دشلمې پيړۍ د پيل په ښاوخوا کې دولتونو دا اړينه وګڼله چې د خپل هوايې قلمرو څخه خبر شي او هر هيواد په خپله پوڅې برخه کې هوایې قلمرو جوړ کړي ، د خپلو الوتکو د الوتنې له پاره يې د نورو هيوادو پر خاوره او هوا له پاره يو قانونې جواز تر لاسه کړي .
هغه هيوادو چې په اروپا کې عصری او مډرنه الوتکې جوړولي لکه : آلمان او پرانسه
د پورته مسلې د بنيادی حل له پاره په کال ۱۹۰۷ م کې يو نړيواال کنفرانس په لاهه کې جوړ کړ دا چې نوموړې کنفرانس تر ډيره حده نظامې بڼه لرله د هغې څخه مثبتې پايلې تر لاسه نشوې د ډيرو خبرو اترو ورسته پريکړه وشوه چې درې کاله ورسته يو بل کنفرانس په پاريس کې جوړ شي تر څو ګډونوال په ليکل شويو او تنظيم شويو هوکړو باندې خبرې اترې تر سره شي .
په پايله کې دا کنفرانس هم د لاهې د کنفرانس پشان بې پايلې اعلان شوه ورسته په کال ۱۹۱۱ م کې د نړايوالو حقوقې بنسټ خپله غونډه د اسپانيې مادريد ښار ته وليږدوله او هلته يوه پرانسوې قانون پوه « فوشی » يوه طرحه يا سکښته د الوتکو د حقوقو له پاره وړاندې کړه چې په هغه کې د هيوادو د آزادې اصل ته په درناوې د نورو هيوادو د خاورې ، اوبو او سيمې څخه د همغو هيوادو په اجازه ګټه اخيستنه وړاندې شوه ، په لمړې پړاو کې آلمان د فوشې د طرحې سره موافقه وکړه او انګلستان خپل مخالفت په ډاګه اعلان کړ کومې مثبتې پايلې هم ددې کنفرانس څخه لاس رانغلي ، تر څو په ۱۳ اکتوبر کال ۱۹۱۹ م کې د پاريس د سولې په کنفرانس کې د ۲۱ هيوادو استازو د « دال » تړون د دولتونو تر حاکميت پر هوايې قلمرو امضا شو( په پايله کې هيڅ الوتکه نشي کوالاې چې د بل هيواد د خاورې ، پراخوالې څخه الوتنه وکړي او دا عمل منع اعلان شوه )
د دال تړون په نړيواله کچه تر اوسه پورې په خپل قوت پاتې دي او هيوادو تر منځ د درناوی په سترګه ورته کتل کيږي .
نور بيا
ماخذ : فرهنګ فريخته