دټولټاکنو پایلي ،پټي معاملې اوراتلونکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59494

دخبریدو نیټه : 2014-05-07

 انجنیرعبدالصبورساپی



 د ولسمشرۍ ټول ټاکنولمړنۍ پایلو له اعلان سره سم داسې معلومېږي چې ټاکنې به دوهم پړاوته ځي اوس د افغانستان دخلکو وظیفه ده چې خپل برخه لیک وټاکې چې څه غواړي کومه لاره غوره کوي دافغانستان دسوکالي په فکر دي اوکه د همدغې ورانئ اووران کارانو ترشا ځان خوندي ګني، که څه هم تراوسه پورې دا جوته نه ده چې ټاکنې به دوهم پړاو ته ځي اوکه نه ، ځکه دې یوې خو داسې تلاشونه روان دي چې د انتخاباتو مستقل کمیسیون او دشکایاتو کمیسیون تر سخت فشارلاندې راولي چې د ارګ ګټې په پام کې وساتی ، د وري د۱۶مې نېټې ټولټاکنې د افغانستان په تاریخ کې یو بې ساری خوزښت واو پدغو ټول ټاکنوکې ۷میلیونه خلکو د ډېرو ګواښوسره سره برخه واخیسته چې ټول جهان ورته د حیرت ګوته ترغاښ لاندې ونیوله ، «بارک اوباما» دغه ټاکنې بریالۍ وباللې او د افغانستان خلکوته ئې مبارکي ورکړه،«ینکوبیش» دملکروملتو استازی د افغانستان د راتلونکي لپاره دا یوبریالی انتخابات وبالل اووې ویل چې افغانان ډېرباشهامته دي، «کترین اشتون» د اروپا د بهرني سیاسی چارومسوؤله، د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر «ویلیام هیګ» دا انتخابات بریالی وبالل همداسې «تیجس برمن» د اروپائې اتحادیئ دانتخاباتودناظرینو رئیس او د ملګروملتود امنیت شورا له دې انتخاباتو ډېرهرکلی وکړاو د افغانستان په دموکراتیکه تګلاره اوپرښتیا تاکید وکړاو افغانانوته ئې مبارکي ورکړه، ښاغلی «جان بیرد» د کانادا د بهرنیوچارو وزیر دخلکو له پراخ ګډون اوپه تېره بیا دښځو ګډون ډېرهرکللی وکړ، ښاغلی «اندرس فوراسموسن» د ناتومشر دا ټول ټاکنې ئې یوه تاریخي شېبه وباله له ، خو دې هرکلیوسره سره ځنې چارواکوهم ډېرو درغلیونه خبر ورکړ او ځنی کسان پدې فکرکې شول چې څنګه وکولای شي دا ټولې بریاوې له ماتې سره مخ کړي اودجورجاړیو یو حکومت رامنځ ته کړي چې لا تراوسه هم د دې تلاشونه راوان دي، د ائتلافی حکومت جوړول به نه یواځې داچې د خلکو دا ټول برخه اخیستنه او خوشالۍ چې د ډېرو خطروسره صندوقوته ولاړل دخاورو لاندې کړي ، د وګړود پراخو مایوسۍ او د راتلکونکې حکومت نه د نه ملاتړ سبب به شي او راتلونکو انتخابات به هم ترتاثیرلاندې راولي اوخلک به نورخپل باورپه دموکراسي و د خلکو په واکمني دلاسه ورکړي؛ د جورجاړي حکومت به په یو دود بدل شي؛ ټاکنې به خپل اهمبت راتلونکې کې د لاسه ورکړي؛ او په افغانستان کې به د یوې نوې انرشي بڼڅټ کېښول شي؛ اوزورواکان به د ګاونډیو ګوډاګیان پاتې شي؛ دافغانستان دخلکو بدبختۍ به لا زیاتې شي ، له دې امله د اېتلاف خبره مردوده او بی معنا ده ارګ نباید دخپل ځان اود یو محدودو کسانو دګټې لپاره د خلکو ټول راتلونکی په قمار و وهي.
داکترعبدالله عبدالله ود افغانستان راتلونکی:
له بده مرغه مجاهدینو له قدرت ته د رسېدلو روسته د ګاونډیو د پراخ لاس وهنو موکه برابره کړه او د ځنې بې شخصیته اشخاصو په برکت قومي ، ژبني اودیني تفرقې منځته راغلې چې ځنې د غرض خاوندان له دې خبرې سخته ګټه وچته کړه، اصلاً د شاېسته سالاري مسئله چې څه ناڅه غوړېدلې وه په بشپړه توګه له منځه ولاړه، دژوند په ټولو برخو تورې تیارې خپرې شوې بی سوادي چې زموږپه وطن کې یوسترناسور ده، اوس یوډېرمعلوم الحال ګروپ ترینه د خپلی ډلې ټپلې په ګټه فایده وچته وي، لکه عبدالله عبدالله چې ټول هغه د خراسان غوښتونکونظر پلویان لکه ډاکترمجیب الرحمن رحیمی د داکترعبدالله عبدالله ویاند چې حتی له بې بې سې سره په مصاحبه کې اوبیا د ښاغلی عبدالحمید مبارز سره په یو تلویزونی