دادانگلستان په مشرانوجرگه کې هم عجب سياستوال سته ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59559
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2014-05-14

دوي ښه پرې خبردی چې نوی دولت جوړسوی ندی اودزاړه قانوني وخت مخ پرختمېدو دی ،خوشله دی وايي هرڅومره ژر چې کيږي بايد دطالبانوسره خبري وشی . همدا شېبه مې دگران افغانستان په ملي ويب پاڼه کې دامطلب ولوست چې : ((نمایندگان پارلمان انگلیسی از دولت افغانستان خواستند تا هرچه سریعتر با طالبان وارد مذاکره شود. به گزارش خبرگزاری شینهوا، در گزارش کمیته دفاعی مشرانو جرگه انگلستان آمده که پس از خروج سربازان این کشور از افغانستان در سال 2014 کابل با آینده‌ای نامطئن مواجه می‌شود. در این گزارش آمده که اقدامات شورشی گرایانه همچنان تهدیدی قوی و پابرجا برای آینده امنیتی و ثبات افغانستان محسوب می‌شود. این کمیته در گزارش خود آورده است : صلحی پایدار در افغانستان تنها از طریق دستیابی به یک روند سازش طالبان حاصل می‌شود. زه ددوي داناوخته سياسي تحليل اوس نه ارزوم ،خودومره ورته وايم چې پسله ۱۲ کاله پوه سواست چې ((صلحی پایدار در افغانستان تنها از طریق دستیابی به یک روند سازش طالبان حاصل می‌شود.)) ښه به داواي چې دبن دناکام کنفرانس دجوړېدونه وروسته مودې پرځاي چې تنظيم سالارو اوپاټکسالاروته دولتی حاکميت په دواړولاسو تسليم کړ .ددې مسلې همدي حساسيت او اړينتوب ته مو جدی پام کړی واي . اوس ناوخته اوياويلاي سم ترډيره ناوخته سوی دي . زموږ ولس هغه وخت او همدا نن هم همدايوه خبره کوي چې دشرارت اوبنسټپالی ځالی ،دترهگروروزنتونونه اوپنډغالي په پاکستان کي دي ،تاسوپه پاکستانی چارواکوداومنۍ چې په خپله خاوره کي نوردوي ونه روزی اوددوي له پټې اوښکاره حمايي نه لاس په سرشي .که داکار په رښتياپاکستاني چارواکي وکړي ،بېله دخبرودپيل نه په هغه شېبه په افغانستان کي خيري خيريت دی .خومتاسفانه دوي موږته وايي خبری وکړی اوپاکستان ته وايي طالبان ورولېږی . چې هغه هم کله دافغان طالب اوکله بيادپاکستاني طالب نوم ورباندي کښېږدی .ترټولوجالبه خوداده چې پدې ورستيو کي ئي کنړته علاوه پردې چي داپاکه خاوره باندي هره اونۍ د راکټونوحملې کوي ،دادی اوس ئي يوه بله نوې ډله دپټمخوطالبانوپه نوم چې دکنړولايت دامنيتی چارواکوپه خبره په اشاره خبری سره کوي ،گويادافغاني طالبانوسره په سيمه کي دقدرت پر سر اختلاف لري ،هم رالېږلې دي. داچې ولي په اشاره خبري کوی ،فکرنه کوم گنگيان وي خوهرومروبه په پښتوژبه خبری نسی کولاي ،نوداچې په ښتو اودری ژبو خبری نسی کولاي ،سوال دادئ چې دا ښاغلی له کوم آسمان نه راکښته سول؟ توری جامې یې اغوستی اومخونه ئي لکه ديوشمير بنسټپالوافريقايي سيمودښځوغوندي داسي پټ کړی چې يوازي یې سترگی ښکاري . مگردانگلستان پارلمان يادمشرانو جرگې پدې هکله دافغان ولس پر وړاندي دخپل انسانی او حقوقی مسوليت له مخې دپاکستاني چارواکونه پوښتنه ونکړه چې دا ډاله بيادڅه لپاره پدې جامو اوبڼه افغانستان ته ليږئ . زما له نظره دانگستان دمشرانودجرگې دا امرانه وړانديز نه يوازي داچي بېځايه بلکې تروخت دمخه دی . دغه دولت نورددي سره علاقه نلري چې دسولي لپاره کوم گام پورته کړی ،که ئي درلوداي نوستاسوسره يوځاي به موپه گډه په افغانستان کې ددې بربنډو مداخلو اوترهگريو مخه نيولې واي .که ديوې شېبې لپاره دا درسره ومنوچې داپه رښتيا طالبان دی چې دخپل حرکت واک لری، چې ندی اونه دعمل واک لري،نوهغوي په کوم منطق دهغه چاسره خبروته کښېنی کوم چې دوې درې اونۍ ئې دسياسي حاکميت دبقا پاته وي . نوی جمهور رئيس تراوسه ندی ټاکل سوی اومعلومه نده چې څوک بشي ، اميد واريم چې دانگلستان مشرانوجرگه پر خپل دولت فشار راوړی ترڅو هغوي دنړيوالي ټولنې او امريکاسره په گډه پردې زورېدلی ملت زړه وخوږوی اوپه افغانستان کي دجگړه ايزحالت ددوام له مخې په افگانستان اوسيمه کي دخپلو سياسي اونوروگټوترلاسه کولونه تير سئ او په افغانستان کي دسولي اوثبات لپاره په رښتيانۍ بڼه ددې جگړه ځپلي ولس سره مرسته وکړی اوخپله هغه وعده بلاخيره ترسره اوپلې کړی کوم چې ويل مو(( موږ به دافغانستان په جوړولوکي داسي ونډه واخلو اومرسته به ورسره وکړوچې نړیوال به ئي نندارې ته حيران پاته وي .))متاسفانه نړيوال تراوسه لاپه افغانستان کي افغان ولس ته دورپېښوغميزو اوناخوالوننداره کوي ،جوړېدل او دژوند غوړېدل خوخپله دافغانانولاهم هيرسول .پاي