غني ته په سلهاوو زرو افغانانو ددې دپاره پاکې ساکې رايې ورکړې چې غني يو نوی او پراخه فکر لري ، دافغانستان جوړونې يوه طرحه او پلان لري او دافغان ژغورنې علمي قوت لري ، غني زر نه لري خو شخصيت يې جوهر لري ، منطق ، دليل او هنر لري ، غني او دغني ملګري نه غلطي کوي او نه په تقلب باور لري ، دغني تر شا د ټوپکونو لښکر نشته بلکې ترشا يې خپل مظلوم ولس لکه غر ولاړ دی٠
که ملي خاينان هر څه هڅه وکړي چې رڼې ټاکنې شکمنې کړي په هر ځل به دغني رايې تر مخکيني ځل ډېرې وي ځکه چې جعلکاران رسواکيږي او شرميږي ، ولس جعلي ولسمشر نه غواړي ، ولس ويښ دی او دخړو اوبو کبان اوس نشته٠
غني هيچا ته قدرت ته د رسېدو په خاطر د رشوت ، خيانت او سازش وعده نه ده ورکړې بلکې په وطن او خاورې مينان پرې پخپله لکه پتنګان راټول شوي دی ، د غني ملګري د شخصي منصب پرځای د وطن ژغورنه غواړي
غني نه د چا ماما دی نه کاکا ، نه دچا ترورزی دی نه مامازی ، نه دچا قومي دی او نه هم سيمه وال او کليوال ، غني د افغانستان د غنا او ژغورنې يو لوی فکر دی او يو رهبر دی ، او که ظالمانو خدمت ته پرېښود او د ملت د رنځ طبيب شو نو بيا بويه چې زموږ دټولو بابا دی ٠