ګردي میزکې کومې خبرې چه د، دې احمدشاه بابا او د افغانستان دجوړیدو اوپښتنو په هلکه وکړې که څه هم ښاغلی ډاکترروستا تره کی په بې بې سي کی او مبارز په کورنی تلویزونی خپرونه کې ورته سخت ځوابونه ورکړل، اما دې د دریځ ډېرد دښمني ډک وه همداشان ریګستاني ، بهزادِ، لطیف پدرام ،صدیق کامجو، حفیظ منصور اوداسې نوردا ټول د عبدالله عبدالله د کمپاینونو مګري دي چې ځان، افغان نهٔ بلکه افغانستانی ګني ، له بلې خوا عبدالله عبدالله دپلارله لړخه ځانته پښتون وائې خو په پښتو ژبه خبر نده حتی که دهٔ خپل پلارته هم یو لږ درناوی درلود بیا پدې لسو کالوکې چې دریاست جمهوری فکرهم ورته پیداشوی و نو پښتوبې ښه زده کړې واي ، زما مقصد دانه ده چه د دهٔ پښتو زده اوکه نه، خو د دهٔ فکر اوتفکر، پوهه اومرام دافغانستان په خیر نهٔ ده، دا خبر نه یواځې د دهٔ تعصب ښکاره کوي بلکه کومه مرستې چې د دهٔ سره شوي دي داسې تصورمنځته راوړي چې د بیګانوو د فرهنګ رواج ولو ته معتهد پاتې کیدی شي، له بلې خوا عبدالله عبدالله اوشمالي ټلواله (نظارشورا ) چې د ایران سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې او پدې ټول ټاکنوکې عبدالله عبدالله د ایران له کلک ملاتړنه بهرمند و، دایران داسلامي جمهوریت ټولی رسانۍ لکه «رسالت»، «جمهوری اسلامی»، «همشهری» او په تېره د«کیهان معتبره ورزپاڼه» چې د خامنه ای سره تړاولري دعبدالله عبدالله نه په نېغه ټوګه پلوي کړي او د داکتراشرف غنی هررنګ بد وائي، افغانستان کې ډ«افغان پېپر» په نامه یا «شبکه اطلاع رسانی افغانستان» چې ټوله بوجه ئې دایران له خوا ورکول کېږي او ډېرزهراګین تبلیغات سرته رسوي اصلاً هیڅوک نشي کولی چې د «افغان» کلمه د دغې شبکې په خپرونوکې پیداکړي او که لیکوال سل ځله افغان ولیکي دغه شبکه ئې سل وارې په افغانستانی بدلوي دائې یوه ډېره وړه بېګه وه، دایران فرهنګي یرغل چې پیل شوی ده، دهغه بریا پای ته رسول به داصلاحات او همګرایی اساسی وظیفه جوړوي، همدارنګه د پاکستاني استخباراتو ملاتړ مخکې له دې چې معلومه شي چې عبدالله عبدالله ګټونکی شوی ده اوکه نه پاکستاني مطبوعاتو هغه ئې رئیس جمهور اعلان کړ، دلته یو بل امکان هم شته چې پاکستان دومره ډېر دافغانستان په حکومت کې لاس لري چې له ډېرو پټو خبرو مخکې درمخکې خبرېدلای شي ښائې د ارګ ود عبدالله عبدالله جورجاړي په هکه معلومات ولري، د پاکستان بله موخه د عبدالله عبدالله نه د ملاتړ ښه امتیازات اخستل د افغانستان اوپاکستان په مهومو مسئلوکې دي او د افغانستان د تجزیي پلان د اختر عبدالرحمن د ستراتېژۍ پر بڼڅټ ترسره کول اوهم د پښتنو او تاجکود نفاق زیاتولوپلانونه امکانات دا ټول د ډاکترعبدالله عبدالله په وجود کې هم هغسې چې د افغانستان اردو ئې د جمعیت اسلامی او نظارشورا په وسیله له منځه یوړه داهم ترسره کولای شي.
دعبدالله عبدالله راتګ به د تنظیمولا پسې چوروچپاوته لارهواره کړي ، خپل سري، بې باکي به دقانون ځای ونیسي ،ټول تجارتي قراردادونه به دهغه کسانو په ګټه کارول کېږي چې له شمالی ټلوالې سره شریک پاتې شوي دي پدې توګه دافغانستان ټوله طبعیی شتمنۍ به د اقتصادی لابیانواومافیايي ګروپونو په لاس تالا شي دا خبرې په یادولرۍ مخکې له انتخابات ما دیو مقالی په لیکنه چې دهمدې کال دمارچ اوله اونۍ کې انترنت ته واستول شوه او((د امنیتي تړون د نه لاسلیک ترشا څه پټ دي، اود ټول ټاکنواغېزې)) (۱) ترعنوان لاندې خپره شوه د ارګ وشمالی ټلوالی زلمی رسول اوګل آغاشیرزي ترمنځ د پټوپلانونه ما پرده پورته کړې وه اوټولو وطنپاوته اوپه تېره پښتنوته مې د «بیدارۍ» خبر ورکړی و، نن ګورو چې همدا خبر رښتیاشوه او بدمرغۍ دملت لمن ته د نږدې کیدوپه حال کېده.

