایی اداره خوښه نه ده چی دوستم په حکومت کی مرکزی رول ولوبوی. دا نقل قول استدلال کوی چی: که دوستم په حکومت کی مرکزی رول و لوبوی نو خپلی ملیشی به بیا کابل ته راولی او زموږ د څوکلونو پرمختګ به په اوبو لاهو کړی.
ولی حقیقت برعکس ده، هیڅ استعماری قدرت نه غواړی تر څو د هغوی په مستعمره کی یو خپلواک، متمرکز او پیاوړی حکومت وده وکړی. استعمار کوښښ کوی چی یو ناتوان او ضعیف حکومت جوړ کړی تر څو استعماری ګټی خوندی وساتئ او د استعمار ګټی په یو مرکزی او مقتدر حکومت کی له ګواښ سره مخامخ کیزی. ښه مثال یی د لیبا، عراق، مصر، سوریی حکومتونه دی، ولی افغانان لاهم ویده دی او په ډول ډول نمونو وژل کیږی. دا څلورمه لسیزه ده او خصوصاْ دا دیارلس وروستی کلونه پښتانه د مخکنی پلان په بناء د تباهی په لور ټیلوهل کیږی. که اشرف غنی قدرت ته ورسیږی نو یوه سالمه اداره به جوړه کړی، کله چی فساد ورک شی طبعی ده د ولس اعتماد په مرکزی حکومت زیاتیزی او تکیه په خارجی قواوو له منځه ځی چی دا کار امریکا نه غواړی. بله دا چی اشرف غنی شریر انسان نه ده، جنګ نه خوښوی او مسلح خلک نه لری چی ګتی یی په جنګ کی خوندی وی نو ضرور ده چی جنګ ته به د پای ټکی کیږدی او دا هغه څه دی چی امریکا یی نه غواړی.
دوستم که څه هم په خپله چندان سابقه نه لری ولی د دوستم قدرت ته رسیدل به د عطا محمد نور د قدرت زوال وی، شاید هم څه مشکلات د عطا محمد او دوستم تر منځ د قدرت په سر را منځ ته شی چی په نتیجه کی به د عطامحمد د قدرت ګدی نسکوره شی. هغه افغانان چی په دی دیارلسو کلونو کی په ډول ډول نمونو ځورول کیدل په آرامه ساه واخلی او بیرته به خپل عادی ژوند ته را وګرځی.
۲۰۰۹ کال کی امریکا ډیر کوښښ وکړ چی د نظار شورا غړی عبدالله د انتخاباتی درغلیو په لړکی قدرت ته ورسوی ولی په هغه مرحله کی خپل هدف ته په رسیدو کی بریالی نه شول. امریکا یان د افغانانو په شان یوه اشتباه دوه ځله نه تکرار کوی، دا ځل یی ددی په ځای چی د انتخاباتی کمیسیونون له لاری مداخله وکړی په غیر مرئی شکل و لایاتو کی داسی خائنین وروزل چی د عبدالله په شان ملی خائینینو ته فعالیت وکړی.
که غواړی چی: په سوله او آرامی کی ژوند وکړو او یو پیاوړی هیواد ولرو نو اشرف غنی ته باید رایه ورکړو.
که غواړی چی: په کورونو مو بمونه ووریږی، په سپیو و داړل شو، د ترورست په نامه سپک او ورټل شو، ښوونځی مو وران شی، نور نسلونه مو هم بیسواده او بی تعلیم پاتی شی، ماشومان مو یتیمان شی، میندی بوری شی، یو فاسد او بی کفایته حکومت ولرو، ټولی دولتی اداری د نظار شورا په افرادو ډکی شی، ټول سفارتونه د نظار په جګړه مارو ډکی شی، او ... او نو بیا عبدالله ته رایه ورکړی.
بافلو، نیویارک