د دوهم دور د ټاکنو بریالیتوب په څه کې دی ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59575
استاد فضل الله رشتین
دخبریدو نیټه : 2014-05-16

 د ټاکنو مستقل کمیسیون رییس پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې په لومړي پړاو کې هیڅ یو کاندید پنځوس جمع یو رایې تر لاسه نه کړې نو ځکه د قانون له مخې به د ټاکنو دوهم دور تر سره کیږي او دا ټاکنې به د دوو مخکښو نوماندانو هریو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبد الله تر منځ د جوزا د میاشتې په ۲۴ تر سره کیږي.
اوس چې خبره دوهم پړاو ته ورسیده نو دې لاندیو پوښتنو ته ځوابونه په کار دي .
۱ - کاندید صاحبان او د دوي ټیمونو ته څه ښايي چې وکړي ؟
 ۲ - ولسمشر او دولتي چارواکي باید څه وکړي ؟
 ۳- رایې ورکوونکي باید څه وکړي ؟
 ۴ - بین المللي ټولنې ته څه کول په کار دي ؟
 ۵ - کاونډي هیوادونه باید څه رنګه رول ولوبوي ؟
 ۶ - د انتخاباتو د مستقل کمیسیون دنده څه ده ؟
 ۷ - د شکایاتو کمیسیون باید څه وکړي ؟
 دا یو روښان حقیقت دی چې د افغانستان خلک شفاف انتخابات غواړي . داسې انتخابات چې هیڅ ډول تقلب پکې ځای ونه لري که چیرې انتخابات شفاف نه وي نو دا به د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي او په نتیجه کې به ډیرې ستونزې ولاړې شي.
دواړو مخکښو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته ښايي چې په صداقت سره او ایماندارۍ سره د خپلو ټیمونو غړو ته سپارښتنه وکړي چې په انتخاباتو کې تقلب ونه کړي او تقلب ونه شي ، دا ډیره مهمه ده چې دواړه کاندید صاحبان دې نقطې ته متوجه ووسي چې که چیرې دوي د خلکو د واقعي رایو په نتیجه کې قدرت ته ورسي نو د دوي جکومت به پایدار وي او هیڅ خطر به ورته متوجه نه وي ، خو که چیرې دوي د تقلب له لارې قدرت ته ورسي نو د دوي د حکومت پایې به کمزورې وي او په لنډ وخت کې به دا پایې ونړیږي.
دواړو نوماندانو ته ښايي چې هغه زورمندان او د وسلو او پیسو خاوندانو ته ووايي چې په انتخاباتو کې هیڅ ډول لاس وهنه ونه کړي ، ځکه چې د دوي لاس وهنه منفي پایلې درلودلای شي.
څرنګه چې دواړه نوماندان د حق او عدالت خبرې کوي نو هیله ده چې دا خبرې عملي بڼه هم ولري.
د هیواد ولسمشر او د دولت چارواکو ته ښايي چې په انتخاباتو کې په کامل ډول بې طرفه پاتې شي . که چیرې ولسمشر ، وزیران ، والیان او نور لوی او واړه چارواکي د کوم نوماند په ګټه کار وکړي نو انتخابات خپل ماهیت له لاسه ورکوي او نتیجه به یې ډیره بده وي.
د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رایو ورکوونکو دنده ډیره ستره ده ، دا ځکه چې دوی د خپلو رایو په ورکولو خپل سرنوشت ټاکي . د خلکو زور او قوت د انتخاباتو په نتیجه مستقیم اثر لري . خلک باید له خپلو کورونو راووځي ، او خپلې رایې خپل د خوښې کاندید ته ورکړي. هر هیواد وال ته ښايي چې په خپل فکر او د پوهانو په مشوره خپله رایه ورکړي ، دی باید وویني چې په دوو کاندیدانو کې کوم یو یې د هیواد لپاره او د خلکو لپاره د ښه خدمت مصدر کیدای شي . اول ښه فکر او بیا رایه ورکول مطلوبه نتیجه ورکولای شي . اول رایه ورکول او بیا فکر کول د رایو ورکوونکو کور او هم د هیواد کور ورانوي .
د بین المللي ټولنې موقف په انتخاباتو کې مهم ګڼل کیږي . آیا بین المللي ټولنه د افغانستان د خلکو په خوښه حکومت غواړي او که نه بر عکس د ا ټولنه د خپلو اهدافو د تامین لپاره هغه څوک غواړي چې ددې اهدافو په لاس ته راوړلو کې ورسره مرسته کوي. بین المللي ټولنه او په سر کې امریکا باید دا سې سیاست غوره کړي چې هغه دافغانستان د خلکو په خیر تمام شي او ورسره په سیمه کې د دایمي سولې او استقرار ضمانت وکړای شي .
کاونډي هیوادونه ، څرنګه چې ښکاره ده د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنې کوي ، دا هیوادونه هم غواړي چې هغه څوک د افغانستان ولسمشر شي چې د دوي په ګټه وي . کاونډي هیوادونه په هیواد کې د دایمي سولې غوښتونکي نه دي ، دوي تل غواړي چې په افغانستان کې بد امني قایمه وي او دوي له داسې حالت څخه په خپله نفع استفاده وکړي. که چیرې کاونډي هیوادونه د افغانستان خیر غواړي نو ښايي په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي او پریږدي چې د افغان ولس په خوښه یو حکومت منځ ته راشي.
د انتخاباتو د مستقل کمیسیون او د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسیون مشرانو او کارکوونکو ته ښايي چې په کامل صداقت ، ایماندارۍ او بې طرفۍ کار وکړي ، الله پاک حاضر او ناظر وګڼي او صرف د خدای د رضا لپاره او د خلکو د حقوقو د تامین لپاره کار وکړي ، په انتخاباتو کې د دوي خیانت له ملت سره خیانت دی او څوک چې له ملت سره خیانت کوي نو هغه ته الله پاک بخښنه نه کوي او ځای به یې جهنم وي .
که پورتنۍ خبرې په پام کې ونیول شي او عملي شي نو د ټاکنو پایلې به بریالۍ وي