د شپې باران وریدلی و. د منډا کیمپ د خوړ د ډبرو مخونه یې پاک ستره وینځلي وو. د ډبرو روښانه مخونو د شنه سهار وړانګې بیرته منعکس کولې. زه مې له خپل مشر ورور سره د پیښور په لور روان وم. موږ باید لومړی شبقدر ډیرۍ او بیا له دې ځایه پیښور ښارته تللي وای. ترپالي سوزوکی لا خپل تم ځای ته نه و رسیدلی چې ودرید. توقف یې زیات شو، له باډۍ را ووتم. د سړک په دواړو غاړو خلک راټول ول. یوه میرمن چې لکړه یې لاس کې وه، دوه کسانو نیولې وه. د هغې ټیکری ښویدلی و او سپین ګډوډ ویښتان یې باد خوځول. میرمنې یو لاس پر زړه ایښی و او خوله یې همداسې پرانیستې پاتې وه. لږ دیخوا یوه ځوانه میرمن له خپلو دریوو ماشومانو سره ولاړه وه، یو دم به یې ماشومان سینې ته جوخت کړل او بیا به یې چیغه کړه.
راټولو شویو کسانو پورته کتلې. حیران شوم. له موټره ښکته شوم. دلته د برق ستنه ولاړه وه او د ټولو سترګې د همدې په لور کږې وې، خو څوک نه ورنږدې کیدل. د ستنې په سر کې یو سړي ځان په چرمي کمربند تړلی و. کله به یې سر د پښو ځای ته راغی او کله به سم شو. ټوله ستنه شارت شوې وه او برقي پکې بند پاتې و. هغه مهال موبایلونه نه ول، خدای خبر کله به ستیشن ته خبر رسیدلی وي؟ خو برقي کې ساه نه وه پاتې. مور، میرمنې، بچیانو او نورو کلیوالو یې په ډکو سترګو ننداره کوله، خو هیچا د نږدې کیدو جرئت نشو کولای.
له دې وروسته مې د برق ستنې ته نشو کتلی. ما ویل بیا به پکې کوم څوک ځوړند وي او چې کله به څو کسان د سړک په غاړه را ټول وو، ماته به هماغه صحنه تر سترګو شوه او زړه به مې وریږدیده.
د ماشومتوب د دورې دا کیسه مې لا پوره هیره نه وه، چې له بلې پیښې سره مخ شوم. خدای خبر دا پیښه به مې څومره وخت په ذهن کې دیره وي؟ څومره وخت به مې زړه ته ټکانونه ورکوي او...؟
شین سهار د جلال اباد په عدلیې ریاست ډزې شوې، ډزې دوامداره شوې. یو دم د نږدې کورونو خلک بامونو ته وختل. ټولو لاندې سړک ته کتلې. په سړک کې یو ځوان لاس او پښې خوځوي، نیم پورته شي خو بیرته یې بله مرمۍ په ځمکه سریخ کړي.
ورور یې ورمنډه کړي، خو چې ور نږدې شي، ډزې ورباندې شروع شي، بیرته وتښتي. خلک شاوخوا راټول دي، په ډنډ سترګو د ځوان د روح الوتلو ننداره کوي. خو روح له دې تنکي ځوانه دومره ژر جدايي نه غواړي. هغه لاس او پښې وهي، زګیروي کوي او غواړي د روح په شړلو سکون ترلاسه کړي، خو دا وخت غواړي...
های،
په بام ولاړو کسانو کې د ځوان مور هم شته. هغه په سترګو فشار راوړي، په وینو کې تپیدونکی ځوان سترګو ته نږدې کړي. حیرانه شي. ورته نا اشنا ښکاره شي. د دې زوی خو لږ مخکې پاک ستره، له کوره وتلی و. روغ او جوړ له کوره وتلی و، دا خو په وینو ککړ دی. له ده خو وینې رواني دي. نه، دا د هغې ځوی نشي کیدای...
هغه غوږونه څک کړي، د ځوان زګیروي ورته اشنا ښکاره شي. دا زګیروي، ورته د هغه ماشومتوب په یاد کړي، چې پښه کې یې اغزی تللی و، زګیروي یې کول. دې یې سر غیږ کې ایښی و، په جار و قربان ویلو یې دلاسا کاوه.
مور زور کړي، غواړي له بامه ټوپ ووهي او په خپل ټکري د زوی له تنکي مخه وینې پاکې کړي. له سینې یې مرمۍ را وباسي او له ډیره قهره یې وچیچي. خو څوک یې نه پریږدي. ټول ورته په یوه چیغه همدا وايي: هغه خو شهید شو، اوس ته هم ځان وژنې؟ ډزې دي، که نږدې شوې ولي دې.
میرمن شیبه غلې شي. دواړه سترګې یې پر زوی نښتې وي، زوی یې هماغه شان شټیږي.دا دلته په لړزا شي، لکه دې ته چې نارې وهي، خو دا غږونه نور څوک نه اوري. یوازې بوډۍ مور یې اوري او په هر غږ یې لکه شمعه ویلې کیږي:
مورې! بدن مې اور واخیسته. مورې! هله مورې، ډیر درد لرم. مورې! تږی یم. راشه، نور مرم. خیر دی، یوه خبره مې واوره. مورې ما وبخښه. مورې....!
مور، یو دم چیغه کړي او په زوره وايي: ما پریږدئ ظالمانو! زوی مې نارې وهي. زوی مې راته څه وايي. زوی مې تږی دی. زوی مې ...
د ځوان لاس او پښې له حرکته ولویدلې. هغه په یوه جسد تبدیل شو. مور یې، ښه ځیر شوه او بیا یې په بام را ټولو کسانو ته مخ واړو:
کمبختو!
پرې مو نښودم، وګورئ، زوی مې خپه شو. هغه اوس راته لاس نه خوځوي. هغه اوس راته نارې نه وهي، هغه ګیله من شو.
څو ساعته وروسته ډزې غلې شوې. لوګیو وریځې جوړې کړې وې. د ځوان جنازه یې راوړه، مور یې غوښتل له سینې یې مرمۍ وباسي او له قهره یې وچیچي، خو مرمۍ دومره ډیرې وې چې دې یې د ویستلو توان نه درلود.
محمد نعمان دوست، جلال اباد