ښاغلې «ضیاء رفعت» د پوهنتون استاد اوپه تېرو ټاکنوکې دې شکایاتو دکمیسیون ویاند د ډاکترعبدالله عبدالله په هکله داسې لیکي:
«گفتیم كه عبدالله عبدالله نماد باز گشت به گذشته خواهد بود، نخست مفهوم ”بازگشت به گذشته“ را روشن مي كنیم:
بازگشت به گذشته به وضعي گفته مي شود كه با پیروزي دولت مجاهدین در سال ۱۳۷۱ در كشور ایجاد شد و از مشخصه هاي عمدۀ آن مي توان اين ها را بر شمرد:
• كوتاهي دولتمداران در وضع برنامه ي مدون دولتداري.
• تنظیم گرایي به عوض مردم گرایي.
• ترویج فرهنگ بي نظمي، سركشي و خود سري در دستگاه دولت به جاي فرهنگ انضباط و قانون پذیري.
• بیگانگي با دموکراسی.
• رسیدن به هدف با توسل به ابزار خشن به عوض ابزار گفتمان.

•عدم پایبندي به اخلاق سیاسي؛ كه از نشانه هاي آشكار آن وصل و فصل پیوسته تعهد و پیمان تنظیم ها و دسته ها نسبت به همدیگر بود.
• انعطاف ناپذیري در برابر صداي مخالف و انتقاد.
• استفاده از احساس هاي دیني و قومي مردم به منظور تحكیم اقتدار و قدرت.
• سنت گرایي به عوض تجدد گرایي.
• باج دادن به زورداران و باج گرفتن از كمزورها.
• رفتار عاقبت نا اندیشانه با كشور ها و سازمان هاي بین المللي.
• غوغاگرایي سیاسي به عوض هنجارگرایي سیاسي. این شاخص ها بیان كنندۀ بخش هایي از مفهوم ”بازگشت به گذشته“ مي باشد.»

