د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو له نتیایجو څخه دا خبره څرګندیږي چې ټاکنې دوهم دور ته روانې دي. په دوهم دور کې به دوه مخکښ کاندیدان هر یو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی سره شریفانه رقابت کوي. د افغانستان خلک به تصمیم نیسي چې چاته رایې ورکړي ترڅو له دې دوو مخکښو کاندیدانو څخه یو ته د ولسمشرۍ مقام حاصل او د افغانستان د ولسمشر په حیث د ولسمشرۍ په څوګۍ کیني. هر ولسمشر چې راځی نو ښایي د ملت د خوښې او ارادې په زور راشي ، د ملت د خوښې او ارادې پرته که څوک قدرت ته رسیږي نو هغه د خلکو د خوښې ولسمشر نه ګڼل کیږي ، او هرکله چې د ملت د خوښې خلاف څوک ولسمشر کیږي ، هغه ولسمشر قانوني حیثیت نه لري او له دې سره بیا په هیواد کې ستونزې نورې هم زیاتیږي.
د هر افغان رایه د هغه حق دی ، او هغه حق لري چې د خپل حق څخه په استفاده خپله رایه په آزادانه ډول خپل د خوښې کاندید ته ورکړي ، او دا حق هم لري چې د خپلې رایې پوښتنه وکړي او خپل حق وغواړي. د رایې ورکوونکی په حق کښې خیانت ناوړه عواقب لري ، حق باطل ګڼل او باطل ته د حق جامه اغوستل لوی خیانت او منافقت دی . انتخابات د دې لپاره کیږي چې د خلکو له خوا په عادلانه او صادقانه ډول ولسمشر وټاکل شي او دا ولسمشر بیا د ملت د خدمت لباره هغسې کا رکړي څرنګه چې یې خلک غواړي . خلک چې یو ولسمشر ټاکي نو له ولسمشر څخه د کار او خدمت توقع هم کوي. دواړه محترم کاندیدان ځانته ځانته پلویان لري ، د هر یو پلویان غواړي چې د دوي کاندید په ټاکنو کې بریالی شي . که د داکټر اشرف غني پلویان غواړي چې اشرف غني ولسمشر شي نو د ډاکټر عبدالله پلویان هم غواړي چې د دوي کاندید د جمهوري ریاست په څوګۍ کیني. خبره دا ده چې له دواړو څخه به یو تن بریالی کیږي ، که چیرې یو تن بریالی شي نو دا ددې معنی نه لري چې بل یو یې ناکام دی .
دا ځکه چې دواړه طرفداران لري ، دیو کاندید رایې به د بل کاندید له رایو څخه یو څه تو پیر ولري ، دا طبیعي خبره ده خو دواړو کاندیدانو ته ښايي چې د یوبل کامیابي ومني ، که چیرې په دې دوو کاندیدانو کې یو تن بریالی کیږي نو ناکم کاندید ته ښايي چې کامیاب کاندید ته تبریکي ورکړي او دافغانستان د راتلونکي جمهور په حیث یې قبول کړي دا ددې لپاره چې له یوې خو د ملت خوښې او ارادې ته احترام وشي او له بلې خوا افغانستان له سیاسي بحران څخه و ژغورل شي. په انتخاباتو کې تقلب او تخلف په هیڅ صورت د هیواد او هیواد والو په ګټه نه دی . تقلب او تخلف افغانستان د بحران خوا ته راکاږي او له داسې حالت سره یې مخامخ کوي چې بیا به د حل هیڅ لار پاتې نه شي. د ولس رایو ته احترام او د تقلب او تخلف څخه ډډه کول بهترینه او ښه لار او طریقه ده. هر افغان باید د رایو د ورکولو په وخت کې خدای پاک ناظر او شاهد وګڼي ، د دواړو کاندیدانو د ټیمونو خلک باید خدای ناظر او شاهد وګڼي او له الله پاک څخه ویره وکړي ، د ملت په رایو کې خیانت له ځان سره خیانت دی د ملت له رایو سره خیانت ستره او عظیمه ګناه ده که څوک غواړي چې د خدای په غضب اخته شي نو د ولس په رایو کې دې خیانت وکړي او که څوک غاړي چې د الله پاک له غضب څخه په امان کې پاتې شي نو په انتخاباتو کې دې له هر ډول لاس هنو او تقلب څخه ځان وژغوری ، د دواړو کاندانو تر منځ شریف رقابت د هیواد او هیوادوالو د نیکمرغۍ او هوسايۍ سبب ګرځي ، د دواړو کاندیدانو تر منځ شدیف رقابت په هیواد کې د سیاسي ، اقتصادی اجتماعی ثبات او استقرار سبب ګرځي .
د افغان ولس واقعا په هیواد کې داسې اسقرار او ثبات غواړي چې په سیوري کې یې شرافبمندانه او آبرومندانه ژوند څخه برخوردار شي. د انتخاباتو د کمیسیون او د شکایاتو د اورید کمیسون ایمانی او وجدانی دنده ده چې په پې طرفانه ډول کار او فعالیت وکړي او په صادقانه او عادلانه ډول د ولس حقوق پرځای کړي. د ملت په حقوقو کې خیانت به د دواړو کمسیونو مشران او غړي د الله پاک په وړاندې مخ تورن کړي او که د ملت په حقوقو کې خیانت ونه کړي نو الله پاک به یې په دنیا او آخرت کې سر فرازه او بختور کړي.