دهېواد په سیاسي تحولاتو کښي کندهار تل اساسي رول لوبولی دئ له تېرو دروسو کلونو راهیسي کندهار دهېواد دسمبالښت او څارني چاري په غاړه لري او تل یې دملي یوالي او دافغانستان وګړو ته په یوه سترګه کتلي او دیوې ښې رهبرئ په کولو یې په هره برخه کښي تبارز کړی دئ .
دسیاسي تحولاتو په رامنځ ته کېدو سره که وګورو په تېرو لسو کلو کښي هم دهېواد دسلطنت چاري داشرف البلاد لرغوني کندهار لخوا اداره کېدې ،که څه هم په دې دوره کښي پښتانه دمختلفو ستونزو او کړاونو سره مخ سول او په هره عرصه کښي يې ډېري قربانۍ ورکړې او لاهم اوس په دې دردناکه حالت ټول پښتانه اخته دي او دالله ج لوی دربارته دصبر په تمه شپې او ورځي سبا کوي ،ولي بیا هم په دې تکل دي چي دخپل لوري د ډیموکراسئ اصل ته ددرنښت په خاطر راووتل او خپله رایه یې خپل دخوښي وړ کاندید په ګټه وکارول اودا ملي رسالت یې په پوره توګه پرځای کړ .
دسیاست ډګر ته که ورسو ګورو چي په دې لس کلنه دوره کښي مختلف پلانونه دیوشمېرپښتني سیمو دځپلو له پاره ټاکل سوی وه چي ترډېره حده پښتانه ورټل سوه او دادئ اوس بیا وخت ددې رارسيدلی دئ چي ولسونه د خپلو رایو په اچولو سره خپل دا ګټلی عظمت وساتي موږ د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو له پاره ۱۱ کاندیدان درلودل چي په دې اشخاصو کښي ولسونه له ډېرو څېرو سره اشنا دي او دا چي بیا څنګه سم او جنایتکاران سره ملګري سوي دي دا بیا بیل بحث ته اړتیا لري او دسیاسي مانورونو یو بل مانور دئ چي دیوې سیاسي حلقې لخوا داسي سره ملګري کړل سوی دي .
له دې کاندیدانو څخه څلور تنه دیوې سیمي او په سیمییزه اصطلاح او دقومي تسلسل له مخي دیوې پښې دي چي ددوی یوځای کول یو له ضروري کارونو څخه ګڼل کېدئ چي له دې څخه یې قیوم کرزی د زلمی رسول په ګټه له خپلي کاندیداتوري څخه تېرسو او دوه نور ګل اغا شېرزی او نادرنعیم لا خپل مبارزه وکړه چي بیا نادرنعیم هم تېرسو ولي رایې ټولي سره ویشل سوي ووې دوی مخکي لاباید وداسي یو ګډ حرکت ته لاره هواره کړې وای ترڅو دافغانستان دلوی اکثریت رایې سره تقسیم سوی نه وای او دیوه مشخص او وړ کس په ګټه کارول سوي وای ځکه اوس همدا کسان دي بله چاره نه سته چي موږ دي صرف نظر وکړو او موقع چاته ورنه کړو چي دسیاسي تحولاتو ښکار سو او یا د نورو په لمسون خپل لاسته راغلی قلمرو دنورو په لاس ورکړو ،نو اړینه ده چي کندهار وژغورل سي او بیا هم دهېواد دسمبالېدو چاري زموږ دیو متعهد او ټولو مقرراتو ته ژمن او دتمامیت ارضي او خاوري ددفاع له پاره ځانګړي پلان لرونکي کس ته واک ورکړل سي ترڅو ټول څه په عمل کښي پیاده کړي .
اوس لیدل کېږي چي د ټاکنو هغه دومره هڅي بل ډول رواني دي هرڅوک هڅه کوي چي پایلي په خپله ګټه تمامي کړي دیوشمېرلیکونو له مخي چي په سایټونو کښي خپرې سوي په کښي راغلي چي دابدالیانو او پښتنو د دواکمنۍ وخت نور ختم دئ او واک به ورڅخه اخیستل کېږي ،داچي ددې سیمي خلک د ټول هېواد وګړو ته په یوه نظرګوري او ټول اولسونه دیو افغان په نامه پېژني او هیڅ نوعه تعصب هم نه لري او الله (ج) هم ددې سیمي هروګړي ته درهبري او مدیریت ځانګړی استعداد ورکړي او اساسي علت هم دادئ چي ددې سیمي مشرانو تل داولسونو ترمنځ تعدل ساتلی دئ او د رهبرۍ ویاړ ورپه برخه دئ .
دکندهار دخلکو بې مشورې او بېله دوی څخه هرډول سیاسي کړني او فعالیتونه به بې ګټي وي ولي هرڅنګه چي سي بیا هم دلته نومیالي سته او د قلم خاوندان سته چي وکولای سي هرڅه په خپله سمبال کړي او اولسونوته په واقعي توګه دخدمت مصدر وګرځي .
دلته مي ځکه دکندهار وژوغورئ یادونه وکړه چي دا سیمه تربل هرځای دسختو ناخوالو سره مخ ده او دېری کسان چي دکندهار نه دي دکندهار دنامه څخه استفاده کوي او بیا نو خیانت ورسره کوي چي ددې ستونزو دمخ نیوي په منظورمي خپلي لیکني ته دکندهار وژوغورئ ترسرلیک لاندي نوم غوره کړئ
دکندهار دسیمي او په ځانګړي ډول دکندهار دنامه سره ټوله اساسیت لري او هرڅوک هڅه کوي چي دکندهار حق وخوري ،خو دادي ټوله په یاد ولري چي کندهار دهیچا حق نه دئ خوړلۍ او نه یې دچا سره ظلم کړی دئ اولسونه یې په زړه پاک او صادقه خلک دي داعظمت ددوی دئ اود دوی به وي .
دکندهار ولسونه ټول دیوه سوکاله او ارام ژوند کولو دچاپیریال په تمه دي او هیله یې هم داده چي کندهار خپل ارزښت وساتي او دهرډول ناخوالو څخه وژغورل سي ترڅو دهېواد دچارو په سمبالېدا کښي څنګه چي دسیمي او نړۍ غوښتنه ده هغه سي رول ولوبوي ،نو کندهار هله ژوغورل کېدای سي چي ټول ولسونه یې په هره برخه کي چي دي زده کړي ته مخه کړي او دعلم په حاصلولو سره ځانونه سمبال کړي او خپل راتلونکی روښانه کړي .
لیکونکی محمد فهیم رفیق