دعبدالله عبدالله علمی شخصیته یو لنډه کتنه:
عبدالله عبدالله په ۱۳۳۸ل کال کې زېږېدلی ده ، پلارئې انتصابی سناتور د ظاهرشاه په آخروخت کې و، عبدالله دسترګوډاکترده او خپلې زدکړې ئې د کابل پوهنتون دطب په پوهنځي کې پای ته رسولی او دوکاله ئې دنورشفاخانه کې کارکړی ده روسته په ۱۳۶۳کال پاکستان ته تللی اویوکال روسته داحمدشاه مسعود دجنګ ډګرته تللی اودمسعود داعتماد را جلبولوروسته، د ښاغلی ربانی په دورکې یعنی د۱۳۷۱ل نه تر۱۳۷۵پورې ملی دفاع وزارت کې داحمدشاه مسعود ویاند ؤ کله چې د ښاغلی ربانی دولت د کابل نه فراري شواوطالبان منځته راغلل عبدالله عبدالله دربانی د بې ځایه شوي دولت دبهرنیوچارو وزارت سرپرست و اوبیا د ښاغلی کرزی په لمړۍ دورکې د بهرنیوچارو وزیرپه توګه دنده ترسره کړې ده، پدې توګه عبدالله عبدالله ډېرتحصیلات نلري اوزیاد وخت د خپل مسلک نه هم لرې پاتې شوی ده اوپه تنظمی جنګوکې بوخت و، کله چې د بهرنیوچارو وزیر و، د دغه وزارت د وزیرپه حیث دپام وړکارېې هم ندي ترسره کړی مخ کې له دې چې ډاکترسپنتا دبهرنیوچارو وزیرشي د دغه وزارت په دپلوماتیکو جوړښتوکې انسجام اویوالی نه ښکاره کېدهٔ، ټول کادرونه انتصابی اوغیرقانونی دیو مشخص دستورالعمل پرته په دندوګمارل کیدل، یوه معینه اصولی استراتېژي موجوده نه وه اونه د ده له خوا کومه استرتېژي چې بهرنی سیاست تمثیل کړي جوړه شوه ، اداري سیستم په زړو معیارونوولاړ وه پوهه اصلاً په نظرکې نه نیول کېده خلاصه داچې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په بهرني سیاست که یوفلج وزارت وه.
دریاست جمهوري کار،آسانه خبر نده ډېرې علمی پوهې ، وړاندوينې ، او دراتلونکي حالاتو تصورکول او تدابیرنیول ، دې یوې ښې حکومت دارۍ ستره برخه جوړوي، چې د ډاکتر عبدالله په وجود کې له بده مرغه نه لیدل کېږي، خارجیان یعنی ناتواو امریکا بیا داسې سړی خوښ لري چې توان د استدلال وعلمی پوهه ونلري ښه و اوبد تشخیص ورته ګران وي په تېره دخارجیانودپلانو راتلونکي اتکل کولونه عاجزوی اوپه څوکې وډالرمین وي ترسو د یوښه غلام په حیثیت د دوۍ په خدمت کې وسي او د دوۍ بارترمنزله ورسوي دوې(خارجیانو) ته داسې یوسړی پکارده.

