دتهمتونو یار دې زه یم +++ د سپینې خولې یاران دې نور نیولي دینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59416
ډاکتر عبدالواسیع قانع
دخبریدو نیټه : 2014-04-30


دا لیکنه ځکه پدې عنوان او فورم کې لیکم چې تیره لیکنه مې ځینوهیوادوالو پوره نه وه درک کړې. زه هیله لرم چې ترهرڅه لومړی دا درک کړو چې د نظر اختلاف یو حقیقت دی چې باید ومنل شي، خو مهمه داده چې په هدف کې باید سره شریکان یو. زه خپله د اسلام او افغان ملت ددفاع په سنګر کې پروت یم. هر مسلمان او افغان چې ددې هدف لپاره هرډول مبارزه کوي، زه یې نه ردوم، بلکې که مې وس ورسیږي د خپل توان په حدودو کې ورسره مرسته کوم. ما، زما کورنۍ او زما نږدې خپلوانو پدې لاره کې هم زندان لیدلی، هم مو شهیدان ورکړي او لاهم دا لړۍ روانه ده. له همدې امله له نورو مبصرینوڅخه هم هیله کوم چې بې ځایه د سیکولر، فیسبوکي او نورو بې ځایه تهمتونوڅخه ډډه وکړي، ځکه چې نه یوازې دا کلمات او ټاپې دوی ته کومه ګټه نه کوي، بلکې صحیح سیاست هم ندی او داپداسې حال کې چې همدا اوس اوس د ځینو نورو لخوا د طالب، حزبي او فاشیست په تهمتونو رنګ یم. هغه څه چې زه پرې باور لرم دادی چې له اسلام او مسلمان مظلوم قوم څخه دفاع ترټولو لوړ رسالت دی چې ما مکلفوي په جرات سره خپل نظر اظهار کړم او هغه چې متوجه ندي متوجه یې کړم، او هغه چې آګاهانه خپلو نارواوو ته دوام ورکوي، هغوی هم پوه شي چې خلک ویده ندي او ددوی په مکاریو پوهیږي.
دویمه خبره داده چې مونږ هدف ته د رسیدو لپاره بیلابیلې لارې، وسایل اوتکتیکونه کارولای شو. دالله پاک توصیه داده چې ددعوت لاره مو باید غوره، په حکمت او بصیرت سره بنا وي او په هغه تکتیک باید مبارزه وکړو چې ترټولو ښه وي.
دریمه خبره داده چې مونږ د یو عادي، آیدیال او روښانه حالت سره نه یو مخامخ. وضعیت ډیر مغلق، ډیربد، ډیر د خوښې خلاف، ډیر ګونګ او نا معلوم دی. امریکا او متحدین یې دلته د معتدل اسلام د رامنځ ته کولو، د اقلیتونو او دښځو د حقوقو د خوندی کولو ترنامه لاندې هڅه کوي له یوې خوا خپل مخالفین له منځه یوسي، له بلې خوا خپل ملګري پیدا کړي او همدارنګه په سیمه کې خپلو اوږدمهاله سیاسي، اقتصادي او نظامي هدفونو ته ورنږدې شي. پدې برخه کې د امریکا او متحدینو ځینې ګټې او هدفونه او همدارنګه ددوی تکتیکونه زمونږ د ځینوګټو خلاف دي، خو امریکا او متحدین یې ځینې داسې هدفونه او ګټې هم لري چې زمونږ له ګټو سره ټکر نلري، د مثال په توګه که امریکا غواړي چې په مرکزي آسیا کې د ایران، چین او روسیې سیاسي او اقتصادي نفوذ کمزوری او خپله برخه پکې جوړه کړي، زمونږ ورسره څه غرض دی؟ که امریکا غواړي چې د مرکزي آسیا له منابعو ګټه واخلي، نو زمونږ ورسره څه غرض دی؟ که چیرې امریکایان او متحدین یې له جنګه لاس واخلي، د افغانانو په داخلي چارو کې مداخله ونکړي او پریږدي چې افغانان خپل اسلامي هویت، د اقلیتونو ترمنځ روابط او د ښځو حقوق پخپله تنظیم کړي، نو مونږ به ولې له امریکا او متحدینو سره دښمني غوره کوو؟
څلورمه خبره داده چې ددې پیچلي او سخت وضعیت په وړاندې باید محکم، حکیمانه او له بصیرته ډک سیاست غوره شي. محکم پدې معنی چې خپلې سرې کرښې باید په روښانه ډول راته معلومې وي، حکیمانه پدې معنی چې سنجول شوي او خیرخواهانه اقدامات باید وکړو او له بصیرته ډک پدې معنی چې باید لږ ترلږه لس، شل او پنځوس راتلونکي کلونه په پام کې ونیسو چې دا ملت او مملکت کوم ځای ته رسول غواړو.
