یو دولت په تمامه مانا تر هغې یو بشپړ او سم دولت نه شمیرل کیږي چې دري اورګانونه ونه لري اجرایه ، قضایه او مقننه هر یو اورګان خپلې دندي او خپل مسوولیتونه لري اساسې قانون د هر یو اورګان دنده روښانه کړي، زه به پدې لنډه ليکنه کې يوازې پر مقننه قوې خبرې کووم، مقننه قوه د هیواد قانون جوړونکی اورګان دي د هیواد اړین او بنسټیز قوانین د دې اورګان په واسطه رامنځته کیږي ددي جرګې په تالار کې ناست خلک د هیواد د خلکو ټاکل شوي استازي دي، چې د خپلو خلکو نماینده ګې کوې څرنګه چې مونږ د ډیموکراسۍ په تعریف کې وایو چې د خلکو حکومت د خلکو له لوري دخلکو لپاره نو ټاکل شوي استازي چې د خپلو خلکو نمایندګان دي د هغوۍ په خوښه د هغوۍ او د هیواد د نیکمرغۍ د ټولنیز عدالت د پلي کیدو هر چا ته د خپل حق ورسپارل او نور اړین قوانین ددوۍ له لوري جوړیږي.
چې خبره راڅخه اوږده نشې دوه سوالونه لرم، اول دا چې د افغانستان ولسې جرګې په ریښتیا خپله دنده تر سره کړي ؟او دوهم دا چې دا موجود وکیلان په ریښتیا د خلکو استازې دي؟
وکيلان پر خپلو دندو پوهېږي کنه؟ ګوندیز پلورالیزم د ډیموکراسۍ یو اصل دي کوم هیوادونه چې ډیموکراټيک سیسټم ولري هلته ګوندیز پلورالیزم موجود وي په داسې هیوادو کې د یو قانون په سر که د ګوندونو په سر شخړه راودریږي په اکثریت رایو پریکړه کیږي اما په داسي پرمختللو هیوادو کې د ملې ګټو، ملې اشخاصوپر ضد ،قومې ، توکمیز، او ژبنیز تاوتریخوالي ته لمن نه وهل کیږي.
بدبختانه چې په افغانستان کې ولسې جرګي د ستونزو د هوارولو پر ځاي ستونزي زیږولي دي په ځاي ددي چې اړین او مهم قوانین جوړ شې داسې قوانین چې ملې ګتې خوندي کړي مونږ په جرګه کې د وکیلانو ترمنځ د شخړو د فزیکي بریدونو شاهدان یو چې دا نن سبا یوه عادي مسله ګرځيدلي، افغانستان چې د یو حساس او باریک پړاو نه تیریږي دښمنانو د افغانستان او افغانانو په نشت پسې لاسونه رانغاړلي په ولسې جرګه کې داسي بي مسوولیته څرګندونې د هیواد د بربادۍ ویجاړۍ د ملي حاکمیت او حتي د افغانستان د سرحداتو او جغرافیایې بدلون سبب کیدلاي شې ولسې جرګه په ځاي ددي چې د ملي وحدت سمبول اووسي د ټول هیواد ګټې خوندي کړي د ملې نفاق مرکز ګرځیدلي په پارلمان کې د پوهنتون او دانشګاه پر سر د دوه ښځینه وکیلانو ترمنځ خبري په ناندریو بدلي شوي یو وکیل انورسعادتې د افغانستان اصلې اوسیدونکې او د نړۍ یو بهادر با ننګه ستر ټبر ته د بد اخلاقۍ ځانمرګو بریدونو پیغور ورکوي او ددي ستر قوم سپکاوي کوي. په پایله کښې ویلي شو چې په ولسې جرګه کښې ځيني راټول تش په نامه د خلکو استازي د بهرنیو څارګرو ادارو ګوډاګیان دي چې شپه او ورځ یې د خپلو بادارانو د ګټو د خوندي کولو لپاره یوه کړي ياد وکیلان د باندینیو هیوادو ننګه او د هغوۍ د ګتو