پټې معاملې اوښاغلي کرزی:
که څه هم ښاغلی کرزی ظاهراً دا خبر په ډاګه کوي چې په ټول ټاکنوکې به بې طرفه یا بې پرې وي؛ خو له بده مرغه داسې نده، هم خارجیانو اوهم ښاغلي کرزي یو ډېرشمیر کسان د ته وهڅول چې په ټاکنوکې برخه واخلي دا هڅونې په زیاد شمیر دپښتنوکاندیدانوپه برخه کې وې، خارجیانو مقصد له دې کاره دا و چې د پښتنو سیمو رايې تقسیم کړي ترسو خپل نفرته لاره خلاصه کړي او په لمړي پړاوکې بریالی کړي اوښاغلی کرزی هم د کارسره موافق وځکه ښاغلی کرزي بل پلان درلودهٔ هغه داسې فکرکاوه چې زلمی رسول به دوهم مقام وګټي اود عبدالله سره په سیالۍ کې به دوهم پړاوکې بریالی شي پدې توګه به په یوتیردو نښانه و ولي هم به خارجیان خوشاله کړي او هم به خپل مقصد ته ورسېږي؛ خو داسې ونشول ، دا هڅې له ډېره دمخه شروع شوې وې کله چې ښاغلي کرزي «بسم الله محمدي» د دفاع وزیرپه حیث وټاکه او مجتبی پتنګ ئې له کورنیوچاروله وزارت نه ګوښه کړپه حقیقت کې د دې خبرې اصلی مهندس هم قسیم فهیم ؤ، چې راتلونکي ته لاره جوړوله ، په انتخاباتي کمپاینونوکې د خلکوپراخ ګډون او زلمي رسول چې د ارګ له خوا پرې حساب کېده زیاد رنګ وانخیست ښاغلي کرزي فوراْ خپل ورورقیوم کرزی ئې په داسې حال کې د زلمي رسول په ګټه د ده سره په یو اېتلاف کې شامل کړ چې دبارک اوباما سره ېې دوورځې وړاندې تېلوفونی خبرې کړې وې ،ترڅو پدې توګه خلکوته دا په ګوته کړي چې د ښاغلي کرزي اصلي کاندید زلمې رسول ده خو دې کارلږ ګټه وکړه اوهغه داچې زلمی رسول دریم مقام وګاټه که دا کارنه وی شوی نو د زلمی رسول رآی ئې به د ښاغلي امین ارسلا نه ډېرې نوای، ډېرو خلکود کمپاینونو تلویزونې ګردي میزونه تعقیب کړي دي؛ هیچابه د زلمي رسول داستازوله خولې یوه انتقادي کلمه د ډاکترعبدالله عبدالله په هکله نوي اورېدلې، دا ځکه چې ښاغلی کرزی ته دا معلومه وه که زلمی رسول بایلي نو باید عبدالله عبدالله په هره توګه چې وي بریالې شي او ډاکتراشرف غني احمدزي مخه په هرشکل چې وي ډپ کړی. د قسیم فهیم له مرګه روسته ښاغلی کرزی د جمعیتیانواو د نظارشورا د نظرجلبولوپه خاطرد ښاغلی یونس قانوني د لمړي مرستیال په حیثیت د دهٔ دمقررولو خبر په داسې حال کې مطرح کړه چې ښاغلی یونس قانوني په تېرو وختوکې په وار وار د ښاغلي کرزي پر ضد په مجلسوکې اوهم تلویزونو کې مصاحبې ترسره کړې اوښاغلی کرزي ته ئې سخت بد رد ویلی دي، خو ښاغلی کرزي شورای نظار او جمعیت اسلامی ته د چاپلوسي پخاطر یونس قانوني ئې د لمړي مرستیال په توګه وټاکه، ترڅو د شمالی ټلوالې ملاتړلا ځانته جلب کړي، په دې وطن کې د لوړوڅوکیو لپاره هیڅ بل څوک نشته فقد د شورای نظاراودجمعیت بیسواده او جګړمارکادرونه دي چې له یوڅوکې بلې ته معرفی کېږي اوبیاهمدا جمعیتیان واېي چې د مجاهدین حضور په حکومت کې کم رنګ اوبې صلاحیته دي،ښاغلی یونس قانونی دغوایي دمیاشتې په دریمه نېټه د کابل ښار،ښاري شوراکانو استازو ته خبرې کولې د «تاند وب پاڼې» دخبریال په حواله ښاغلی لمړي مرستیال یونس قانونی داسې وویل:

 ((زموږ هیله دا ده چې د ټاکنو کمیسیونونه له هر راز توطیو اود زور له کارولو څخه لیرې او د سلیقوي چلند پرته د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او پریږدي چې زموږ د خلکو پاکې رایې برخه لیک ټاکونکې اوسي…)) نوموړي پخپلو خبرو کې دولت هم وغانده دا دولس کاله یې دده په وینا په لوی لاس مجاهدین بدنامول د مجاهدینو(چې دوی دغه نوم یوازې د خپلې ډلې بولي) کوچنۍ اشتباه ګانې یې غټې وښودلې او مجاهدین یې څنګ ته کړل.
ښاغلی کرزی په داسې خلکو اعتمادکوي چې د ته څاه شکوي، اوس چې غواړي د عبدالله سره اېتلاف جوړ کړي یوځل چې دڅوکۍ نه لرې شوبیابه د عبدالله عبدالله اوقانونی خوندبه هم وڅکي.

