د افغانانو رایې ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59436
استاد فضل الله رشتین‎
دخبریدو نیټه : 2014-05-03

 

څرنګه چې د لیکنې په لومړۍ برخه کې د افغانانو د رایو په اهمیت خبرې وشوې نو دا خبره بیا کوم چې که چیرې د افغانانو رایو ته احترام ونه شي ، که چیرې د افغانانو په رایو لوبې وشي نو په هیواد کې به یوه ستره سیاسی او امنیتي فاجعه منځ ته راشي .
څرنګه چې د انتخاباتو نه پس دا خبرې کیږي چې په انتخاباتو که تقلب شوی دی او خلک شکمن شوي دي نو که چیرې ډاکټر عبد الله عبدالله یې وګټي نو دا به د اشرف غنی ټیم ته د منلو وړ نه وي او که چیرې یې اشرف غني په دوهم پړاو کې وګټي نو د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم به وايي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او په دې ډول به یې نتایج ونه مني او لانجه به جوړه شي ، سیاسي او امنیتي ماحول به کړکچن شي .
ډیر احتمال شته چې د دواړو مخکښو کاندیدانو تر منځ یو جوړ جاړی وشی او انتخابات دوهم پړاو ته لاړ نه شي ، له اوضاع څخه داسې ښکاري چې د ډاکټر عبدالله داسې یو جوړ جاړي ته چمتووالی ښکاره کوي خو د اشرف غني ټیم له داسې جوړ جاړي سره دلچسپي نه لري. د ډاکټر عبدالله ټیم چې په لومړي پړاو کې یې رایې زیاتې دي ، له دې ویره لري چې خدای مه کړه داسې ونه شي چې په دوهم پړاو کې انتخابات وبایلي ، د اشرف غني ټیم د دې لپاره چې خپل قوت څرګند کړي نو د جوړ جاړي خبره ردوي او وايي چې د خلکو رایو ته احترام کوي.
ستونزې شته ، که چیرې د دواړو غاړو تر منځ جوجاړی وشي نو د دې جوږ جاړي پایلې به څنګه وي او ددې جوړ جاړي فورمول به څنګه جوړ شي ؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب غواړي.
بله دا چې د ولس عکس العمل به څه وي . آیا هغو ولسونه چې اشرف غنی ته یې رایې ورکړي دي ، دې ته به زړه ښه کړي چې د عبدالله عبدالله له ټیم سره جوړ جاړی وشي ؟
 آیا دا کار به د ولسونو توقعاتو او هیلو ته ځواب ورکړای شي او که نه ؟
 ولسمشر حامد کرزی هم داسې ښکاري چې یو څه کوششونه پیل کړي دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی تر منځ د حوړحاړي لپاره منځکړتوپ وکړي . دا چې دا کار به څومره عملي بڼه ولري ، دا به په څو راتلونکو نږدې ورځو کې معلوم شي.
کیدای شي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم به داسې طرح ومني چې د هغې له مخې به عبدالله عبدالله ولسمشر وي او اشرف غني به په دولت کې دوهم مقام ولري .
بین المللي ټولنه او په سرکې امریکا هم غواړي چې د انتخاباتو نتیجه چې هر څومره ژر کیدای شي معلومه شي ، دوي داسې فکر کوي چې که دا انتخابات دوهم دور ته لاړ شي نو لا زیات وخت به ونیسي او د افغانستان لپاره د دوي د پلانونو په عملي کیدو کې به ځنډ راشی او دا هغه څه دي چې امریکا او بین المللي ټولنه یې اندیښمنده کړې ده.
بله یوه خبره دا هم ده چې که چیرې د دواړو مخکښو نوماندانو تر منځ جوړ جاړی ونه شي نو دا انتخابات به ځانته قومي بڼه و نیسي ، او که داسې وشي نو دا هم د افغانستان په خیر نه تمامیږي. پشتانه له دې ویره لري چې که چیرې د ډاکټر عبدالله ټیم قدرت ته ورسیږي نو د پخوا به شان به د پښتنو سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګي او امنیتي چارو ته توجه ونه شي ، البته دا د دوي ویره ده ، د دوي په اند که چیرې ډاکټر عبدالله او د دده ټیم یوه افغان شموله برنامه ونه لري نو حالات به مثبت لورته ته لاړ نه شي .
له دوو مخکښو نوماندانو څخه چې هر یو قدرت ته ورسیږي نو ښايي یو پراخ نظر ولري او د ټول افغانستان لپاره د افغانانو رایو ته د احترام په کولو ، په عادلانه ډول او صادقانه ډول د ټول ملت خدمت وکړي. ( نوربیا )