دمی په دوهمه په ټوله نړۍ کښي افغانان ددې زورونکی خبر په اورېدوسره چې د بدخشان ولایت کې د ارګوی ولسوالۍ په أب باریک کلي د مځکې د ښوېیدو له کبله به بې شمېره کسانو ژوند له لاسه ورکړی وې .
ددې پېښي په لمړيو شېبوکي دتلفاتو شمير ۳۵۰ تنه ورکړه سوی وو ،خو اوس دهرگړی په ترېدوسره دنړيوالو دله ايزو رسنيو لکه بي بي سې او ازادی راډيو اودلته په سويډن او اروپايي هيوادونوکي دډله ايزورسنيودخبرله مخې ددې غميزي قربانيانو شمېر تر ۲۶۰۰ تنه زيات ښودل کيږي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دخپلې ټولنې دپخواني دخواشين اوغمشريکی څرگندولو دپيغام په ملاتړ دافغانستان دولتی مشرتابه ته وړانديز لري چې :
۱/ ددې غميزي اوعلمناکي پېښې په خاطردې يوه ورځ په ټول افغانستان کي ملي ماتم اعلان ،په افغانستان دننه اوبهرنيو دولتي ادارواوديپلوماتيکو موسسو،دملگرد سازمان ماڼۍ په گډون دې دافغانستان ملي بيرغ ديوې ورځې لپاره نيم ځوړند حالت کي وي .
۲/ دخپلومتدينواوغيرتی هيوادوالونه هيله کوو چې دافغانستان په ټولو ولايتونوکي دملي پيوستون دروښانه بېلگې په توگه دټولودولتي ،پوځی ،مدنی ،سياسي سازمانو ،فرهنگی اوملي شخصيتونوپه گډون ددې غمېزي دقربانيانودفاتحې مراسم ترسره کړي .
دبدخشان غميزي دټول افغانستان اودنړۍ په هرگوټ کښي دهر افغان نه خوښی واخيستل اودويرپر لمڅی یې کښېنول . ددې هيوادوالودې روح دې ښاد وي .الحکم الله
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې استازيتوب . حبيب الله غمخور