دافغانستان راتلونکی اوډاکتراشرف غنی احمدزی:
ټولټاکنې دمره په شوراو شوق سره ترسره شوې چې هېچا هم دې خبرې تصورنه کاوه، څرنګه چې مې پورته هم دا خبره په تفصیل سره وڅېړه داسې ښکاري چې دخلکو په دا ټولو آرمانو اوشور شوق خاورې اچولکېږي زیاد کوښښونه راوان دي چې یو اېتلاف رامنځته کړي دیوخوا ارګ د ډاکترزلمي رسول له ناکامې روسته خپله لاره ورکه کړې ده اوهره ورځ ارګ دمخکښ کاندیدانوسره جلسې نيسې یوورځ ورته د تحلیف تیاري نوم ورکوي اوبله ورځ ورته یو بل نوم ، که هرڅه وي د جورجاړي حکومتونه ښه نتیجه نده ورکړې، خوډېر د حیرانتیا ځای دا ده که چېرته اېتلاف پربڼڅټ حکومت جوړې ده نو دا میلیونونو ډالرمصرفولوته بیاڅه اړتیاوه یواېتلاف به جوړشوی وای دچاخبر «همغه خرک اوهمغه درک» څه فرق ئې کاوه، پدې هکله ډاکتراشرف غنی احمدزي تراوسه ډېر غوڅ سیاسی موقف غوره کړی ده او واي چې « سهامی شرکت نغواړي قانون باید پلی شي او دوهم پړاوته باید تیاراوسو» اوس که چېرته ډاکتر اشرف غنی احمدزي باندې فشار ډېرشي معلومه نده چې د ده په موقف که به څه رنګه بدلون ښکاره شي دا به په ډېرو نږدې ورځوکې معلوم شي چې انتخابات دوهم دورته ځي اوکه نه.

ځنې مغرض کسان داسې تبلیغات کوي او واېي که چېرته انتخابات دوهم پړاوته ولاړ شي نو انتخابات به قومي شکل واخلي ، خو دا خبر له بڼڅټه غلطه ده ځکه د افغانستان اساسي قانون د اېتلاف اجازه نه ورکوي او د اول دور د نه بریالیتوب په صورت کې یواځې باید مخکښ کاندیدانو ترمنځ دوهم پړاو انتخابات ترسره شي، اوس په هر تیم که پښتانهٔ هزاره ګان ازبکان اوتاجکان شته یعنی هرتیم د هرقوم استازي لري نو ځکه د قومي کیدولو خبرمردوده برېښي که څوک د ته د قوم اومذهب شکل ورکوي، هغه خود غرضه خلک دي چې دافغانستان بشپړتیا او یوالي نه وېره لري او مسایل قومی کوي چې د دې خبرې مخ نیوي هم دولت اوهم مخکښ کاندیدانو ته آسانه خبرده، دبلې خوا مخکښ کاندیدان باید پدې پوه شي چې قومي کول د دوۍ په ګټه هم نه ده دمثال په توګه که عبدالله عبدالله وغواړي چې دې مسئلې ته قومي رنګ ورکړي نو د پښتنوپه سیمو کې چې اوس کومې رایې اخیستې دي هغه به دلاسه ورکړي او ډاکتراشرف غنی احمدزی به یو څه د تاجکو رايې دلاسه ورکړي خود ډاکتر اشرف غنی احمدزي نه د تاجکانو لاس اخیستنوامکان کم ده ځکه چې له ده سره ټوله منور روښنفکران شتون لري او ښه اوبد تشخیص ورته ګران نه ده کولی شي د افغانستان ګتې تشخیص کړي چې ده چاپه وجود کې ښې لاسته راتلی شي.

اساسي سوال دا ده چې دافغانستان خلکو مخ ته اوس یو ه ډېره غټه ستونځه دا ده چې دوۍ په دې دوو مخکښ کاندیدانو یعنی ډاکتراشرف غنی احمدزي اوعبدالله عبدالله کې کوم یو غوره بولي، بهتره به وي ووایم چې دافغانستان خلک باید د ډاکترعبدالله عبدالله چې د قومګرایانو اویوشمیرجهادي تنظیمو ، اقتصادي لابیانو، اومافیايي ډلو ټپلو څه رنګه چې مې پورته هم وویل د جنګسالارانو غیرمتخصو کسانو ملاټرورسره ده او د دوې په زوربه پرخکلو حکومت تحمیلېږي دابه ښه وي اوکه بله خوا چې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی دي چې یو عالم ،سترمتفکراوترهرڅه نه مهم داچې د ځوانانو او روښان فکرانو او تکنوکراتانو ملاتړځان سره لري اوپه فسادکې کاري سابقه نلري، پخواني امریکائي سناتور«چک سکمر» د رسنیوسره په یو مصاحبه کې وایي « که په ټاکنوکې ډاکتر اشرف غنی احمدزي بریالی نشي نو ډېر احتمال لري چې افغانستان به دنوی ومې لسیزې خواته ولاړشي اوکه افغانستان کې شفافی ټول تاکنی ترسره نشي اویا لاس وهنې وشي سیاسي وضعیت به له بحران سره مخ نشي» د بله خوا استاد «ضیا رفعت» چې په تېرو انتخاباتو کې د شکایتونو دکمیسیون ویاند و په خپله مقاله کې چې د «عبدالله عبدالله نماد بازګشت به ګذشته» ترنامه لاندې لیکلې ده او مخکې مې هم یوې برخې ته اشاره وکړه پدې هکله ئې لیکلي «عبدالله از لحاظ تخصص، ضعف هاي جدي دارد. او پس از فراغت از پوهنحِي طب دیگر به این مسلك وفادار نماند و در هیچ رشته ي دیگري هم داراي تحصیل نیست. بنا بر این او را نمي توان در ردیف چهره هاي تخصصي دانست كه بتواند از آن به نفع اداره ي كشور استفاده كند، سواد وي در سطح عادي مي باشد. »