په اسلامي فقه کې یوه مشهوره او عامه قاعده داده چې که مسلمان د دوو ضررونو یا مفسدینو سره مخامخ شي، نو اهون الشرین یا اخف الضررین ته به ترجیح ورکوي. یعنې هغه ته به ترجیح ورکوي چې شر یا ضرر یا فساد یا تاوان یې لږ وي. مونږ ټول پدې باوري یو چې د ولسمشرۍ انتخابات پداسې مهال ترسره کیږي چې هیواد مو عملا په جنګ کې دی، هیوادوال مو د خیټې دمړولو او د سر د امان غم اخیستي دي، ډیرو ښو خلکو ته دا موقع نشته چې دملت د خادمینو په توګه تبارز وکړي،  اوحتی په ډیرو سیمو کې خلک د خپلې رایې د کارولو فرصت نلري، خو چاره څه ده؟ آیا له انتخاباتو سره بایکاټ د حل لاره ده؟ کاشکي داد حل لاره یعنې اخف الضررین وای. که د هیواد په څلورو لویو ښارونو کې هم انتخابات وشي، حالات داسې راغلي دي چې له همدې لارې به یوڅوک واک ته رسیږي. آیا ځان نا ګومانه او بې پرې اچول د حل لاره یا اهون الشرین ده؟ کاشکي داد حل لاره وای، مونږ به همدا کار کړی وای خو حقیقت دادی چې د افغانستان زیات یا کم شمیرخلک به رایې ورکړي او هغوی به د قانون له مخې د خپلې خوښې یوڅوک واک ته ورسوي. اوس که دا کس چې واک ته رسیږي، لږ د سړیتوب، افغانیت او انسانیت خواته ورنږدې وي، هغه به ښه وي او که داسې یو څوک به ښه وي چې جنګ غوښتونکي، افغان دښمنه او پردی پال شخص وي. زه فکر کوم چې دا یو شرعي مکلفیت دی چې د ډیر بد مخه ونیسو او نسبتا ښه ته موقع ورکړو. زه وایم هرافغان او هرمسلمان باید د اسلام او ملت د خیر لپاره د خپل توان په حدودو کې مبارزه اوهڅه وکړي. له طالبانو او اسلامي حزب څخه توقع نه کیږي چې ۱۸۰ درجې تغییر دې وکړي او د عادي افغانانو په څیردې مسایلو ته وګوري. له دوی څخه توقع داده چې خپله مبارزه هراړخیزه کړي. طالبان او حزب اسلامي پدې پوهیږي چې ما لایوخذ کله ، لایترک کله. باید پدې عمل وکړي. دوي پدې هم پوهیږي چې ان فی الشرخیارا. دوی باید پدې کې فکر وکړي. زه منم چې قومي تعصبات پالل حرام دي او طالبان او اسلامي حزب په خپلو پالیسیو کې هیڅ ډول قومي مسایل په پام کې نه نیسي. له همدې امله ډیرپښتانه استدلال کوي چې د طالبانو او اسلامي حزب دواکمنئ او حتی ټولې مبارزې پرمهال ډیرزیان پښتنو ته واوښت. زه وایم طالبان او اسلامي حزب باید پدې هم پوه شي چې ددوی ملاتړي باید ددوی د ملاتړ له امله سزا ونه ویني. د جنګ فشارپښتانه تحمل کوي، او پښتانه له ښوونځي، روغتون، سړک او نورو دولتي خدماتو څخه هم محروم دي. دا تاوان ولې پښتنو ته اوړي؟ دا ځکه چې طالبانو او اسلامي حزب خپل دښمن او خپل دوست سم ندي پیژندلي. که طالبان، اسلامي حزب او ولس یو دبل ګټو ته احترام وکړي، نو دښمن به یې منځ ته نفوذ ونشي کړای. که طالبان او اسلامي حزب د مشترکو ګټو او هدفونو لپاره سره یوځای او متحدانه ګامونه واخلي ددښمن دسیسې به خنثی شي. زه پوهیږم چې د طالبانو او اسلامي حزب یو شمیرترټولو سرسخت دښمنان هم پښتانه دي، خو دا دښمني به ترکله دوام کوي؟ څنګه دا دښمني په دوستۍ بدلیدلای شي؟ زما په آند، ټول اړخونه باید له تحمل، زغم او تساهل څخه کار واخلي. له خپلو تیرو ترخو تجربو دې زده کړه وکړي، خپلې ریښې دې پخپله په تبر نه پریکوي او هغه خوند چې په عفوه کې پروت دی په انتقام کې نشته.
