د شماليانو بدماشئ او د حكمتيار سر زوري.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59426
نبي حبيبي
دخبریدو نیټه : 2014-05-02


مجاهدينو بى شعوره رهبران درلودل. ١٩٩٢-١٩٩٦
مجاهدين د داخلى روسي مزدورانو سره په يو شي اخ او ډب وو. هغه دا چى تاسو كوز شئ ميدان مونږ ته پريدى.
خو كمونستان خلقيان او پرچميان چى د كابل د ورانولو مخكى يي ټول ملت په وينو لړلى وو. تاريخ ليكلي.
دوئ قصدا غوښتل داسى حالات را مخته كړي چى  دوى څوك د شوو قتلو او جرمو په سر محاكمه نكړي. بي ادبي معاف خپل تيزونه په بادونو پټول غو ښتل.
باشعوره كمونستان پدى فريب كى د مجاهدينو د خپلمنځي اختلافاتو نه په فايده كامياب. او أكثره قاتلين او مجرمين اوس امريكا، اوروپا، روسيه او استراليا وتښتيدل او  په آسوده ژوند كوي. بعضى خو لا تراوسه وايي په دسته جمي قتلونو پښيمانه هم ندي.

د كمونستانو بله غلطي لكه د نورو زمامدارانو، هم شخصي گټى په نظر كى نيول وو. بيا خلقيان دومره مضره نوو لكه بي خدايه پرچميان. خلقيان په خپلو كړو پښيمانه ښكاريدل او غو ښتل يي واگى مجاهدينو ته په لاس ورشي.
بيا پرچميان نو هم ستميان ول او هم نژاد پرسته. هغوى په مشخصه توگه غو ښتل قدرت شماليانو ته منتقل كړي. دوي هم له وخته د مسعود سره غوږونه جنگولي وو.
نو اصلي عامل د كابل د خرابيدو هم داوو چى خلق او پرچم په دوه تقسيم شول. خو د افغانستان سياسي كلتور ته په ليدو مجاهدين هم ددى دسائسو ښكار شول.

همدا وه چى كابل دا خليدلو ته د حكمتيار په عكس بنديز ولگيد. نو حزبيانو د استاد سياف عكسونه پورته او ځانونه يي رسول.
و ړو عسكري قومندانانو د حزب او جميعيت د نوم نه په استفاده اخو ډب شروع كړ.
مجاهدين خام ول. خو كمونستان زاړه سپيان ول. دوى داود خان د همدى چوكى په خاطر و واژه. دوى أمين اوتركي يو بل سره قتل عام كړه، دوى ارگ په څو وارى خراب كړ دوئ روسان د ځان د سأتلو په خاطر راوستل. دوي يو مليون افغان د همدى چوكى قربان كړه، دوى خپلو كى سره داسى ظلمونه وكړل چى بعضى واقعي تاريخ نه هم هيريدي.
پاتى شو مجاهدين. دوى هم گلونه ونه كرل. دوى بايد د اسلامي تاريخ ته په كتو يو منظم حكومت تشكليل كړى وو. كله چى بغداد فتحه شو. نو حضرت عمر رض د بصرى ښأر جوړ كړ. ولى؟ ځكه هغه پوهيده چى دا جنگي عسكر مستقيم بغداد ته ننوځي، دوى به په جرمونو مرتكب شي. نو ټولو فوجيانو ته يي امر وكړ چى بصره كى پاتى شي. او په منظمه توگه يي د قدرت انتقال وكړ. نو بصره د هغو ورځى يو نوى ښار شو.

د شماليانو بدماشئ او د حكمتيار سر زورئ كابل ته ددخول سره حالات سخت خراب كړل.
شمال د پرچميانو په كومك مهم وزارتونه بدون د كوم عدل او عدالت په بدماشئ ونيول.
طبعاً حكمتيار چى يو مخكښ قائد د وخت وو ددوى دا بدماشي په مرگ هم نه منله. البته د حكمتيار او مسعود د ځوانئ نه نيولى رقابتو نه هم بايد هير نكړو. دا هاغه ملي خطا گانى دي چى اوس به حكمتيار هم پرى پښيمانه وي.  مسعود خو سر هم پكى وخوړ.

ددى جنجالو نه استفاده يوا ځى او يواځى شمال او پرچميانو وكړه. ځكه خلقيانو د اسلم وطنجار او تڼي په كړو پرچميانو ته بي باوره شو. يوه طياره را وتښتوله. بل د نجيب پر ضد كودتا وكړه. نو خلقيان هم د حكمتيار په ډله حسابيدل. د مهمو چوكيو أخوا شول.
جرمونو ته په كتو. پدى مظلوم ملت شعوري او غير شعوري ظلمونه وشول. طبعا داسى ميدان كى همسايگانو ته د هرقسمه مداخلى بهترين چانسونه په لاس ورغلل. او د حالاتو داسى سلاطه جوړه شوه چى نور د قابو كيدونه وتى وه.