لکه څنگه چي موږ او تاسو ته معلومه ده افغانستان ېو جنگ ځپلى او د پښو لوېدلى هيواد دى نو ځکه اکثره هيوادونو د کومک او همکارۍ په نامه د دوستۍ لاس ورکړى چي د دې جملې څخه ېو ېې د ترکيې هيواد دي چي د تعليم او تربيې په برخه کښي ېې د افغانستان سره ډېر کومکونه کړي او دا کومکونه ، مرستي او زحمتونه ېې ډېر د قدر وړ دي، چي پدې لړ کي ېې د افغان- ترک په نامه ښونځېاني په افغانستان کښي پرانيستلې.
افغان- ترک لېسې په کال 1997 په افغانستان کښي خپل په فعاليت پېل وکړ په ډېر لږ وخت کي ېې د خلگو پام ځان ته را جلب کړي او د مختلفو لېسو شاگردان ېې د ډيرو سختو ازموېنو وروسته ومنل چي وروسته د تکړه او با استعدادو استادانو له لوري تدريس کېدل موږ او تاسو شاهدان ېو چي ځينو شاگردانو ېې په نړيوالو سېاليو کښي گډون وکړى او ډېري ښاېستې لاس ته راوړني ېې درلودې او په څو څو ځله ېې د سرو زرو مډالونه هم راوړي چي موږ د ترکيې هيواد د حکومت او اولس ددې نيک اقدام منندوى ېو.
خو په ډېر تعصب سره اوس دا ټول بدل سوي او د کندهار افغان – ترک لېسې سره د مور او ميرې چلند کيږي دا ځکه چي د کندهار لوړ پوري چارواکي د والي څخه بېا تر کوچني ماموره ټول خپله په اداري فساد کښي غرق دي نو چيري به دوى په افغان – ترک لېسه کښي د ننه تجارت بند کړي او د هر څه نه نا خبر دي؟
1- د ترکېانو له خوا هر کال څو امتحانه اخيستل کيږي چي د اخري امتحان وروسته تقريبا 60 شاگردان منل کيږي چي د 20 شاگردانو څخه 2000ډالر او د پاته شاگردانو څخه 700ډالر اخيستل کيږي د ښار او ولسواليو څخه چي کوم غريبان په امتحان کښي کامېابه کيږي خو د کمزور اقتصاد د امله نه منل کيږي او پر ځاى ېې د څو پيسه دارانو او وکيلانو زامنو ته حق اولېت ورکول کيږي يا ډېر شاگردان د ېو ېا دوه کالو پيسې ورکړي خو نور د پيسو توان نلري او مکتب پر نيمائې پرېږدي پخوا به د ښه استعداد خاوندان منل کېدل مگر اوس د ښه اقتصاد لرونکي منل کيږي، او حال دا چي دا پيسې د ترکي تجارانو له خوا ورکول کيږي ځکه چي دا ېو خيرېه بنېاد دى.
2- افغاني استادان لکه ترافيکان ناست دي مسولېت ېې ډېر مگر هيڅ صلاحيت نلري او ټول کارونه د ترکېانو د خوا اجرا کيږي که کوم شکاېت افغاني استادانو ته ېوسې هغه وائي دا زموږ تر واک وتلې خبره ده.
3- ټول کارونه نماېشي اجرا کيږي شاگردان د شاگردانو په پيسو خارج ته د سياحت لپاره استوي او نوم د مکتب ورکوي چي د مکتب د خوا واستول سو د راستنېدو په وخت کي په غاړه کي مډالونه وراچول کيږي او په ټلوېزونو کي ېې ښکاره کوي تر څو د خلگو په سترگو کي خاوري ورواچوي او و ېې غولوي چي زموږ لېسه د دنېا په سطحه سېالۍ کوي.
4- د مدير څخه نيولې تر استادانو 50% ېې کم تجربې او تازه فارغه سوي دي، د فارغينو سره نا سم چلند دې مشکلاتو ته په کتو سره که چيري اوسنى افغان-ترک د پخواني افغان-ترک سره پرتله کړو دا به وواېو چي اوس تش په نامه لېسه پاته،
دا پيغام مي هغه غريبو خلگو ته دى چي په ډيرو مشکلاتو د زامنو د شمولېت لپاره پيسې د ېوې او بلي خوا پور کړي دوى دا فکر کوي چي دوي چي کوم فکرونه او خوبونه د زامنو د اېندې په اړه ليدلي شاېد چي دا لېسه ېې ېواځنى د تعبير ځاى وي.