د وحيدي خبر پر ځای ده، وزارتونه په فساد کې ښکيل دي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59536

دخبریدو نیټه : 2014-05-10

 

د ولسمشر حامدکرزي  له لوري په کابينه کې يوشمېر داسې وزيران په دندو ګمارل شوي، چې د ملت غم، هېوادنۍ ګټې او ريښتني خدمت پرځای یې لوټمارۍ، قچاقبرۍ او په ځاني ګټو اخته دي، وزير د ولسمشر لخوا پدې موخه ټاکل کېږي، چې د هېواد ترقۍ او ډاډمن امنيت ، دهېواد داخلي او خارجي سياسي تګلاره پرمخ وړلو لپاره کار وکړي، خو يو شمېر وزيران داسې ندي، دوی که له يوه طرفه څخه په خپلو دندو کې پاتې راغلي کلنۍ بوديجه يې تر ۳۰ فیصدو کمه مصرف کړې، له بل پلوه په ځاني ګټو اخته او د وکيلانو فشار لاندې هم دي، پرځای د دې چې د وکيلانو سره د هغه منطق او قانوني صلاحيت په بناء خبرې وکړي دوی يې لري، مګر دوی خپل درانه سرونه د هغوئ په پښو کې کښته کوي او د هغوئ هره غوښتنه مني.

څه وخت وړاندې د ولسمشر له لوري د صادر شوي ۴۵ ګڼه فرمان د تطبيق په خاطر له يوه طرفه يو شمېر وزیرانو تشريفاتي کارونه شروع کړل اويو شمېر نور وزيرصاحبان بيا د تېر په شان پخپلو عياشيو او بدکاريو کې بوخت پاتې شول، دوی پخواء هم د خپلو شخصي کارونو، ناوړه اړيکو او ځاني ګټو په خاطر بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کول او اوس يې هم کوي، پدې وزیرانو کې داسې څوک هم شته، چې د قوي تروريستانو او ورانکارو په خوشي کولو کې يې مرسته کړې او د هغوئ لپاره واسطې ګرځيدلې دي.

په هغه شمېر وزراتونو کې چې وزير صاحبان يې شتون نلري، معينان يې يا سلب صلاحيت شوي او که صلاحيت هم لري بيا نو له ناوړه اړيکو لرلو لرې پاتې ندي، رئيسان او مديران يې خو په خپل سر دي، په هره اداره چې سردننه شي پرځای د  دې چې کار پرمخ يوسي د يو بل په تخريب پسې يې لاسونه بډوهلي،  په همدې وزارتونو کې کمېشنکاران، دلالان او قانون ماتوونکو ډلو جرړې کړي، معينان او وزيران يې پرځای د دې چې د وزارت اړونده اړيکې له بهرنیو هېوادونو سره ژوندۍ او ښې وساتې دوی خپلو شخصي او ناوړه اړيکو ته ترجيح ورکړې او پدې اند دي چې هر کله پرې څه مشکل راځي بيا به په اسانۍ وکولای شي، چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

 په وزارتونو کې د صادق او وطندوسته کارکوونکو پرځای هغه چا ته ډېره ترجيح ورکول کېږي، چې غوړه مالان وي او د وزيرانو او معينانو صفتونو څخه يې خوله نه وزګارېږي.

په هېواد کې د غير قانوني کړنو له وجهې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي، يو شمېر خلکو يې خپلې سرمايې ویستې (فرار کړې)، په واټونو، لويو لارو او کوڅو کې د مسلحو قواوو شتون او په داسې انداز درېدل، چې په ليدو کې خلکو ته فکر لوېږي، چې شايد د ورانۍ او د ډېرې بدامنۍ نښې ښکاري او مسلح ځواکونه يې د مخنيوي لپاره تيار او اماده ناست دي، خو داسې هم نده، ځکه اوس هم نه يوازې په پلازمينې کابل بلکه په ولاياتو کې سړي تښتونه، موټرتښتونه، کور لوټونه او سړي وژنه زياته شوې، چې ژوندۍ بيلګه يې په مرکز کابل کې ده، د مرکز کابل د ارزان قيمت يو اوسيدونکی ، څه وخت وړاندې يې کوچنی ځوی يې د ځينو کسانو له لوري وتښتول شو، د تښتونې وروسته یې بيا په يوه ډنډ کې واچوه، چې ډېر په بې رحمۍ يې وواژه، اوس تاسو له ځان سره فکر وکړئ، چې يو ماشوم دې د ارزان قيمت څخه تښتول کېږي، د څو ورځو پټ ساتنې وروسته په لويه لارد اوبو ډنډ ته اچول کېږي ا و په لار کې دې امنيتي ځواکونه ونه توانېږي ، چې هغه ماشوم د اختطاف ګرو له منګلو خلاص کاندي.