د ډاکتر اشرف غنی احمدزی بله ځانګړتیاپه دې کې ده چې د خپل تیم او دانتخاباتی کمپاینونوکې د خلکو ذهن له خپل تګ لاری روښانه کړ او دخپل تیم کړنلاره (۲) ئې په تفصیلی ډول خلکوته وړاندې کړه چې پدې کړنلاره کې هغوپلانونو او اهدافوته در رسېدولو لارې چارې توضیح شوي دي چې د مقابل تیم نه داسې یوه طرحه په لاس کې نشته ده چې د دوۍ کړنلاره ته اشاره شوې وي او د ښاغلی ضیارفعت په خبر ډاکترعبدالله عبدالله د دې وړتیا نلري چې یومنشوردې جوړ کړي ،د ښاغلی داکتراشرف غنی احمدزی دکړنلارې په یوه برخه کې لولو« دې نوي نسل دظهورسره سم چې ډېرې جدي او عینی غوښتنې لري پرته د یو ژور او بنیادي سیاسی طرحې اوکړنلارې نشوکولای چې دوۍ ته قناعت بښونکی ځواب ورکړو. دسیاسی نظام په اداره او مدیریت کې د بدلون راوړل چې دنوي نسل دغښتنوسره سم اوبرابروي زموږ دعصروزمان لمړي توب جوړدی».
دغه فاسده اداره چې شمالی ټلواله ئې اساسي بڼڅټ جوړوي او د ښاغلی کرزی د چپنې لاندی پټ مرامونه لري ډېر جدي اصلاحاتوته اړتیا لري، تر سوکار دکار اهل ته وسپارل شي جنرال دوستم هم په یوې مصاحبې کې د بی بی سي سره دفساد، دځمکو دچورکونکو وخپلسریو په پای کلک ټیګار وکړ او وی ویل چې فساد اوبی قانونی نورخلکوته د منلووړند اویو کاردان اوقاطع زعامت ته اړتیا لیدل کېږي.

دافغانستان دخلکومخ ته اوس دوې لرې شته اودا دې پورې اړه لري چې افغانان په دې دولاروکې کوم یوته ارزښت ورکوي آیا غواړي چې د یو هوسا آزاد و ښکلي افغانستان څېښتنان وي او که غواړي د تېرې نوی ومې لسیزې په شان د ورانیو او بربادي سره مخ شي اود ایران فرهنگي ښېلاک ته پراخه فضا برابرشي تر سو د ایرانی ژبې ترمنالوژی دافغانستان دملی ژبې ترمنالوژي ځاي ډک کړي لکه د صفویانوپه وخت کې چې په مغولو اوقندهاریانوباندې تحمیل شوې، له بلې خوا عبدالله عبدالله داسې یو انسان ده چې دقدرت لپاره هر امتیازورکولوته چمتوده دبېلګې په توګه دامریکایانوسره په کوروکلی د دوی دځواکونو د یرغل تړون امضا کول، پدې کې شک نشته چې امریکا اوناتوداسې وفادارغلام ته سخت اړتیالري، اساسی خبره دا ده چې افغانستان دبهرنیانوپه مټ نه جوړېږي دا افغانان دي چې عالم، پوه او سترسیاستمداراواقتصاد پوهانوته اړتیا لري او دا اړتیا د تکنوکراتانو اومنورینوپه وجود کې خلاصه کېږي نن یولوی فرصت خدای افغانانوته په نصیب کړي ده، باید ترې ستره ګټه پورته کړي، انتخاب تاسوپورې اړه لري.
پای