ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله او ډاکټر صاحب اشرف غني دټا کنو په دوهم دور کي
دافغانستان موجوده وضعیت ته په کتو سره مي وغوښتل چي دپوهنتون دیوه استاد په توګه دغه حالت په لڼد ډول تحلیل کړم :
دافغانستان پتمن ملت په پوره شجاعت اوملي تدبیرسره دوري دمیاشتي دشپاړسمي ټاکنو کي برخه واخیسته اودغه ملي پروسې ته يې حماسي رنګ ورکړ . سره لا يې چي دملت داکثریت برخي اخستني دوهم دورته دټاکنو دتک امکان له منځه وړی و خو دادی اوس ښکاري چي د دوهم دورته دټاکنو تګ دغه ویاړلی اوباتو ر ولس غافیلګر کړ . نوڅه به وشي ؟
ولیدل سو چي ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله درایو دشمېر دعددله مخي ترډاکټرصاحب اشرف غني مخکي راوستل سوی دی دناامنی له امله یو شمېر مرکزونو ته دخلکو نه تګ ، یوشمېر مرکزونو کي دپاڼو خلاصیدل اونوري ستونزي ددې لامل سوي چي دډاکټر صاحب اشرف غني مینه وال له خپګان سره مخ کړي له بلی خوا دتحول پلویان دډاکټرصاحب اشرف غني ، زلمي رسول ، ښاغلی ګل اغا شیرزی ، سیاف صاحب اونورو کاندیدانو ترمنځ وویشل سوې او دډاکټر صاحب اشرف غني پررایو يې په اول دور کي منفي اغېزه وکړه کله چي انتخابات دوهم دور ته ځي ډېر امکان لري چي دډاکټرصاحب عبدالله لپاره درایو اندزه په هغه حدودو کي چي اوس اعلان سوی پاتی سي ،خو دتحول اومثبت بدلون دهغو پلویانو رايې به چي تیر ځل يې زلمي رسول ، ګل اغا شیرزی ، هدایت امین ارسلا اوسیاف صاحب ته رايې ورکړي وي دډاکترصاحب اشرف غني په رایو اضافه شي .
له بلي خوا داسي اټکل کیږي چي انتخابات به یواځي ددوتنو ترمنځ وي اودولایتي شوراګانو پاڼي به هم نه وي نو څوچي پروسه بسیطه اوساده کیږي ددرغلۍ امکان هم پکي کمیږي ، له بلي خوا داځل څارونکي هم ددرغلیو دامکاناتو په حساسو ځایونو پوه سوي دي نوداټول شواهد څرګندوي چي په دوهم ځل به دډاکټر صاحب اشرف غني رايې دډاکټر صاحب عبدالله عبدالله تررایو زیاتي سي متاسفانه په تیرو درویو اونیوکي دډاکټر صاحب عبدالله عبدالله دانتخاباتي ټیم دغړو اخطارونو ،ناوړه تهدیداتو اودوینو دویاله بهیدو خبرو دډآکټر صاحب یوشمېر پلویان مایوس او دده دټیم له غړو څخه بېزاره کړي .
ممکن هغوی خپلی رايې داځل اشرف غني ته ورکړي داسي ښکاری چي دیوشمېر بهرنیو مطبوعاتو تبصرو اولیکنو له مخي دډاکټر صاحب اشرف غني علمي دریځ ، زړورتوب ، سپنو اوپاکو خبرو ، منطق استدلال اوقوي پروګرام محتوا په هکله نظریات څرګند کړي دغو نظریاتو اوتبصرو دډآکټر صاحب اشرف غني په هکله نور هم دخلکو ذهنیت مثبت کړ.
په دې توګه به دغه عوامل ددې لامل سي چي ډاکټر صاحب اشرف غني دزیاتو رایو اخیستونکی سي اما ډېره لویه ستونزه تر دوهم دور پوری دخلکو انتظار او دبیا بیا درغلیو په هکله دخلکو تشویش اوقهر دی
خدای ج دي وکړي داځل دانتخاباتو کمیسون دخلکو پرحال اودهیواد پرراتلونکي زړه وسوځي اوصفا عادلانه اوشفافه فیصله وکړي .
کندهار