امیدونه ناهیلی کیدونکي سول! سونا نیلوفر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59476

دخبریدو نیټه : 2014-05-06


د پارلمان په ۱۵ مه دوره کي د روزګان استازې سونا نیلوفر بارکزۍ:


د پیړیو راهیسې دلته حکومتونه او سیاسی نظامونه د خونړیو کودتاو له لاری بدل شوي، خو د تیرو دوو دورو ولسمشریزو ټول ټاکنو خلک امیدوار کړل چې نور به هغه تیري ناخوالی نه تکرار کیږی.
د دریم ځل ولسمشریزو ټولټاکنو یعني د 2014 میلادی کال ټولټاکنې د هغه تیرو دووځلو ولسمشریزو ټولټاکنو سره ډیر توپیر لري هغه په دي معنا چې اوس په لمړي ځل سیاسی قدرت له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته سپارل کیږي. د همدي امید په هیله په میلونونو افغانانو د مرګ تهدید په ځان قبول کړو او په ډير میړانه یي تیرو ولسمشریزو ټولټاکنو کې پراخ ګډون وکړو.
 
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ابتدایي پایلو وښودله چې هیڅ یو نوماند پنځوس جمع یو رایه نه ده پوره کړي نو  د اساسي قانون د یوشپیتمي مادی پر اساس ټولټاکنې دوهم پړاو ته ځي.
زما په اند ولس هم د دوهم پړاو ټولټاکنو ته پوره چمتوالی لری او هم به يي دپایلو منلو ته، لاکن افغان حکومت، سیاسی احزاب، یو څو کاندیدان او سیاسي څیري هڅه کوي چی ټولټاکنې دوهم پړاو ته لاړ نشي او یو سیاسي جوړجاړي په اساس راتلوونکي دولت سره وویشي، او هغه ټول امیدونه او هیلي په سین لاهو کړئ.
اوس پوښتنه داده که چیري اتیلافونه د حل لار وه نو ولي ټولټاکنې ترسره شوي؟
تقریبا څه باندي سل میلونه امریکایي ډالر مصرف شول ولي دا پیسي مصرف شوی؟
په لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واښتله ولي؟
تقریبا یوه اونۍ ښوونځي او پوهنځي رخصت شول، متعلیمنو او محصلینو درسونه وونه ویل ولی؟
د تجارانو مارکیتونه او دوکانونه وتړل شول، ولی؟
او داسې ډیر نور سوالونه دي چې باید ځواب شی، خو په ټوله کې افغانانو دا قرباني ځکه ومنله چی په خپله خوښه خپله راتلوونکي وټاکې. نو چې ملت دومره لویه قرباني ورکړه نو اوس ولی؟ افغان حکومت، سیاسي احزاب، کاندیدان او سیاسي څیري نه حاضریږي چې د ملت رایو ته درناوي وکړي او پریږدي چې ټولټاکنې ترسره شي او افغانان خپل راتلونکې ولسمشر پخپله د پنځو کلنو لپاره وټاکی.
د ایتلافي دولت زیانونه او ګټي
ـ ځینی سیاسي څیري داسې انګیری چې ایتلافي دولت رامنځ ته کیدل به د دوې بقا‌ تضمین وي، خو اصلآ برعکس تجربو ښودلي چی ایتلافي دولت تل سره یو خوله ندي پاتي شوی، ځکه چی د دوي ګټي اصلآ سره سرنه خوري.
-ـ ځینې په نوم نکتايي لرونکي سیاسي کارپوهان داسې انګیري چې شاید دوهم پړاو ټولټاکنې قومي، سمتي او ژبني بڼه به څان ته غوره کړی چې دا خبره اصلآ منطق نه مني، ځکه چې په دواړو ټیمونو کې د هری ژبي او هر قوم ملاتړ شته دي.
ـ که چیري ایتلافي دولت رامنځ ته شي نو د ټولټاکنو نوي پدیده چې په افغاني ټولنه کې یوه نوي پدیده ده د تل لپاره به سر وخوري او هیڅکله به نور افغانان په ولسواکې او ټولتاکنو باور ونکړي.
ـ که چیري دوهم پړاو ټولټاکنې ترسره نشي نو شاید چې یو څو میلونه امریکایی ډالر مصرف نشي خو د دومره کمو پیسو په مقابل کی دومره غټ زیان زغمل یوه لویه فاجعه او ناپوهي بلل کیږي