بهتر میړه هغه دی ۰ چی د خپلی وسی مطابیق خپلی ښځی ته لباس او نفقه ورکړی۰ د خپلی د دنازونوخیال وساتی۰ د نرمۍ او نیک سلوک څخه ورسره کار واخلی۰ او خپلی ښځی ته باید هیڅ رنګه تکلیف ونه رسوی۰ د کوم سړی سره چی خپله ښځه بده رویه کوی۰او میړه یی صبر غوره کړی۰ نو دی سړی به الله(ج) د ایوب (ع) پشان اجر او ثواب په برخه کړی۰ او کومه ښځه چی د خپل میړه په بدی رویی باندی صبر اختیار کړی۰ هغی ښځی ته به د بی بی اسیه(رض) پشانی اجر او ثواب ورکول کیږی۰ د ټولو د کامل ایمان والا سړی هغه دی۰ چی د خپلو میر منو سره نرم سلوک کوی۰ حضرت عمر(رض) فرمایی۰ هر مومن ته پکار دی۰ چی په خپل اهل کښی د بچو پشانی او په خپل قام کښی د سړی پشان و اوسیږۍ۰ هر میړه چی د خپلی ښځی سره د سختۍ نه کار اخلی۰ داسی میړه به جنت داخل نشی۰او نیک اعمال یی هم الله(ج) ته د قبول وړ ندی۰ پیغمبر (ص) خپلی بیبیانو د خوشحالولو لپاره د خپلو جونو ملګرو سره د ګوډ یانو د لوبولو لپاره پریښودی دی۰ د کور په کارونو کښی باید د خپلی ښځی سره کومک وکړی۰د خپلو لورګانو د ورکولو په معامله کښی د خپلو ښځو سره مشوره وکړۍ۰ که چیرته یی د ښځی په حسن اوجمال کښی کوم نقص وی۰ نو میړه دی باید ورته پیغورونه ورنکړي۰ که د ښځی کوم کاریا خبره د خپل میړه ناخوښه وی۰ نو میړه باید د هغی کار نه ډډه وکړی۰د خپلی ښځی د زړه پلاس راوړلو سره باید تر خپلی وسی کوښښ وکړی۰ نو له همدی کبله په دریو ځایو کښی د روغو ته لږ څه اجازه ورکول شوی ده۰ اول! د خپلی ښځی او اولاد د خوشحالولو لپاره چی سړی دروغ ووایی۰ دوهم ! ددوه مسلمانانو د صلحی او خیر لپاره دریم! د کفارو سره د جنګ په وخت کښی۰