ترجمه (اې خلکو تاسي مو پیدا کړی له یو نارینه اوښځي څخه او وموګرځولی ډلی ډلی اوقوم قوم ترڅو یو بل وپېژنی . تاسو څخه ترټولوغوره هغه دی چي پرهیزګار وي )
موږ هریو دټولنی دآګاه اوپوه قشر په توګه په دې باندي پوهیږو اوباید تل دا عالمانه فکر له ځان سره ولرو چي قوم ، سیمی ، قشر اوداسي نورو ډېرو تنګ نظرانه اوسطحی مسایلو اوقشر بافی څخه په کلکه ځان وژغورو . قوم اوطایفه الله ج دیو ستر حکمت له مخي پیدا اوخپل نازولي بندګان يې یودبل پېژندنی په خاطر یوه یوه جلا قوم ته منسوب کړي دي .
ددې معنا دا نه ده چي یو قوم ، یوه کورنۍ یا دیوې ځانګړی سیمی خلک دي ځان پرنور لوړ وګڼی یا ځان یوې کورنۍ ، قوم اوسیمې پوری داسي ونښلوي چي ترنورو خپل فوقیت وښيي یابل چاسره تعصب ښکاره کړي .
لکه هغسی چي دهرچا ځان ته خپل نوم دی نو هرڅوک یوې سیمې اوکورنۍ پوري هم اړه لري . په ټوله دنیا اوآن په اروپا اوامریکې کي دیو شخص نوم بشپړ نوم درې برخي لري : اصل نوم ، تخلص ، اوکورنۍ نوم . دا هیڅکله دکوم تعصب ناپوهي یاقشرګرايي معنا نه لری ډېرو نوروهیوادوکي یوڅوک دخپل کورنۍ اوسلسلی اونصب دخپل نوم دریمه برخه ټاکي مثلآ
(ملهوترا) په هند کي یوه کورنۍ ده یا دهند پښتانه چي اوس کاملآ هندیان سوي دي تل دخپل نوم سره (خان) لیکی لکه( دبټ) یوه پخوانۍ کورنۍ ده او په اروپا کي (لیونارد ) اوډېر داسي نور مثالونه هم سته او همداسي چي په امریکا کي چي څوک ځان معرفي کوي دخپل اوسید دښار نوم ورسره اخلي .
زموږ هغه هیواد وال چي په غزنی کي غزنیوال ، په تخار کي تخاري ، په هرات کي هروي ، په ننګرهار کي ننګرهاري ، شینواری ، کامه وال ، ستانګزی اوداسي نور تخلص یا دنوم یوه برخه ټاکی نه یواځي داچي غیرعلمی اوغلط کار دی بلکی ډېر ښایسته ، عالی او دستایني وړ کار دی له نیکه مرغه موږ په کندهار کي دهوتک ، بابی ، پوپل ، درانی اوداسي نورو نومونه اوتخلصونه لرو خو دا دتعصب اوتنګ نظری معنا نه لری بلکی له نړیوال اصل اوفرهنګ سره سم دا دنوم یوه برخه (تخلص ) وي. که چیری څوک په دې کار په پټو سترګو او نا پوهی سره دتعصب یابل څه ټاپه لګوي باید هغه پوه کړو .
موږ لرغونی آریانا ، پتمن افغانستان اوبالاخره دټول بشریت له درانه فرهنګ او دتاید وړ کلتور تابع ، حمایه کوونکی اوساتونکی او وده ورکوونکی یاستو او باید واوسو.
زه دهغه چا پرحال افسوس کوم چي له هراز تهمت اوبهتان څخه ډډه نه کوي اوځني منور اوآګاه شخصیتونه په تعصب تورنه وي زما هیله داده چي خپل تشخص هم وساتو تواضع ، حلم ، علم ، اوملي هویت هم څرګند کړو او په مجموع کي په ټولنه کي مثبت رول ادا کړو نه دکرکی اوسپکاوي .
په تحقیق سره چي ترټولو غوره هغه څوک دی چي تقوا کوونکی اوریښتنی انسان وي
په درناوي
پوهیالی حاجي حضرت ولي( هوتک ) د کندهار پوهنتون استاد