طالبان اوحزب اسلامي باید دا تشخیص وکړي چې دښمن یې ډیرهوښیار او مکار دی. دښمن هڅه کوي چې په بیلابیلو سطحو کې دتفرقې د سیاست له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي. د طالب او حزبي په نامه یې بیل کړي یاست، د ملاعمر او حقاني د ډلې په نامه یې د بیلولو هڅې روانې دي، د دراني او غلجي په نامه د ویشلو دسیسه روانه ده، د افراطي مسلمان او معتدل مسلمان په نامه تفرقه روانه ده، د ښي اړخي او کیڼ اړخي په نامه تفرقه لا پسې زور اخلي. پوهیږم چې ډیرترخه حقایق شته چې هیرول یې آسانه ندي، خو د ملي ګټو او ښې راتلونکې په خاطر باید له شخصي غرور، شخصي تعبیر او شخصي ګټو او حتي له ځینو حقوقو څخه عفوه وکړو. آسانه نده چې حزب اسلامي او طالبان دې خپلې ترخې تجربې هیرې کړي. آسانه نده چې د جنرال مالک، جنرال دوستم، اسماعیل خان، مسعود، فهیم، عطا محمد نور، محقق، سیاف، ډاکټرعبدالله او نورو خلکو لخوا د زرګونو طالبانو، حزبیانو، پښتنو، تاجکانو او حتی هزاره ګانو وژنې دې هیرې شي. په دا تیرو دوولسو کلونو کې په زرګونه طالبان، حزبیان او پښتانه د کرزي په رهبرۍ، د بسم الله خان، رحیم وردګ، حنیف اتمر، امرالله صالح، اونورو په قومانده او رهبرۍ له منځه ولاړل دا لړۍ لا هم روانه ده. ددې ټولو هیرول خو که ممکن وي، خو آسانه ندي. خوآیا دحل لاره څه ده؟! خذ العفو، وامربالمعروف و اعرض عن الجاهلین.