ساتنه او خوندیتوب کوي په دي جرګه کښې راټول جنګ سالاران د نشه یې توکو قاچاقبران د مافیا غړي دغه وکیلان چې د قومې پیژندګلوۍ او پیسو په زور راغلي تش په نامه وکیلان چې په دي هم نه پوهیږي چې د ولسې جرګې اصل دنده او کار څه دي سهار د موټرو په کاروان کښې راشي او له رخصتۍ وروسته یې بیا لوي امنیتي کاروان بدرګه کوي پخپله نشه، عیش او عشرت ددوبۍ ایران او نورو هیوادو په تجارتو کښې ډوب وکیلان به د ولس له درده څه خبر شې د ولس چغې فریاد به د هغوۍ تر غوږو چیرته ورسیږي دوۍ ته د ملې ګټو څخه خپلي شخصي ګټې ډیري مهمي دي دوۍ په هیواد مین او په کارپوه وزیران د خپل یو ټانکرقاچاقي تیلو او یا د شرابو دانتقال اجازت د نه ورکولو یا هم د قانون په اساس د ورکړل شویو ساتونکو پرته د نورو ساتونکود نه ورکولو او یا هم خپلو خپلوانودوستانو ته په دندو نه ورکولو وزیر احضار، عدم سلب او د خپلې دندي څخه یې د خپلو ګټو په خاطر ګوښه کړي بس ددي جرګي لویي لاسته راوړنې د وزیرانو د سلب اعتماد نه پرته بل د پام وړ اقدام نه دي ترسره کړي. ولسې جرګې غړوځینې داسې نادودې وکړی چې ددې جرګې نوم او حیثیت ته یې تاوان ورساوه .
دي قصابانو او لیوانو مجتبي پتنګ په شان پر وطن او خپلې مقدسې وظيفې مين شخص سلب اعتماد کړو، پښتون او پياوړی ځوان وزیر عمرزاخيلوال يې څو ځل پدې خاطر چې ولې يې د دوی غوښتنې ندي منلي جرګې ته احضار کړو، وياړ پر زاخيلوال چې غاښ ماتوونکي خبرې يې ورته وکړي، او له ټولو پټو رازونو يې پرده پورته کړو، دوی د معارف محترم وزیر احضار کړو، هغه هم ورته داسې ځوابونه ورکړل چې دوی يې په خپلو خبرو حيران کړل، . کرزي صیب به دا دومره وزیران له کومه کړي دا ځینې وکیلان صاحبان وايې چې قحط الرجال خو نه دي کرزي دي نور وزیران وروپیژني که ستاسو دا حال وي قحط الرجال به څنګه نه رامنځته کیږي چې غیر د وزیرانو د سلب اعتماد نه مو بل کار نشته . پخپله چې هر ډول خیانت تر سره کوي وایې مونږ ته خو قانوني مصؤنیت دي دوي په دي هم نه دي خبر چې قانونې مصؤنیت په څه مانا؟ تر کومه بریده؟ د څه لپاره؟ که قتل کوم ما ته قانونې مصؤنیت دي که ملي خیانت تر سره کوم ماته قانونې مصؤنيت دى. قضاوت تاسي وکړۍ دا ولسې استازي به دا ډول وي دا قانون جوړول به دا ډول وي دوۍ په دا خپله کاري دوره کښې قوانین جوړکړي د هغې د پلي کیدوهڅې یې کړي او که قوانین یې مات کړي او تر پښو لاندي یې کړي؟
يادونه: دا زما لومړۍ ليکنه وه، چې د ډېر افسوس او زړه تنګوالي وروسته مې وکړه، زه ليکوال نه يم او مې پر ځان دا باور شته، چې څوک دې دا ليکنه د ليکوال په صفت خوښه کړي، زه د تاند له تاندې پاڼې څخه مننه کوم، او يادونه يې هم ضروري بولم، ځکه ما د دې ليکنې لپاره مواد له همدې قدرمنې او وياړلې پاڼې څخه ترلاسه کړي.