قمرۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59566
ضمیرساپی
دخبریدو نیټه : 2014-05-15

 

 

سهار وختي په تشه ججوره او ماته مښوکه د خپلې ځالې څخه والوته غوښتل يې چې خپلو بچیو ته له یو ځای څخه دانه راوړي، خو کمبختې قمرۍ لکه د پخوا په شان د ناستې ځای پیدا نکړ، په هوا کې په هر لورې والوته او د هر خواه څخه به د ټوپکو او چاودنو اوازونه اوریدل کیدل، بیرته به ناهیلې خپلې ځالې ته خالې ججوره ستنه شوه.
نن يې غوښتل چې پروني ځای ته یو ځل بیا والوځي، په کوم ځای کې چې يې د ژوند ملگری هغه مهال تر لاسه ورکړ، چې خپلو ۱۰ ورځینیو بچیو ته په دانه ټولولو بوخته وه، چې یو ناڅاپه دروند غږ واوریدل شو، د غږ سره سم چپه چوپتیا شوه، په شاه او خواه لوخړو او گردونو کې ترې د ژوند ملگری نادرکه شو، خپله هم په مښوکه باندې ټپي شوه، په بیړه او تیندکو يې یوې ونې ته ځان ورسوه، دا د غم اواز دیو پخواني نښه ویشتونکي دټوپک د خولې څخه واوریدل شو، خو نن چې هغه پروني ځای ته راغله نه يې کومه غله تر سترګو شوه او نه هغه د شنو پټیو ولاړغنم، هرڅه تور لوګی شوي و، ویره خوره وه، نه د بلبلانو سندرې تر غوږو کیدلې او نه هم په غره کې د ځناورو غږ او ریدل کیده.

بیرته نا امیده او خالي ججوره خپلې ځالې ته ستنه شوه، د بچیانو يې په راتګ سره د خوشالۍ غږونه پورته شول او خپلې مښوکې يې پرانیستې، خو په خوله کې يې هیڅ هم پرې نه وتل.

ښکلې قمرۍ یو ځل بیا د غره په لور د دانې په لټه کې شوه، کله چې د غره لمن ته ورسیده یوڅه دانه به يې په ججوره کې راټوله کړې وه، چې یوځل بیا لکه د پرون په شان څه تړکه پرې را ولویده، په ډېره تیزه ځغاسته والوته او ځان يې خپلې ځالې ته ورسوه، بچیو ته يې خپله ججوره تشه کړه د لږ ځند څخه وروسته يې غوښتل چې والوځي او خپله هم  یو څه وخوري، ځکه چې د دوه ورځو را پدېخوا يې هیڅ نه و خوړلي، د التو سره سم ښکاري خپل د ټوپک ماشې ته زور ورکړ، سمدستي خالي ججوره په ځمکه پریوته، خوله يې دوه ځلي پرانسته او په دریم ځل يې توان نه درلوده، بچیان يې په ځاله کې مور ته سترګې په لاره وو، پوه نه و، چې مور يې اخیري مړۍ ورته لا د مخه ورکړې ده.
5/9/2014