که هرڅوک په خپله اشتباه اعتراف وکړي، له ملت څخه بښنه وغواړي، خدای پاک ته رجوع وکړي، نو همدا د حل لاره ده. زه یقین لرم چې یوشمیر خلکو لاتراوسه پخپلو کارونو پښیماني نده څرګنده کړې، خو زه پدې باور یم چې پښتانه باید دا ظرفیت وښيي چې دا ټوټې ټوټې وطن یوځل بیا سره پیوند کړي، ددې پرهر پرهر ملت زخمونو ته پټۍ شي او یوه د تحول لسیزه تجربه کړي. پدې لسیزه کې باید دښمنۍ پای ته ورسیږي، د سیاست محور ملي ګټې شي، اسلام، خپلواکي، ملي یووالی او سوله په حقیقي معني ترلاسه کړو او دا هغه وخت امکان لري چې هراړخیزه فکر وکړو. زمونږ ګاونډیان او ځینې نړیوال استکباري ځواکونه د خپلو هدفونو لپاره له هرې لارې او وسیلې څخه کار اخلي، مونږ ته هم ښايي چې د ولس دخیر، رفاه، سولې، آبادۍ، خپلواکۍ، اسلامي نظام، اقتصادي پیاوړتیا، ملي یووالي او روغې جوړې لپاره له هرې ممکنې لارې کارواخلو. زه ګومان کوم چې امریکا غواړي جنګ ته دوام ورکړي، ډاکټرعبدالله هم د جنګ پلوی دی، یا لږترلږه که سوله هم غواړي نو په داسې شرایطو یې غواړي چې د طالبانو او اسلامي حزب د تسلیمۍ په معنی به وي. خو برعکس اشرف غني د طالبانو او اسلامي حزب عزت غواړي، داسې سوله غواړي چې هم د طالبانو او اسلامي حزب آبرو پکې نغښتې وي، د هغوی د تسلیمۍ په معنی نه وي، بلکې دکومو اهدافو لپاره چې مبارزه کوي هغه پکې ترلاسه شي او هم د افغانستان ثبات او له نړیوالې ټولنې سره روابط او دافغانانو داخلي یووالي او ملي وحدت پکې وساتل شي. وګورۍ چې د طالبانو د بندیانو په خلاصولو اشرف غني خوشحاله دی او حتي پرې ویاړي، خو برعکس عبدالله عبدالله پرې خفه او د مخنیوي هڅه یې کوي. تاسې به د ثور د اتمې ورځې د تجلیل مراسم چې د جمعیت ډلې جوړ کړي وو لیدلي وي. یونس قانوني او عبدالله دواړو پدې ټینګار وکړ چې حکمتیار او طالبان د اسلام او افغانستان دښمنان دي او هغوی د مجاهدینو د ناکامولو او د جهاد د ثمرې دې له منځه تللو لپاره د پاکستان لخوا استخدام شوي وو. زه بیا هم تعجب کوم چې طالبان او د حزب اسلامي ډلې یو شمیر خلک لاهم ډاکټرعبدالله او ملګرو ته یې د مجاهد نسبت کوي او برعکس اشرف غني ته په سپکه سترګه ګوري. پداسې حال کې چې اشرف غني په دې متهم دی چې ګواکي د طالبانو مدافع وکیل او حتی نکتايي داره طالب دی، خو برعکس عبدالله عبدالله د طالبانو په وړاندې پرمقاومت او دزیاتو طالبانو پروژلو مفتخردی. دا منم چې اشرف غني غواړي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي، او دا ځکه چې دا د وخت او حالاتویو ضرورت دی، خو باید په پام کې وساتو چې امنیتي تړون تعدیل کیدلای او حتی لغوه کیدلای شي. دا تړون به که خدای کول داسې تعدیل شي چې د امریکایانو نظامي شتون به نفې کړي، دوی به دلته یوازې او یوازې دځینو سیمه ییزو هدفونو د څارلو لپاره کارکوي او د افغانانو په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي. دوی به د یو شمیر سیمو څخه کار اخلي او په مقابل کې به یې افغان دولت ته کرایه ورکوي. داکاربه انشاء الله افغانستان ته کوم ځانګړی تاوان نلري، بلکې د افغانستان او امریکا ترمنځ به یوه دوامداره سیاسي- مدني رابطه وي. که چیرې اشرف غني غوندې با جراته او ژبور ولسمشر ولرو، نو له نړیوالې ټولنې سره به د افغانستان اړیکې داسې جوړې کړي چې هم به د افغانانو ملي غرور او ګټې پکې خوندي وي او هم به نړیواله ټولنه خپلې مرستې جاري وساتي. له ټولو هیوادپالو او اسلام پالو څخه هیله کوم چې په امیدوارۍ او هراړخیز غور سره د خیر د تحول او له مفسدینو څخه د خلاص افغانستان په خاطر قرباني ورکړي.
وما أرید الا الاصلاح ماستطعت، و ما توفیقي الا بالله، علیه توکلت و الیه انیب.