په اوسني حالتو کې چې امنيتي ځواکونه په واټونو او لويو لارو کې ترسترګو کېږي پخواء هېڅکله هم داسې نه و، خو بيا هم نشي کولای ،چې يوازې د پلازمېنې امنيت وساتي، سرمايه ګرو (ملي تاجرانو) د ځان، مال او کور ساتنې لپاره مجبوراً شخصي ساتونکي ساتلي، هغوئ ته پیسې ورکوي، چې د دوی امنيت تامين کړی شي، شايد په تښتونه او غلاوو کې د مسلحو قواوو منسوبين لاس ونلري، خو بايد د مخنيوي لپاره یې جدي قدمونه واخلي، په تېرو ۱۲ کالونو کې داسې قضې شته، چې له وجهې يې زموږ هېوادوالو ته ډېر زيانونه رسيدلې وسي او په هغوئ کې مسلحو قواوو منسوبين لاس لرلی وسي، خو تر اوسه داسې نه معلومېږي او نه هم ليدل شوي، چې څوک دې مجازات شوي وسي، په امنيتي ځواکونو کې نظم دسپلين شتون لري چې د دې ارګان اصلي اصل دی.

د وزارتونو له لوري پر وخت د بوديجې نه مصرف، اړونده ادارو ته نه توجهه، ولايات نظرانداز کول، او د اړونده ادارو غوښتنو ته مثبت ځواب نه ويل يوازې دا نه چې په مرکز کابل کې يې ستونزې زېږولي بلکه ولاياتونه يې هم له ستونزو نه دي خلاص، هلته اوسيدونکي د ولايتي ادارو څخه شکايات کوي، او ولايتي ادارې بيا پر وزارتونو پړه اچوي چې ګواکې دوی ورسره مرسته نه کوي، او کله چې د دوی له لوري کوم پيشنهاد لېږل کېږي، ځواب يې ولايت او يا هم اړونده ادارې ته نه استول کېږي.

دا ټکي هغه وخت په اثبات رسېږي، کله چې د هرات والي سيدفضل الله واحيدي د ميډيا له لوري په مرکزي وزارتونو نيوکه کوي او وايي چې دوی نه غواړي چې هرات پرمختګ وکړي،   د هرات په هره مسله کې وزارتونه لاسوهنه کوي، د هرات له والي مخته يو شمېر نورو واليانو هم پر وزارتونو نيوکې کړې وې، چې مرکزي وزارتونه له ولاياتو سره څنګه چې لازمه ده مرسته نه کوي، په هر وزارت کې کميشنکارۍ روانې دي، که په نظامي برخه کې پام واچول شي، هره څوکۍ او منصب په پيسو خرڅېږي او که په ملکي برخه کې سترګې تاوې شي، هغه هم په هر کار ځانګړی فيس غواړي.

د دې ترڅنګ د يو شمېر وزارتونو مسولين او د پارلمان يو شمېرغړي په مجلل محفلونو کې برخه اخلی، اخلاقي فساد په ګډه کوي، او کمېشنکارۍ يې پر ګډه روانې دي، د کابل په ځينو ځايونو کې د عياشۍ او شراب خورۍ محلفونه دومره زیات شوي د همدوی له لوري چې د فکر څخه وتې خبر ده، سره له دې چې په هېواد کې اسلامي نظام شته، د علماء عمومي شوراء شته، ملي امنيت او ملي پوليس هم شته دی.

ځيني واليان پر وزارتونو په دې خاطر نيوکې کوي، چې کله واليان د وزارتونو مسولينو ته تحفې ورنکړي، بيا يې نوم نه روښانه کېږي ولې کله چې بيا قيمتي تحفې ورکړل شي د هغه والي د ښه کړنو نوم تر جمهور رئيس پورې رسېږي، کله چې ځيني واليان او د نورو ادارو مسولينو دومره زړه ماتې شي چې په رسنيو کې پر وزارتونو نيوکې وشي نو مطلب يې دا دی چې به تنګ امد به جنګ امد.

پورته ذکر شوې ستونزې جدي پاملرنه غواړي، د ولس هيلې او ميد دا دی، چې نور دې پورته ذکر شوې ستونزې د پای ټکی کېښودل شي.

د مثبت بدلون په هيله

علی اکبر احمدي