ما نه غوښتل چې د ګران هېواد افغانستان په د ١٩٩٣ لمريز کال د وري د مياشتې د ١٦ مې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو په هکله خپل نظر څرګند کړم، ځکه دا حقيقت ټولو ته پوره جوت دی چې په اوسنيو شرايطو کې د لاندې لاملونو له مخې رڼې او له ټګۍ او برګۍ پاکې ټاکنې ناشوني دي:
١: زمونږ په هېواد کې د امريکا د متحده ايالتونو او ددوۍ د ناټو او نورو ملګرو پوځونه شتون لري او د هېواد ټولې سياسي، اقتصادي او پوځي چارې د بهرنيو او په ځانګړې توګه د امريکا د متحده ايالتونو تر اغيز لاندي دي. حتا زمونږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې ده، نو په داسې شرايطو کې د آزادو او پاکو ټاکنو تر سره کول يو خوب او خيال دی.
٢: د هېواد په دننه کې هم هغه ټوپکمار او جګړه مارې ډلې په بې وزلو افغانانو حاکمې شوي دي چې څو لسيزې يې بې ګونا او مظلوم افغانان وژلي دي او پر عزت يې بلوسېدلي دي، چې نومونه يې په ملي او نړيواله کچه د جګړی د جنايتکارانو او د بشري حقونو د سرغړونکو په نوملړ کې شامل دي.
٣: بل لامل يې بې کچې اداري او سياسي فساد دی چې په هېواد کې يې ژورې ريښې ځغلولي دي او دا څو کلونه په پرله پسې توګه افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
٤: په افغانستان کې دقوانينو او په ځانګړې توګه اساسي قانون ته د ولسمشر په شمول چارواکو او زورواکو درناوی نه دی کړی. نن ورځ په افغانستان کې هر لوړپوړی چارواکی او زورواکی له قانون څخه ځان لوړ ګني. نو، په داسې حالاتو کې چې قانون ته درناوی شتون و نه لري نو په ټاکنو پورې اړوند قوانين به څرنګه بې لاسوهنې او ټګۍ پلي شي.
٥: همداشان په افغانستان کې جګړه روانه ده او د کابل په شمول په ټول افغانستان کې ډاډمن امنيت شنون نه لري نو ډاډمنې او سراسري ټاکنې سر ته رسول ستونزمن کار دی.
لکه چې پورته يادونه وشوه د پورتنيو عواملو او ځينو نورو لاملونو له مخې مې نه غوښتل د ولسمشرۍ د ټاکنو په هکله څه وليکم خو دا چې ټاکنې ترسره شوي او په دې ټاکنو کې تر ټولو زيات وټونه ډبل عبدالله ته بيل شول ددې سره سم د افغانستان تاريخي دښمنانو ايران او پاکستان کې ځينو رسنيو او حتا ځينو چارواکو د عبدالله د بري ډنډورې پيل کړې. دلته هر ريښتينی او د روغ وجدان لرونکی افغان سره پوښتنه راپيدا کېږي، چې د کوم لامل له مخې ايراني اخوندان او پنجابي واکمنان د دوه ځل عبدالله بري ته دومره خوشاله او مخکې له مخکې يې د بري نارې سورې وهي. خو ځواب څرګند او روښانه دی او هغه دا چې عبدالله او د نظار شورا او ددوی د جميعيت وسلوال تنظيم کې غوڅ ډيره کی هغه پردي پالي پلورل شوي کسان راټول شوي دي چې خپلې شخصي او تنظيمي ګتې ور ته د افغانستان له ملي ګټو او ارزښتونو څخه لوړې ښکاري. عبدالله او ډله يې واک ته د رسيدلو په منظور هر ډول ملي خيانت ته چمتو دي. دا هم پوره څرګنده ده چې همدې ډلګۍ د خپلو شخصي شومو او ناوړه موخو لپاره په ١٩٩٢ م کال کې د يو ناسپېڅلي ايتلاف په جوړولو ک سره د ملګرو ملتونو د سولې پلان سبوتاژ کړ او د واک د لاس ته راوړلو او ساتلو په منظور يې د کابل ښار د جګړې ډګر وګرځاوه، له شپيتو څخه زيات بې ګوناه کابليان يې په شهادت ورسول، د خلکو په مال او عزت وبلوسېدل او کابل يې ويجاړ کړ. ياد عبدالله هغه وخت د نظار شورا فعال غړی و او د جګړه مار احمدشاه مسعود نژدې انډيوال او وياند و.
