دويم پړاو ټاکنې او زما لنډ وړاندېزونه. محمد ګلاب منګل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59397

دخبریدو نیټه : 2014-04-27


لومړۍ:داځل به دوه مخکښ نوماندان(ډاکتر عبدالله اوډاکتراشرف غني) دسيالی اورقابت ډګر ته راوځي,پدې توګه دپرېکړې اوانتخاب کولو کار آسان شو او افغان اولس کولای شي په اسانۍ سره دخپل ځان,کورنۍ اوهېواد په هکله مناسبه پرېکړه وکړي. دافغانستان خلک دواړه څېرې ښې پېژني اوپه اړه يې په آسانۍ سره قضاوت کولای شي:
-ډاکتر اشرف غني نړيوال مفکر دی.
-ډاکتر اشرف غني نړيوال نيک اومثبت شهرت لري او په تېره دوره کې دملګرو ملتونودسرمنشي پوست ته کانديد هم و.
-ډاکتر اشرف غني دهېواد په کورنۍ جګړو کې چې په پايله کې يې په لس ګونو زره هېوادوال قرباني اوکابل په کنډوالو تبديل شو، دهيڅ جنګي ډلې په پلوی برخه نده اخيستې اولاسونه يې له وينو پاک دي.
-ډاکتر اشرف غني په نړيواله اوملي کچه ددندې اوکارکولو پاکه اوبريالی سابقه لري, دنړۍ په مشهورو اومعتبرو پوهنتونونو کې استادپاتې شوی اوپه نړيوال بانک اودسيمې اونړۍ په يوشمېر هېوادونو کې يې دمهمو پروژو اوبرنامو کامياب مديريت تر سره کړيدی,دهېواد په دننه کې دآسيا په کچه دماليې غوره وزيرچې له اوږدوجګړو اوخپلسريو وروسته يې دلومړي ځل لپاره عوايدمرکزي اوملي کړل اودخپلسرو,زورواکو,چورواکو اوملي تالانګرو په خوله يې داسې ګوزار وکړ چې ترننه پورې يې دکېنې اوغچ لمبې په زړونو کې تازه دي اوله اشرف غني ويره لري نوپه وياړ سره ويلای شو چې لاسونه يې له فساد څخه هم پاک دي.
- دآيساف اوناټوله ځواکونو څخه يې دپوځي لېږد(انتقال)بهيرپه کاميابی سره تر سره کړ,دافغانستان څلوردېرش ولايتونو ته يې په وار وار سفرونه وکړل اوهلته يې دهېواد ملي او وياړلی بيرغ ورپاوه.
-ډاکتر اشرف غني دراتلونکي حکومت لپاره په اقتصادي,ټولنيز,سياسي,پوځي,
ښوونه اوروزنه,روغتيا,سولي اوثبات,ملي روغي جوړي,له ګاونډيو,سيمې اونړيوالو سره اړيکې ,ښې حکومتداری ښځو,ځوانانواودژوند په نوروکې مشخص علمي اوعملي پروګرامونه لري چې اولس ته ددوی په ويناوو اومناظرو کې په ښکاره توګه بيان شوي اودهغو شاهدان يو اونورپه لس ګونو موارد شته چې يادونه يې کولای شو.
اوس به راشو سيال ته;
دطب ډاکتر چې دروغتيايي خدماتو پرځای يې دعمرزياته برخه په نظامي چارو اوجګړو کې تېره شوی,اودکورنيو جګړو او وژنوله ملامتۍ څخه هم برآت نه لري, نه يوازې داچې نړيوال مثبت شهرت نه لري بلکې په هېواد دننه ديوې مشخصې سياسي اوجنګي ډلې استازيتوب کوي,کاري او اداري تجربه يې يوازې او يوازې دبهرنيوچارو په وزارت کې خلاصه کېږي اوهغه داسې چې دده دمسوليت په مهال نوموړی وزارت ديوې معينې ولسوالۍ اودرې په ولکه کې و هغه وخت په نوموړې ولسوالی کې حتی چلونکی او آشپز نه موندل کېدل ځکه چې ټول د بېلا بېلو هېوادونو په سياسي نماينده ګيو کې سفيران,قونسلان او....نور مقرر شوي وو دډاکتر صاحب لپاره دتقرر معيار ژبه,سيمه اوسياسي اړيکې وي ,نه وړتيا,مسلک اوښايسته ګي.
اوس پداسې حل کې چې ګران هېوادمو دتاريخ په يوه حساس پړاو کې د ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله تر مينځ داولس تاريخي انتخاب ته سترګې په لاره دی پر موږ اوتاسو ده چې په پوره ځيکتيااوهوښيارتيااو دتاريخي ستر مسوليت په درک کولو سره داسې فيصله وکړوچې:
۱-هېواد له کورنيو جګړو ,بې ثباتي اوبحران څخه وژغورو.
۲-حکومت له ژب پالنې, سمت پالنې اوتنظيم پالنې څخه وژغورو.
۳-هېواد له سړي تيښتونې,فساد,ددولتي ملکيتونو غصب,نشه يي توکو قاچاق اونورو غير قانوني کړنوڅخه وژغورو چې په نړيوال ډګر کې يې افغانستان بدنام او بې باوره کړيدی.
۴- داسې مشراوزعيم وټاکو چې په خپل نيک شهرت,پوهې اوغوڅې ارادې سره هېواد ته آبادي اوسوکالي راولي ,ملي يووالی ټينګ او نړيوال باورترلاسه کړي څوپه معيارونو او ارزښتونو متکي دټولو وروڼوقومونو په مشارکت اوبرخې اخيستنې سره ښه حکومتداري رامينځته شي اوهيواد دنيکمرغۍ په لور روان شي.
دپرون ورځې له ټولو رقيبانو اوسيالانوهم په درنښت هيله من يم چې دستر ملي آرمان ته درسېدو په منظور خپلې تېرې خوابدۍ اوشکررنجۍ يوې خواته پرېږدي ,آفغانستان وژغوري,افغان وژغوري اودهېواد وياړلی تاريخ وژغوري.دسوکاله اوغني افغانستان په هيله اشرف غني ته رايه ورکړۍ.