عاقل خان علمدوست دښځينه وو ارايشګاه مخې ته موټر ودرولو او خپلې تورسرې بيبيانې يې راپورته کړلې د زوم کور دومره ډېر لرې نه و خو سپېره خوړ سره لار بنده وه ، دوی ښه ډېر وخت دغزګي يخ سيورې ته د سيند پرغاړه تېر کړ لار ليا بنده وه عاقل خان پر خپل څادر ودرېد او د لمانځه غږ يې وکړ ، تور سرو حيران حيران يو او بل ته وکتل يوې يې زړه نا زړه د عاقل خان نه په وېره وپوښتل : دادا زه اودس نه لرم ، که اودس وکړم ټول سينګار ( Make up) مې په سيند لاهو کيږي ، يوه لپه افغانۍ مې پرې ورکړي دي که تمم وکړم څنګه به وي ؟
عاقل خان چې په سخاوت کې له تيږې هم کلک و ، د سيند نه د رابيلې شوې ويالې يې ورټوپ کړ او خپلو تور سرو ته يې وويل : ما اورېدلي دي چې وايي اګر ضرورت باشد رواه باشد ، خو لمونځ کول په هرحال کې لازمي امر دی ٠