د جميعت وسلوال تنظيم او نظار شورا په هر جرم او جنايت کې شريک دي.
بله د ياد وړ خبره داده چې هغه مهال چې عبدالله د کرزي په مصلحتي اداره کې د بهرنيو چارو وزير او بل ملګری يې، يانې يونس قانوني د کورنيو چارو وزير و، دواړو د خپلو مقامونو د ساتلو لپاره او د د بې دريغه ډالرو د لاس ته راوړلو لپاره د امريکايي مقاماتو سره داسې د ملي خيانت او جنايت نه ډک تړون لاسليک کړی دی چې د ياد تړون له مخې امريکايانو ته حق ورکول شوی چې افغانان ووژني او بې پوښتني يې زندانيان کړي. ددې خاينانه تړون پر اساس تر اوسه زرګونه بې ګوناه افغانان وژل او ټپيان شوي او په سپيو داړل شوي دي، چې دا لړۍ تر اوسه هم دوام لري.
نو، که چيرې خدای (ج) مه کړه عبدالله د ګاونډيو او د سيمې د نورو هېوادونو او په افغانستان کې د د امريکا او نورو ښکېلو هېوادونو د جاسوسي او استخباراتي کړيو په مرسته د يوې توطيې په پايله کې د واک په ګدۍ کښېني، نو افغانستان او افغان ولس به د لاندې ستونزو او حتا له تباهۍ سره مخامخ شي:
١: ډبل عبدالله، جميعت وسلوال تنظيم او د نظار شورا له يوې خوا په قامي، ژبنی او سمه ييز تعصب کې ښکيل دي او له بلې خوا دوی په ټول افغانستان کې بې ګوناه افغانان وژلي دي او ددوی له واک سره به بيا شر او فساد زيات شي او د لازياتو مهاجرتونو لړۍ به پيل شي او افغانستان به داسې بې ثباته شي چې حتا د سيمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل کيدای شي.
٢: د عبدالله د واک په صورت کې به هيڅکله هم د حکومت مخالفين، يانې طالبان او د حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند سولې ته چمتو نه شي، ځکه دوی کلونه کلونه له يو بل سره جنګېدلي او په زرګونو شهيدان يې ورکړي دي.
٣: د عبدالله واک ته له رسيدلو نه د ايران د اخوندانو او د پنجاب د واکدارانو د ملاتړ او خوشاليو څخه دا سابتېږي چې عبدالله پنجابي واکمنو ته د ډيورند د کرښې د په رسميت پيژندلو او د کونړ او کابل د سيندونو د اوبو د ورکولو ژمنې کړي وي او همداشان يې له ايران سره د هلمند د اوبو د قباله ورکولو لوز کړی وي، ځکه عبدالله واک ته د رسيدلو لپاره هر ډول ملي خيانت ته چمتو و او دی.
٤: لکه څرنګه چې د ډبل عبدالله له ويناوو او مرکو څخه څرګندېږي نوموړی د افغانستان فدرالي کېدلو او وېشلو ته ژمن دی. دده له دې عمل سره به افغانستان داسې جګړې ته ټيل وهل شي، چې ټوله سيمه به په کې لولپه شي او افغان ولس به په کې له بربادۍ سره مخامخ شي.
زه په پای کې له خپل افغان ميړني، باتور، په اسلام او هېواد مېن ولس باندې غږ کوم چې ويښ شي او خپله ايماني، اسلامي او افغاني دنده تر سره کړي او ډبل عبدالله ته د رايي په نه ورکولو سره افغانستان له دوامداره بې ثباتۍ، جګړې او تباهۍ څخه وژغورئ، ځکه عبدالله ته وټ ورکول په افغانستان کې د جګړې دوام او د افغانستان او افغان ولس تباهۍ او نابودۍ ته وټ ورکول دي